چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 65

د ایران د بهرنیو چارو وزارت :د امریکا او اسرائیل پوځي اقدام د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هېواد پر ځینو برخو د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل له لوري پوځي بریدونه شوي دي.

په اعلامیه کې یاد بریدونه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف عمل بلل شوی او دغه وزارت دا پېښه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو سرغړونه ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ایران د خپل هېواد د دفاع حق لري او اړوند بنسټونه به د اړتیا په صورت کې لازم اقدامات ترسره کړي.

په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی چې دا ډول اقدامات د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت لپاره اندېښنې زیاتوي.

دغه وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د وضعیت په اړه بېړني او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي.

د اعلامیې پای کې ویل شوي چې ایران به د خپل ملي امنیت او ګټو د خوندي کولو لپاره قانوني لارو چارو کارولو ته دوام ورکړي.

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت:د ایران د بالیستیک توغندیو بریدونه مو شنډ کړي دي

0

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت وایي پر دغه هېواد د ویشتل شويو ایراني بالیستیک توغندیو؛ د هوايي دفاعي سیستمونو په لوړه وړتیا عمل کړی او یو شمېر توغندي یې په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې اړوندو ادارو د ابوظهبي ښار په یوې استوګنیزې سیمې کې د توغندیو د ټوټو د لوېدو له امله د اسیایي هیواد یو وګړی وژل شوی.

د دفاع وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې د ملکي وګړو، ملکي تاسیساتو او ملي بنسټونو په نښه کول په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

دفاع وزارت زیاته کړې چې دا برید د ملي حاکمیت او نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده، او امارات د ځان لپاره د غبرګون بشپړ حق ساتي او کولای شي د خپلې خاورې، خلکو او مېشتو کسانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، څو خپل حاکمیت، امنیت، ثبات او ملي ګټې خوندي وساتي.

دوحه؛قطر په موقت ډول خپل هوایي حریم وتاړه

0

د قطر اییرز یا هوایي شرکت اعلان کړی چې د دې هېواد د هوايي حریم د تړل کېدو له امله یې دوحې ته او له دوحې څخه خپلې الوتنې په موقتي ډول ځنډولې دي.

هوايي شرکت ویلي چې له حکومتي چارواکو او اړوندو ادارو سره نږدې همکاري کوي تر څو له اغېزمنو مسافرو سره مرسته وکړي، او کله چې هوايي حریم بېرته پرانیستل شي، الوتنې به بیا پیل شي.

شرکت زیاته کړې چې د عادي فعالیتونو له بیا پیل وروسته ښايي د الوتنو په مهالوېش کې ځنډونه او بدلونونه رامنځته شي.

همدارنګه، په حماد نړیوال هوایي ډګر او نورو مهمو هوايي ډګرونو کې اضافي ځمکني کارکوونکي ګومارل شوي، تر څو له اغېزمنو مسافرو سره مرسته وکړي.

تازه خبر؛د قطر، بحرین او کویټ سربیره په سعودي عربستان کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي

0

د لومړنیو راپورونو له مخې، د قطر، بحرین او کویټ ترڅنګ په سعودي عربستان کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې پر ایران د امریکا او اسرائیل له لوري د ګډو او هممهالو پوځي بریدونو وروسته، ایران په سیمه کې د امریکا ځینې پوځي اډې په نښه کړې دي.

تر اوسه په دې اړه، کره جزییات نه دي خپاره شوي.

تازه؛ د قطر، بحرین او کویټ په پلازمېنو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

0

عربي رسنیو راپور ورکړی چې د دوحه، منامه او کویټ ښار په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغو پېښو د څرنګوالي او احتمالي زیانونو په اړه لا تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي بریدونه پیل شوي او ایران ښایي په سیمه کې د امریکا پوځي مرکزونه تر هدف لاندې راوستي.

