شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 683

ملګري ملتونه:روان کال افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، روان کال افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

یاد سازمان په یو راپور کې ویلي، چې د دغې خوراځواکۍ یو اساسي علت اقلیمي بدلون دی.

بل لورته په کابل کې د یوناما مشرې روزا اتونبایووا ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شوې اقتصادي ستونزې څېړي.

د یادونې ده، چې افغانستان په لومړنیو شپږو هغو هېوادونو کې دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله ډېر ځپل شوی.

د اوربند پر تړون له هوکړې وروسته؛اسرائیلو د غزې یو شمېر سیمې بمبار کړي

0

د اوربند پر تړون له هوکړې څو ساعته وروسته، اسراییلي پوځیانو د غزې سویل رفع او مرکز نصیرت باندې بریدونه کړي.

رویټرز وايي، په دغو بریدونو کې ۳۲ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دواړه لوري تېره شپه ناوخته پر اوربند هوکړې ته ورسېدل.

د هوکړې له مخې په غزه کې به د شپږ اوونیو لپاره اوربند وي او دواړه لوري به د یو بل بندیان خوشې کړي.

لویډ اسټین:د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند د امریکا د هڅو پایله ده

0

د امريکا د دفاع وزارت د اسراييلو او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین ویلي، چې دا د واشنګټن د څو مياشتو د پرله پسې هڅو پايله ده.

اسټین زیاته کړې، چې د یوه حکومت په توګه موږ دې هوکړې ته د رسېدو لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې.

هغه ویلي، که څه هم دا تړون ډیر ناوخته شوی خو د میاشتو وینو تویولو وروسته کیدای شي د اسراییلو او حماس لپاره د نوي امید یوه کړکۍ وي.

نوموړي د هغو امریکايي کورنیو سره هم خواخوږي څرګنده کړه چې په دې جګړه کې د حماس له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې تر ۱۵ میاشتینۍ جګړې وروسته اسراییل او حماس د اوربند موافقې ته ورسېدل.

ګوترېش؛د اسراییلو او فلسطین ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی.

ګوترېش پر اسرائیلو او حماس غږ کړی چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ډاډ ترلاسه کړي چې دا تړون په بشپړ ډول عملي کېږي.

نوموړي د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوربند تړون يو عاجل لومړيتوب بللی دی.

په ورته وخت کې د ترکیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند د هوکړې هرکلی کړی او د هغې پر بشپړ تطبیق یې ټینګار کړی دی.

د امریکا او پاکستان اړیکې؛زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ ته درې سپارښتنې وکړې

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دې پر ځای چې پاکستان په امریکا دننه د ځان سپینولو ته کار ووایي، ښه دا ده چې دا لګښت دې په داخلي کشالې ولګوي او هغه ته حل لار ومومي.

ښاغلي خلیلزاد په خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې پاکستاني پوځ دې په خپل هېواد کې د وضعیت عادي کولو لپاره درې ګامونه واخلي.

نوموړي د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی د خلاصون، د هغه له ګوند سره مذاکرات او دا هرڅه دې د جنورۍ تر شلمې پورې ترسره کړي.

هغه ویلي چې دا ګامونه به نه یواځې دا چې د پاکستان حکومت دپاره یو مثبت بدلون ومومي بلکې د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره به د اسلام اباد په ښو اړیکو کې هم مرسته وکړي

بینامین نتنیاهو:په غزه کې تړون لا نهايي نه دی

0

د الجزیرې خبري شبکه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر له قوله ویلي، چې په غزه کې د اوربند تړون نهايي شوی نه دی.

الجزیرې ویلي، چې په راتلونکو ساعتونو کې به وروستي جزئیات حل شي.

بل لورته ټلیګراف د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی وو چې په دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د مذاکره کوونکې ډلې ترمنځ په اوربند موافقه شوې.

د مولوي شعیب بلوڅ؛په مشرۍ یوه ډله له ټي‌ټي‌پي ډلې سره یو ځای شوې

0

د مولوي شعیب بلوڅ په مشرۍ یوه ډله له ټي‌ټي‌پي ډلې سره یو ځای شوې ده.

تر دې وړاندې دغې ډلې د بلوچستان په قلات، مکران ولایتونو او مستونګ ولسوالۍ کې فعالیت کوو.

دوی ژمنه کړې، چې د ټي‌ټي‌پي ټول اصول به عملي کوي.

تر دې وړاندې د علي داوړ تر مشرۍ لاندې هم یوه ډله له ټي‌ټي‌پي سره یو ځای شوې وه.

ریچارډ بېنېټ:نړیوالې ادارې باید د افغان کډوالو غږ واوري، او مرسته ورسره وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان کډوالو غږ واوري.

ریچارډ بینېټ د افغان میرمنو د غږ اړوند شهمامه ایکس سپیس کې وویل چې د کډوالو حقونه باید په نړیواله کچه واوریدل شي او د هغوې ستونزې باید واوریدل شي او د اسانتیاوو ترڅنګ باید پیاوړي شي.

په غزې د اسرائیلو تیری؛د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې اوربند تائید کړ

0

ټلیګراف د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په دوحه کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د مذاکره کوونکې ډلې ترمنځ په اوربند موافقه شوې.

که څه هم دا تړون تردې مهاله تایید شوی نه دی، خو ټیلګراف د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ له قوله لیکلي چې دواړو لوریو اوربند منلی دی.

بل لورته ټلیګراف له دغو خبرو اترو څخه د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دغه هوکړه لیک کې چې د شپږ اونیو اوربند لومړنی پړاو او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل او د اسرائیلو له خوا د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې د حماس د یرغمل شویو بندیانو خوشې کول شامل دي.

دا اوربند په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره ټاکل شوی دی.

بلخ؛د مزار شریف ښار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، نن ماښام د بلخ د مرکز مزار په دویمه امنیتي حوزه کې چاودنه شوې.

دا چاودنه نږدې اووه بجې د منډوي په سرک شوې ده.

چاودنه د چسپکي ماین له کبله رامنځته شوې، چې تر اوسه یې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځايي طالب مسولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.