شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 684

ریچارډ بېنېټ:نړیوالې ادارې باید د افغان کډوالو غږ واوري، او مرسته ورسره وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو غږ واوري.

ریچارډ بینېټ د افغان میرمنو د غږ اړوند شهمامه ایکس سپیس کې وویل چې د کډوالو حقونه باید په نړیواله کچه واوریدل شي او د هغوې ستونزې باید واوریدل شي او د اسانتیاوو ترڅنګ باید پیاوړي شي.

په غزې د اسرائیلو تیری؛د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې اوربند تائید کړ

0

ټلیګراف د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د مذاکره کوونکې ډلې ترمنځ په اوربند موافقه شوې.

که څه هم دا تړون تردې مهاله تایید شوی نه دی، خو ټیلګراف د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ له قوله لیکلي چې دواړو لوریو اوربند منلی دی.

بل لورته ټلیګراف له دغو خبرو اترو څخه د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دغه هوکړه لیک کې چې د شپږ اونیو اوربند لومړنی پړاو او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل او د اسرائیلو له خوا د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې د حماس د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول شامل دي.

دا اوربند په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ټاکل شوی دی.

بلخ؛د مزار شریف ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، نن ماښام د بلخ د مرکز مزار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې.

دا چاودنه نږدې اووه بجې د منډوي په سرک شوې ده.

چاودنه د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې، چې تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځايي طالب مسولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران او تاجکستان اړیکې؛ولسمشر پزشکیان د دوه اړخیزو همکاریو د دوام په موخه دوشنبې ته رسیدلی

0

ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان په یو رسمي سفر د تاجکستان مرکز دوشنبې ته رسېدلی.

ایراني رسنۍ وایي، چې ولسمشر پزشکیان به سبا له دوشنبې څخه مسکو ته ولاړ شي او هلته به په کرملین ماڼۍ کې د ولسمشر پوتین سره د همکارۍ یو شمیر سندونه لاسلیک کړي.

د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان دا لومړی سفر دی چې دوشنبې او مسکو ته یې ترسره کوي.

حلیم تنویر:پښتانه د افغانستان اکثریت قوم دی او ښه بیلګه یې کابل او هرات ولایتونه دي چې ډېر پښتانه په کې استوګن دي

افغان تاریخپوه او خبریال محمد حلیم تنویر په دې آند دی چې په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د اقلیت او اکثریت موضوع مطرح ده.

ښاغلي تنویر د حماسه میډیا په ایکس سپیس کې ویلي، چې پښتانه ددې هیواد لوی اکثریت دي او نور قومونه هم کولای شي د ملي سیاست برخه اوسي.

حلیم تنویر وایي، د دوی څیړنو ښودلې چې په کابل او هرات ولایتونو کې اکثریت پښتانه هیوادوال استوګن دي.

تنویر زیاته کړې، چې د طالب پر سر باید له ټول پښتون سره دوښمني ونه شي.

عباس ستانکزی:د کیمیاوي بمونو استعمال د هېواد چاپیریال ته لوی زیان اړولی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، پر افغانستان د لسګونو کلونو جګړې په دوران کې د کیمیاوي بمونو استعمال چاپیریال ته سخت زیان اړولی دی.

نوموړي د اقلیمي بدلون ملي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، د شوروي په جګړه کې ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه لاړل.

د ستانکزي په خبره، د دغو بمونو له کبله د افغانستان د کرنې، چاپیریال ساتنې، معدنونه او اوبه سختې اغېزمنې شوې دي.

د طالبانو حکومت د ټرافیکو ریاست:سږ کال په هېواد کې ټرافیکي پېښو دوه زره کسان وژلي

سږکال په ټول هېواد کې څه باندې څلور زره ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د ټرافیکو ریاست ویلي، چې په دې پېښو کې دوه زره کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

یاد ریاست زیاتوي چې د ټرافیکي پېښو احصایې تر هغې زیاتې کمې دي چې رسنۍ یې خپروي.

د یادونې ده چې ډېرې ټرافیکي پېښې د هېواد په لویو لارو کې کېږي.

عباس ستانکزي؛په کابل کې د ایران له سرپرست سفیر علیرضا بیکدلي سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د ايران له سرپرست سفير عليرضا بیکدلي سره کتلي.

دواړو لوریو په دې کتنه کې د ایران او افغانستان پر اړیکو بحث کړی.

عباس ستانکزي ته منسوبې ایکس‌پاڼې لیکلي، چې ددې کتنې پر مهال په ايران کې د افغان کډوالو لپاره د لازمو اسانتياوو پر برابرولو او د هغوى د ستونزو د هواري پر اړتيا خبرې شوې.

جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا:طالبان باید د ښځو پر وړاندې د تبیعض له منځه وړلو په اړه ځواب ووایي

‏جرمني، اتریش، هالنډ او کاناډا هېوادونو پرېکړه کړې چې طالبان باید د ملګرو ملتونو له لوري “د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لمنځه وړلو کنوانسیون” د نقض له امله ځواب ووایي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغو اروپايي هېوادونو او کاناډا له دې امله د طالبانو حکومت تر پوښتنې لاندې راوستی چې د هغوی په وینا په افغانستان کې د ښځو حقونه په جدي توګه تر پښو لاندې کیږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پیټ هیګزېټ:له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو مسئلې زمونږ حیثیت زیانمن کړ

که څه هم وړمه ورځ جوبایډن یو وار بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل لاسته راوړنه وبلله؛ خو تازه د یاد هېواد دفاع وزارت ته نوماند وزیر پیټ هېګزېټ ویلي چې دې چارې په نړیواله کچه د امریکا حیثیت ته زیان رسولی دی.

نوموړي ویلي له افغانستانه د امریکا د وتلو له امله روسیې پر اوکراین بریدونه وکړل.

هېګزېټ زیاته کړې، ټرمپ ژمن دی چې د امریکا پوځ بېرته ورغوي.