دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 685

مسعود پزشکیان؛له ولادیمیر پوتین سره افغانستان کې د سولې پر ټینګښټ غږېدلی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له ولادیمیر پوتین سره یې په کتنه کې افغانستان کې د سولې پر ټینګښت خبرې کړې دي.

ایراني رسنیو ویلي، چې په دې لیدنه کې د منځني ختیځ او قفقاز پر مسائیلو هم بحثونه شوي دي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې په سیمه کې یو وار بیا د افغانستان په اړه بحثونه راپورته شوي.

تازه هند او پاکستان ویلي، چې دوی له کابل سره ښې اړیکې غواړي او دغه راز پاکستاني چارواکو له ازبکستاني چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې.

عبدالرحمن آل ثاني:د غزې اوربند کې د ټرمپ مبارزه د ستایلو ده

0

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د غزې د اوربند په اړه له سکای نیوز سره خبرو کې ویلي، چې په دې برخه کې د ټرمپ رول ډېر مهم وو او هغه په ریښتینې معنی د دغه اوربند لپاره مبارزه وکړه.

د هغه په خبره، د هوکړې دا چوکاټ د غزې له جګړې دوه میاشتې وروسته جوړ شو؛ خو د طرفینو د خبرو او اوربند ته د غاړې نه اېښودو له کبله دا جګړه اوږده شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ غزه کې پر اوربند هوکړه وشوه، چې له کبله به یې غزه کې ۶ اوونۍ اوربند رامنځته شي.

انروا: غزه کې تر اوربند وروسته به د مرستندویه ادارو مرستې زیاتې شي

0

‏د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (انروا) وایي، ښایي تر اوربند وروسته به غزې ته مرستې زیاتې او د مرستو کاروانونه به په خوندي ډول سیمو ته ورسېږي.

د یادې ادارې مشر ویلي د اوړو او خوړو په ګډون له بشري مرستو ډک ۴ زره ټرېلره یې چمتو دي څو غزې ته ننوځي.

دا په داسې حال کې ده، چې غزې کې د اوږدې مودې جګړې له کبله میلیونونه خلک مرستو ته اړ شوي.

هند:هڅه کوو چې افغانستان سره اړیکې پراخه کړو

هند وایي، هڅه کوي چې له افغانستان سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر اساس تعامل ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال له طالب چارواکو په ځانګړي ډول له امیرخان متقي سره د هندي چارواکو وروستۍ کتنې ته په اشارې ویلي چې دا یې له طالبانو سره د لوړې کچې تعامل دی.

نوموړی وایي، دوی دغه راز د ورزش برخه کې هم له افغانانو سره همکاري کوي او د هند غوره لیګ کې یې هم یو شمېر افغان لوبغاړي اخیستي دي.

واسیلي نبینزیا:د اوکراین نظام به هم د افغانستان د نظام په څېر شرمناک سقوط وکړي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ویلي، چې د اوکراین برخلیک به د افغان حکومت په څېر وي.

ټاس خبري اژانس وایي، چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې د اوکراین رژیم به له شرمه ډک سقوط وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د اوکراین رژیم به هم افغانستان کې د امریکا په مرسته جوړ شوي نظام په څېر وپرځیږي.

د اسراییل پوځ:د ۱۷۰۰ فلسطیني زندانیانو د خوشي کولو لپاره چمتووالی نیسو

0

د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې به۱۷۰۰ فلسطینیان ازاد کړي.

اسرائیل ټایمز ورځپاڼې د یاد پوځ په حواله راپور ورکړی، چې تل ابیب به دا بندیان په راتلونکو ورځو کې ازاد کړي.

راپور زیاته کړې چې، په دغه بندیانو کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې کسان په عمري بند محکوم شوي وو.

سرچینه زیاتوي چې تل ابیب به ۱۰۰۰ نور بندیان هم خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې د اوربند هوکړه په رسمي ډول پرون ورځ د قطر په دوحه کې د مذاکره کوونکو لخوا لاسلیک شوه.

پاکستان؛خپله لومړنۍ فضایي سپوږمۍ فضاء ته ولېږله

0

پاکستان خپله لومړنۍ جوړه کړې څارونکې سپوږمکۍ فضا ته لېږلې ده.

رویټرز د پاکستان د فضايي اژانس له قوله ویلي، چې دغه سپوږمکۍ د چین په شمال کې د «جیوکوان» له مرکز فضاء ته توغول شوې.

دا سپوږمکۍ د چین په همکارۍ فضا ته استول شوې، چې د ځمکې له سطحې د معلوماتو او انځورونو راټولولو لپاره په الیکټرو-اپټیکي سینسرونو سمبال شوې او د لمر د منعکسې شوې رڼا یا سطحي وړانګو د پېژندلو او اندازه کولو لپاره کارول کېږي.

بل لورته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د دې سپوږمکۍ توغول د فضايي علم او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې د دغه هېواد مخ پر زیاتیدونکي وړتیاوې ښیي.

ډونالډ ټرمپ؛د چین له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې کړې

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر، شي جېنپنګ سره ټلیفوني خبرې کړې.

رویټرز ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوداګرۍ ترڅنګ په ګڼو نورو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

رویټرز د ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي، چې دا خبرې د دواړو هېوادونو په ګټه وې.

عمران خان؛د پاکستان یوې محکمې په ۱۴ کاله او مېرمن یې په ۷ کاله بند محکوم کړې

0

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د فساد په قضیه کې کې د ۱۴ کلونو او مېرمن یې بشرا بي بي د ۷ کلونو په بند محکومه شوې ده.

دا پرېکړه د ایډیاله زندان یوې محکمې کړې.

خان او مېرمن یې په یو نیم میلیون کلدارو ورکړې جریمې هم محکوم شوي دي.

محکمه دا پریکړه داسې مهال کوي چې وړمه ورځ زلمي خلیلزاد ویلي، که د پاکستان حکومت تحریک انصاف ګوند سره خبرې ونه کړي؛ نو ښایي سقوط شي.

د فرانسې ولسمشر؛ د لبنان پلازمینې بیروت ته تللی

0

‏د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د یو لوړ پوړي هئیت په مشرۍ د لبنان پلازمېنې بیروت ته تللی.

نوموړی به په دغه سفر کې د لبنان له ولسمشر جوزف عون او لومړي وزیر نواف سلام سره وګوري.

د اسرائیل او لبنان ترمنځ تر سختو نښتو وروسته دا لومړی ځل دی چې د فرانسې لوړ پوړی پلاوی یاد هېواد ته سفر کوي.