حمد الله فطرت:یوازې له تیرې شپې راهیسې پاکستاني پوځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴تنه ملکي خلک وژلي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، پاکستاني ځواکونو تېره شپه او نن سهار پر کندهار او کونړ ولایتونو درانه بریدونه کړي چې له امله یې ملکي تلفات اوښتي دي.

د فطرت په وینا، نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د تخته پل ولسوالۍ اړوند د جبري راستنېدونکو کډوالو پر موقت پنډغالي (انځرګي کمپ) هوايي برید شوی.

هغه زیاته کړې چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳ ملکي کډوال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

بلخوا، تېره شپه د اسعدآباد ښار اړوند د ډنډونو د بېلي په سیمه کې د لیري واټن ویشتونکو توپونو ډزې شوي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي پکې وژل شوي او یو تن ټپي دی.

همداراز د ناړۍ ولسوالۍ کې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې د غرنیو هاوانونو او توپونو د ډزو له امله ۴ تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دغو درېیو پېښو کې ټولټال ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ټرمپ ایراني وګړو ته:خوندي ځایونو کې پناه واخلئ؛ د بریدونو تر پای وروسته به ستاسو وار وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایراني وګړو غوښتي چې په کورونو له امریکایي بمونو خوندي پاتې شي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، ترهغه په کور پاتې شئ، ترڅو چې مونږ حکومت نسکور کړو، بیا دا حکومت د ایران د خلکو دی او تاسې ته سپارل کیږي.

ټرمپ پر ایران تور پورې کړی چې په بېلابېلو هېوادونو کې یې بې‌ګناه خلک وژلي او د کلونو په اوږدو کې د امریکايي سرتېرو د مرګ‌ژوبلې مسوول پاتې شوی دی.

نوموړي همداراز ایران «د ترهګرۍ ملاتړی هېواد» بللی دی.

هغه په ټینګار ویلي چې ایران ته به هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

ټرمپ د ایران له ملي ګارډ، پوځ او پولیسو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او ډاډ یې ورکړی چې په دې صورت کې به مصونیت ولري، کنه د مرګ له برخلیک سره به مخ شي.

نوموړي ادعا کړې چې په ایران کې د رژیم د نسکورېدو بهیر روان دی.

بیړنی خبر؛ ډونالډ ټرمپ پر ایران د برید اعلان وکړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې څو شیبې وړاندې یې په ایران برید پیل کړی دی.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې ددې بریدونو څخه یې موخه د امریکایي وګړو څخه دفاع ده.

امریکایي ولسمشر زیاته کړې، په تیرو ۴۷ کالو کې ایراني رژیم «مرګ په امریکا» شعار ورکاوه او په دې بریدونو غواړي د احتمالي ګواښ مخه ونیسي.

په ایران، د امریکا او اسرائیلو برید؛دغه هېواد خپل هوایي حریم وتاړه

0

په ایران د امرېکا او اسرائیلو د برید وروسته دغه هیواد خپل هوایي حریم وتاړه.

د ایران د هوایي سازمان ادارې ویاند مجید اخوان وایي، د دغه هیواد هوایي حرېم د هر ډول الوتنو پرمخ تر دوهمې اطلاع پورې تړل شوی دی.

د اسرائیلو د راپور له مخې شاوخوا دیرش سیمې په ایران کې په نښه شوي دي.

تازه خبراسرائیلو پر ایران بریدونه کړي

0

د راپورونو له مخې، اسرائيل پر ايران هوايي بریدونه کړي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په پلازمېنه تهران کې د دریو سترو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران ځايي سرچینو ویلي، چاودنې د ښار په بېلابېلو برخو کې شوې دي، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې او احتمالي زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته د اسرائیلو دفاع وزیر اعلان کړی چې پر ایران یې وار مخکې کړی او دغه بریدونه د دوی له لوري ترسره شوي دي.

نوموړي ادعا کړې چې دا ګام د امنیتي اندېښنو په ځواب کې اخیستل شوی، خو د بریدونو د هدفونو او پراخوالي په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه د ایران چارواکو د بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.