دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 692

سویلي کوریا؛د ولسمشر یون سوک یول محاکمه به نن پیل شي

0

د سویلي کوریا د ولسمشر، یون سوک یول محاکمه به نن پیل شي.

رویټرز خبري اژانس وایي، ګومان نه کیږي چې ولسمشر یون په دغه محاکمه کې ګډون وکړي.

د یادونې ده چې د سویلي کوریا ولسمشر، یون سوک یول په دغه هېواد کې د لنډ مهالي نظامي حکومت د اعلان له امله استیضاح شو.

د ولسمشر یون سوک څو ځله د نیولو هڅه هم وشوه؛ خو حکومت یې په نېولو بریالی نه شو.

حلیم فدایي:طالبان د ولسمشر غني په تمام، او ناتمام شويو پروژو شخوند وهي

په جمهوري حکومت کې د پکتیا پخواني والي او د طالبانو حکومت سخت منتقد حلیم فدایي د طالبانو له لورې د لوی احمدشاه بابا کور رغولو ته په غبرګون کې په خپل ایکس پاڼې لیکلي چې:«د تاریخي ابداتو او ودانیو جوړولو او ترمیم چارې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ پیل شوې او په لومړیو کې یې د تاریخي جوماتونو، تاریخي ودانیو او ملي شخصیتونو د مقبرو ترمیم په خپل پلان کې شامل کړ. »

ښاغلي فدایي لیکلي چې تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو لپاره ځانګړې بودیجه په نظر کې ونیول شوه.

د جمهوري حکومت دغه چارواکي لیکلي:«د احمد شاه بابا د مقبرې د ترمیم کار هم په همدې دوره کې په اساسي ډول پیل شو؛
تر دې علاوه، د زرغونې انا د مقبرې او نورو تاریخي ځایونو د ترمیم چارې هم د پلان برخه وې. د دارالامان ماڼۍ، پغمان، جبل السراج ماڼۍ، عیدګاه جومات او ګڼو نورو تاریخي ودانیو د ترمیم او بیا رغونې کارونه بشپړ شول یا تر کار لاندې وو.»

حلیم فدایي زیاته کړې چې د جمهوریت د سقوط له امله د ولسمشر غني د رغونې ګڼې چارې او پروژې نیمګړې پاتې شوې او اوس طالبان د جمهوریت په تمام او ناتمام شویو پروژو شخوند وهي.

کندهار؛د افغانستان د بنسټ ایښودونکي لوی احمدشاه بابا د کور چارې ۹۰ سلنه بشپړ شوې

‏د طالبانو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي،د لوی امپراتور او د افغانستان د بنسټ ايښودونکي احمدشاه بابا د کور بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي.

طالب چارواکي وايي د لوی احمدشاه بابا د کور جوړونې څخه یې موخه د فرهنګي میراثونو او تاریخي اثارو ساتنه ده.

د کندهار ولایت له مقام څخه خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي شوي: “د احمدشاه بابا کور د هېواد له تاريخي ابداتو څخه دى، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ځانګړې پاملرنې او هڅو يې د بيارغونې چارې پيل شوې دي.”

د کندهار ولایت مقام وایي چې د احمدشاه بابا د کور پاتې برخه به ډیر ژر بشپړه شي.

اعلامیه زیاته کړې: “تاريخي ابدات او فرهنګي ميراثونه د ملتونو هويت څرګندوي او ساتنه يې د ټولو خلکو دنده ده.”

منصور احمد خان:پاکستان باید د افغان طالبانو سره خپله امنیتي تګلاره بدله کړي

‏په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي، اسلام اباد په دې کې پاتې راغلی چې طالبان قانع کړي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له نورو وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

‏منصور احمد خان ویلي، پاکستان باید د افغانستان په وړاندې له تېرو څو لسیزو راهیسې د امنیت په تړاو خپله تګلاره بدله کړې وای.

