شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 682

مارکو روبیو:امریکا باید ایران ته اجازه ورنکړي چې په اټومي وسلو سمبال شي

0

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند سناتور مارکو روبیو ویلي، ایران په ډېرو سختو شرایطو کې قرار لري او اجازه باید ورنکړل شي چې په اټومي وسلو سمبال شي.

هغه ویلي، شعیه‌وو په لبنان او سوریه کې ماتې خوړلې او ایران له همدې کبله هم له بد وضعیت سره مخ دی.

سناتور زیاتوي، دوی د ایران له خلکو سره کومه ستونزه نه لري؛ خو د دغه هېواد اوسني حاکمان د ایران د خلکو استازي نه دي.

خیبرپښتونخوا؛د خوراکي توکو او درملو پر کاروان برید شوی

0

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې نن سهار د خوراکي توکو او درملو پر کاروان برید شوی چې له امله یې څلور امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې په دغه برید کې ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې؛ خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

پاکستاني پولیس وایي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

اسوشټيډ پریس:د اسرائیل کابینې تر اوسه غزه کې د اوربند تړون نه دی تصویب کړی

0

اسوشټیډ پریس وایي، د اسرائیل کابینه به د اوربند تړون تر هغې تصویب نه کړي تر څو چې حماس خپلې غوښتنې بېرته نه وي اخیستې.

سرچینه زیاتوي، اسرائیل باور لري چې حماس د لا زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د تړون ځینې برخې بدلې کړې دي.

ټاکل شوې وه چې د اسرائیل کابینه په دې اړه نن ناسته وکړي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت؛د شیخ هبت‌الله هغه حکم رسنیز کړی، چې له مخې یې یو طالب کس دوه ځایه کار نشي کولای

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د طالبانو د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده هغه حکم خپور کړی چې له مخې یې ددغه حکومت هیڅ یو مسوول کس په یوه وخت دوه ځایه دنده نشي کولای.

د دغه حکم پر بنسټ که دغه مسوول کس په ټیټه کچه وي او که لوړ رتبه وي، که دوه ځایه دنده لري، یو ځای دې پریږدي.

دا حکم داسې مهال رسنیز کېږي چې یو شمېر طالبان په حکومتي چوکاټ کې دوه ځایه دندې کوي.

پر دې سربېره بیا دا نیوکه هم کېږي چې د طالبانو حکومت ټولې ادارې له خپل خپلوانو ډکې دي.

د طالبانو حکومت؛غزه کې د اوربند له هوکړې ملاتړ او له منځګړیو لوریو مننه کړې

د طالبانو حکومت د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند هرکلی کړی.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د هوکړې له امله له منځګړو هېوادونو په ځانګړې ډول له قطر او مصر څخه مننه کړې.

اعلامیه کې راغلي دا هوکړه په غزه کې د حماس د مقاومت او غزې د خلکو د صبر پایله ده.

دوی ټینګار کړی، چې هوکړه باید په بشپړ ډول عملي او دایمي اوربند ته لاره هواره او غزې ته بشري مرستې پیل شي.

د طالبانو حکومت ویلي، نړیوال باید دا ډاډ تر لاسه کړي چې اسرائیل د هوکړې ټولې برخې په بشپړ ډول پلي کړي.

دوی یو وار بیا ویلي چې د غزې د ستونزو حل د خپلواک هېواد په توګه د فلسطین پېژندل دي.

د بالیووډ؛مشهور ستوری سیف علي خان په خپل کور کې غلو سخت ټپي کړی

0

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د بالیووډ مشهور ستوري سیف علي خان او دده مېرمن کرینه کپور کور باندې د هند په ممبۍ ښار کې غلو برید کړی چې سیف علي خان سخت ټپي شوی دی.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د هندي ډاکټرانو له قوله ویلي چې سیف علي خان د پنجشنبې په سهار درې نیمې بجې روغتون ته وړل شوی او پر بدن یې شپږ ټپونه دي.

بل لورته د ممبۍ پولیس وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او ځواکونه یې په لټه کې دي.

سیف علي خان د هندي بالیووډ یو له مشهورو ستورو څخه دی چې په لسګونو مشهورو فلمونو کې راڅرګند شوی دی.

شهباز شریف:پاکستان د اقتصادي جنجالونو خلاصوم

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د هېواد اقتصاد ته به پرمختګ ورکوي.

شهباز شریف خپل ولس ته ډاډ ورکړی، چې اقتصاد به یې په پښو ودروي او له اوسنیو ستونزو به ولس ژغوري.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې نړیوال بانک ورسره د شل میلیارده ډالره پور ژمنه کړې.

د یادونې ده چې پاکستان اوس مهال له اقتصادي، امنیتي او سیاسي پلوه له سختو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی.

غزه کې پر اوربند هوکړه؛بایډن یې خپله او ټرمپ یې خپله لاسته راوړنه ګڼي

0

په داسې حال کې چې حماس او اسراییل په غزه کې پر اوربند هوکړه وکړه؛ خو د امریکا ولسمشر بایډن او منتخب ولسمشر ټرمپ بیا د دغې هوکړې کریډیټ خپلو ځانونو ته ورکوي.

بایډن ویلي، چې دی د دغې طرحې اصلي طراح دی او د غزې جګړه یې پای ته ورسوله؛ خو ټرمپ وايي چې غزه کې د اوربند ټینګېدو په برخه کې د ده هڅې اغېزناکې وې.

د یادونې ده، چې تېر ماښام دواړو لوریو د شپږو اوونیو لپاره پر اوربند هوکړه وکړه.

بل لورته رویټرز ویلي، چې اسراییلو په تازه بریدونو کې غزه کې ۳۲ تنه وژلي.

ملګري ملتونه:روان کال افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

ملګري ملتونه وايي، روان کال افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

یاد سازمان په یو راپور کې ویلي، چې د دغې خوراځواکۍ یو اساسي علت اقلیمي بدلون دی.

بل لورته په کابل کې د یوناما مشرې روزا اتونبایووا ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شوې اقتصادي ستونزې څېړي.

د یادونې ده، چې افغانستان په لومړنیو شپږو هغو هېوادونو کې دی، چې د اقلیمي بدلون له کبله ډېر ځپل شوی.

د اوربند پر تړون له هوکړې وروسته؛اسرائیلو د غزې یو شمېر سیمې بمبار کړي

0

د اوربند پر تړون له هوکړې څو ساعته وروسته، اسراییلي پوځیانو د غزې سویل رفع او مرکز نصیرت باندې بریدونه کړي.

رویټرز وايي، په دغو بریدونو کې ۳۲ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دواړه لوري تېره شپه ناوخته پر اوربند هوکړې ته ورسېدل.

د هوکړې له مخې په غزه کې به د شپږ اوونیو لپاره اوربند وي او دواړه لوري به د یو بل بندیان خوشې کړي.