هلمند کې د یوې جهادي مدرسې زده کوونکي ځان وژنه کړې.
دا مدرسه د هلمند په لښکرګاه ښار کې موقیعت لري.
تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې په مدرسو کې له زده کوونکو سره زیات تاوتریخوالی شوی.
هلمند کې د یوې جهادي مدرسې زده کوونکي ځان وژنه کړې.
دا مدرسه د هلمند په لښکرګاه ښار کې موقیعت لري.
تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې په مدرسو کې له زده کوونکو سره زیات تاوتریخوالی شوی.
د تېر جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، د جمهوریت پر وړاندې دسیسه د جمهوریت وروستیو کې جوړه نه شوه؛ بلکې دا دسیسه څه باندې یوه لسیزه وړاندې جوړه شوې وه.
ښاغلي صالح پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ۲۰۱۳ کال دوحې ته دعوت شوی و او هلته کوربه هېواد ورته ویلي وو چې له طالبانو سره وګوري.
نوموړی زیاتوي، ده د کوربه هېواد دا غوښتنه په کلکه رد کړه او وروسته یې هملته د وخت ولسمشر حامد کرزی هم وپوهوو، چې د دغه پلان پر وړاندې ودریږي.
د صالح په خبره، که څه هم کرزي د طالبانو د دوحې دفتر په اړه غبرګون وښود؛ خو کومه پایله یې ورنه کړه.
نوموړی وایي، د یو سم پلان پر اساس د جمهوریت د نړېدو دا پلان شنډېدلای شو؛ خو د جمهوریت له لوري ورته منظم پلان ونه نیول شو.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ضیا سراج وايي، القاعده د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافاتو ته په کتو د دغې ډلې د سقوط مخه نیولې ده.
ښاغلي سراج ویلي، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی شاید په کندهار یا پنجشیر کې وي.
ضیا سراج له یو شمېر خبریالانو سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د مشرتابه په کچه قومي او مذهبي اختلافات تر بل هر وخت زیات شوي، خو القاعده شبکې ددې وضعیت په اداره کولو کې مهم رول لوبولی دی.
سراج زیاته کړې، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د واک د ویش پر سر ژور اختلافات موجود دي.
د هغه په خبره، اوس مهال القاعده ډلې ته د خپلو اهدافو د پوره کولو غوره فرصت برابر شوی دی او دا ډله اوس مهال افغانستان د خپل هغه مرکز په توګه استفاده کوي، له کوم ځای څخه چې خپلو جنګیالیو ته قومنده کوي.
د سراج په خبره، امریکا هم له دې خبرداری لري؛ خو تر هغې چې دا ډله واشنګټن ته ګواښ نه وي، نو ښايي کوم اقدام ونه کړي.
د طالبانو حکومت کابل کې د ۳۰ مسافر وړونکو موټرو پر فعالیت بندیز ولګوه.
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د دغو موټرو پر فعالیت یې بندیز د تخنیکي ستونزو او د څوکیو زیاتوالي له کبله لګولی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې دا پرېکړه یې د مسافرو د امنیت خوندیتوب او د لېږد رالېږد وسایلو د سټنډرډ کولو په موخه کړی دی.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله ۵۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شول.
د ایران په پلازمینه تهران کې نن سهار په یوه برید کې د دغه هېواد د سترې محکمې دوه قاضیان وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی.
د ایران د عدلیې وزارت ویلي، چې دغه دوه قاضیان په یوه تروریستي برید کې ووژل شول.
یاد وزارت ویلي، چې لومړنیو څیړنو کې معلومه شوې چې یاد کس نه د هېواد په ستره محکمه کې دوسیه درلوده او نه هم د دې محکمې د څانګو مراجعه وه.
دوی زیاته کړې، چې د دغه تروریستي عمل څخه سمدستي وروسته، وسله وال کس هم ځان وژنه کړې.
تر اوسه ددغه برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له ولادیمیر پوتین سره یې په کتنه کې افغانستان کې د سولې پر ټینګښت خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو ویلي، چې په دې لیدنه کې د منځني ختیځ او قفقاز پر مسائیلو هم بحثونه شوي دي.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې په سیمه کې یو وار بیا د افغانستان په اړه بحثونه راپورته شوي.
تازه هند او پاکستان ویلي، چې دوی له کابل سره ښې اړیکې غواړي او دغه راز پاکستاني چارواکو له ازبکستاني چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې.
د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د غزې د اوربند په اړه له سکای نیوز سره خبرو کې ویلي، چې په دې برخه کې د ټرمپ رول ډېر مهم وو او هغه په ریښتینې معنی د دغه اوربند لپاره مبارزه وکړه.
د هغه په خبره، د هوکړې دا چوکاټ د غزې له جګړې دوه میاشتې وروسته جوړ شو؛ خو د طرفینو د خبرو او اوربند ته د غاړې نه اېښودو له کبله دا جګړه اوږده شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ غزه کې پر اوربند هوکړه وشوه، چې له کبله به یې غزه کې ۶ اوونۍ اوربند رامنځته شي.
د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (انروا) وایي، ښایي تر اوربند وروسته به غزې ته مرستې زیاتې او د مرستو کاروانونه به په خوندي ډول سیمو ته ورسېږي.
د یادې ادارې مشر ویلي د اوړو او خوړو په ګډون له بشري مرستو ډک ۴ زره ټرېلره یې چمتو دي څو غزې ته ننوځي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزې کې د اوږدې مودې جګړې له کبله میلیونونه خلک مرستو ته اړ شوي.
هند وایي، هڅه کوي چې له افغانستان سره د بشري او پراختیایي همکاریو پر اساس تعامل ته دوام ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال له طالب چارواکو په ځانګړي ډول له امیرخان متقي سره د هندي چارواکو وروستۍ کتنې ته په اشارې ویلي چې دا یې له طالبانو سره د لوړې کچې تعامل دی.
نوموړی وایي، دوی دغه راز د ورزش برخه کې هم له افغانانو سره همکاري کوي او د هند غوره لیګ کې یې هم یو شمېر افغان لوبغاړي اخیستي دي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا ویلي، چې د اوکراین برخلیک به د افغان حکومت په څېر وي.
ټاس خبري اژانس وایي، چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې د اوکراین رژیم به له شرمه ډک سقوط وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د اوکراین رژیم به هم افغانستان کې د امریکا په مرسته جوړ شوي نظام په څېر وپرځیږي.