نن شپه د انګلېنډ په کوربتوب، د دولس هېوادونو د ښځینه کرکټ ملي لوبډلو په ګډون د ښځو د شل اووریز نړیوال جام سیالۍ پیلیږي.
دا د ښځو د شل اووریز نړیوال جام لسم پړاو دی چې د انګلېنډ په اوو بېلابېلو لوبغالو کې به ټولې ۳۳ لوبې ترسره شي او د جولای تر ۵مې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې ګډون کوونکې ۱۲ لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي چې هره لوبډله به د خپل ګروپ له نورو لوبډلو سره لوبې وکړي او بیا به د دواړو ګروپونو مخکښې دوه ـ دوه لوبډلې نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي.
د افغانستان کډواله ښځینه کرکټ لوبډله هم د شل اووریز نړیوال جام د سیالیو کتلو ته وربلل شوې او هلته به د تمریناتو لپاره ځانګړي فرصتونه هم وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې دا وخت نړۍ د بېلابېلو ورزشونو په کوربتوب بوخته ده، په بېلابېلو هېوادونو کې د کرکټ لوبډلو ترمنځ خپلې منځي دوه اړخیزې او درې اړخیزې نړیوالې لوبې روانې دي او همداراز امریکا، کاناډا او مکسیکو د فوټبال ملي لوبډلو او زرګونو مینه والو کوربه دي.