‏نوموړي په ډان ورځپاڼه کې په یوه خپره کړي مقاله کې لیکلي، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچ آزادي غوښتونکي ډلې په څېر ډلو لخوا پر کرښې د بریدونو زیاتوالي پاکستاني پوځیانو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

‏د منصور احمد خان په وینا، د دغو دوو ډلو پر وړاندې د جګړې لپاره د افغان طالبانو د نظر په جلبولو کې د اسلام اباد پاتې راتلل له طالبانو سره د اسلام اباد د اړیکو د کړکېچ لامل شوی دی.

پاکستان؛په بېلابېلو ایالتونو کې پنځه پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانخېلو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي.

سییمه ییزې سزچینې وایي، یاد پوځیان د ټي‌ټي‌پي په برید کې وژل شوي.

بل لورته بیا یادې ډلې د کراچۍ ښار بلال کالونکي سیمه کې هم یو پولیس وژلی.

په همدې حال کې د اسلام اباد په با امنه سیمه i-19 کې هم یو پولیس افسر وژل شوی؛ خو مسؤلیت یې چا نه دی منلی.

قطر:دمشق ته مو پنځمه جوپه بشرپاله مرسته هم ورسېده

0

دمشق ته د قطر د بشرپاله مرستو پنځمه جوپه هم ورسېده.

قطري چارواکي وایي، د بشرپاله مرستو د لېږد پنځمه الوتکه یې هم هلته رسېدلې چې، ۳۷ ټنه خوراکي توکي یې ولېږدول.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا مرستې یې د سوریې له خلکو ملاتړ او د هغوی بشرپاله اړتیاوو ته رسېدنې لپاره کړې دي.

سره میاشت:هغه افغان چې د غربت له امله یې خپله ګرده خرڅوله د نقدي مرستې ترڅنګ مو دنده ورکړه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې سره میاشت وایي، له هغه شخص سره یې د ۲۰ زره افغانیو نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې چې څه موده وړاندې یې خپله ګرده پلورله.

دغې ادارې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې یاد کس ته یې د نغدي مرستې ترڅنګ دنده هم ورکړې ده.

د یادونې ده چې څه وخت وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د دغه کس ویډیوګانې نشر شوې چې د فقر له کبله ګرده پلوري.

نوموړی وایي، د خوراک او بچیانو درملنې لپاره هیڅ نه لري.

اسماعیل بقایي:د امریکا له لوري ایران ته د اتومي موادو د قاچاق په تور د جاپاني وګړي نیول سناریو ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د عدلیې وزارت هغه کار مسخره او ټوکه وباله، چې ګواکې یو جاپاني وګړي ایران ته اتومي مواد قاچاق کول.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، دا کار یوه جوړه شوې سناریو ده، چې پر ایران د فشار لپاره کارول کېږي.

تر دې وړانډې د امریکا عدلیې وزارت ویلي وو، چې یو جاپانی وګړی یې نیولی، چې اتومي مواد په ځانګړي ډول یورانیم او پلوتونیم یې له میانامار څخه نورو هېوادونو او په ځانګړي ډول ایران ته قاچاق کول.

ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته:د کډوالو د سرپرست په توګه د مولوي کبیر د مخالفت اوازې بې بنسټه دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ګنګوسې رد کړې چې ګوندې پخوانی د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو د سرپرست په توګه د ټاکنې له امله ناخوښه دی.

ښاغلي مجاهد حماسه میډیا ته وویل: « نه دا خبره غلطه ده، چې ګوندي مولوي صاحب کبیر وزارت ته نه ورځي»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده په حکومتي اډانه کې د ادلون بدلون په لټه کې مولوي کبیر د سیاسي مرستیالۍ څخه ګوښه او د کډوالو چارو سرپرست په توګه وټاکه.

جنوبي کوریا:تر اوسه د شمالي کوریا ۳۰۰ سرتېري اوکراین سره جګړه کې وژل شوي

0

جنوبي کوریا وایي، تر اوسه د شمالي کوریا ۳سوه سرتیري له اوکراین سره جګړه کې وژل شوي او ۲۷۰۰ ټپیان شوي.

د جنوبي کوریا استخباراتو ویلي، د شمالي کوریا سرتیري د دغې جګړې په اړه معلومات نه لري؛ نو ځکه یې تلفات لوړ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي وو چې د شمالي کوریا دوه سرتیري یې ژوندي نیولي دي.