شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 681

د اسراییل پوځ:د ۱۷۰۰ فلسطیني زندانیانو د خوشي کولو لپاره چمتووالی نیسو

0

د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې به۱۷۰۰ فلسطینیان ازاد کړي.

اسرائیل ټایمز ورځپاڼې د یاد پوځ په حواله راپور ورکړی، چې تل ابیب به دا بندیان په راتلونکو ورځو کې ازاد کړي.

راپور زیاته کړې چې، په دغه بندیانو کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې کسان په عمري بند محکوم شوي وو.

سرچینه زیاتوي چې تل ابیب به ۱۰۰۰ نور بندیان هم خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د غزې د اوربند هوکړه په رسمي ډول پرون ورځ د قطر په دوحه کې د مذاکره کوونکو لخوا لاسلیک شوه.

پاکستان؛خپله لومړنۍ فضایي سپوږمۍ فضاء ته ولېږله

0

پاکستان خپله لومړنۍ جوړه کړې څارونکې سپوږمکۍ فضا ته لېږلې ده.

رویټرز د پاکستان د فضايي اژانس له قوله ویلي، چې دغه سپوږمکۍ د چین په شمال کې د «جیوکوان» له مرکز فضاء ته توغول شوې.

دا سپوږمکۍ د چین په همکارۍ فضا ته استول شوې، چې د ځمکې له سطحې د معلوماتو او انځورونو راټولولو لپاره په الیکټرو-اپټیکي سینسرونو سمبال شوې او د لمر د منعکسې شوې رڼا یا سطحي وړانګو د پېژندلو او اندازه کولو لپاره کارول کېږي.

بل لورته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د دې سپوږمکۍ توغول د فضايي علم او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې د دغه هېواد مخ پر زیاتیدونکي وړتیاوې ښیي.

ډونالډ ټرمپ؛د چین له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې کړې

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر، شي جېنپنګ سره ټلیفوني خبرې کړې.

رویټرز ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوداګرۍ ترڅنګ په ګڼو نورو مسایلو خبرې اترې کړې دي.

رویټرز د ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي، چې دا خبرې د دواړو هېوادونو په ګټه وې.

عمران خان؛د پاکستان یوې محکمې په ۱۴ کاله او مېرمن یې په ۷ کاله بند محکوم کړې

0

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د فساد په قضیه کې کې د ۱۴ کلونو او مېرمن یې بشرا بي بي د ۷ کلونو په بند محکومه شوې ده.

دا پرېکړه د ایډیاله زندان یوې محکمې کړې.

خان او مېرمن یې په یو نیم میلیون کلدارو ورکړې جریمې هم محکوم شوي دي.

محکمه دا پریکړه داسې مهال کوي چې وړمه ورځ زلمي خلیلزاد ویلي، که د پاکستان حکومت تحریک انصاف ګوند سره خبرې ونه کړي؛ نو ښایي سقوط شي.

د فرانسې ولسمشر؛ د لبنان پلازمینې بیروت ته تللی

0

‏د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د یو لوړ پوړي هئیت په مشرۍ د لبنان پلازمېنې بیروت ته تللی.

نوموړی به په دغه سفر کې د لبنان له ولسمشر جوزف عون او لومړي وزیر نواف سلام سره وګوري.

د اسرائیل او لبنان ترمنځ تر سختو نښتو وروسته دا لومړی ځل دی چې د فرانسې لوړ پوړی پلاوی یاد هېواد ته سفر کوي.

د سنټکام مشر؛د داعش ډلې د بیا فعالیت د مخنیوي په موخه سوریې ته تللی

0

د داعش ډلې د بیا فعالیت د مخنیوي په موخه؛ د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مایکل اریک کوریلا سوریې ته تللی.

په دغه سفر کې له کوریلا سره یو شمېر نور مهم چارواکي هم برخه لري.

د امریکا مرکزي قومندانۍ زیاته کړې چې د دغه سفر موخه په سوریه کې د داعش او ترهګرو ډلو د بیاراپورته کېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په تړاو خبرې کول و.

د بشارلاسد د نظام له سقوط وروسته؛ دا لومړی ځل دی چې د سنټکام قومندان سوریې ته سفر کوي.

د امریکا لارنس پوهنتون:تېرو درېیو کلونو کې ۹۰ سلنه افغانان له فقر او لوږې سره مخ شوي

د امریکا لارنس تخنیکي پوهنتون ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته، شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان له لوږې او فقر سره مخ شوي دي.

دغه پوهنتون د یوې نظر پوښتنې له مخي ویلي، چې ۸۴ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ۸۵ سلنه افغانان د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي.

دغه نظر پوښتنه کې ګډونوالو د بشري مرستو، د بیان ازادۍ محدودیتونو، د ښځو حقونو، خوارځواکۍ او بې‌کارۍ په تړاو نظرونه شریک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو بنسټونو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې.

اسراییلو او حماس؛د غزې د اوربند تړون دوحه کې لاسلیک کړ

0

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د اسراییلو او حماس استازو د جمعې په ورځ په دوحه کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون تړون لاسلیک کړ.

یاد دفتر ويلي، مرکچي پلاوي څو شېبې وړاندې نتنياهو ته زنګ وکړ او د تړون د لاسليکولو اعلان يې وکړ.

د اسراییلو کابینه به په څو ساعتونو کې پر دغه تړون رایه ورکړي.

حامد کرزي؛د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره لېدلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ‎ترکیې له سفیر جنګ اونال سره کتلي.

ښاغلي کرزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او دوستانه اړیکو د یادونې سربیره، د افغانستان له خلکو سره د ترکیې له مرستو په ځانگړي توگه د تعلیم د ودې او تقویی په برخه کې د همکاریو او ‎افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو له ورکړې مننه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې د زیات شمېر تحصیلي بورسونو د ورکړې اعلان کړی، چې افغانستان هم په کې شامل دی.

لوبې له سیاست څخه باید لیرې وساتل شي؛بریتانیا پارلمان مخې ته د کریکټ په ملاتړ لاریون پیل شو

د افغان کرکټ ملي لوبډلې په ملاتړ برېټانیا کې مېشتو افغانانو د دغه هېواد د پارلمان مخته لاریون پیل کړی دی.

دغه لاریون کوونکي په خپلو شعارونو کې وایي:«موږ د نجونو د تعلیم حق هم غواړو او کرکټ هم غواړو.»

دغې غونډه کې بهر مېشتو افغانو مېرمنو هم ګډون کړی او له افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه یې خپل ملاتړ څرکند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې فوزیه کوفي او یو شمېر نورو سیاستوالو د بریتانیې له کرکټ بورډ غوښتي وو چې افغان کرکټ لوبډلې سره لوبې لغوه کړي.