جمعه, جون 12, 2026
Homeکورپاڼهجرمني؛د امنیتي سرغړونې له امله د هامبورګ هوايي ډګر تخلیه او الوتنې...

جرمني؛د امنیتي سرغړونې له امله د هامبورګ هوايي ډګر تخلیه او الوتنې وځنډېدې

د جرمني د هامبورګ هوايي ډګر کې د امنیتي سرغړونې له امله ټول ټرمینلونه او د الوتنو چارې په موقتي ډول ځنډول شوې دي.

د راپورونو له مخې، یو ناپېژندل شوی کس د هوايي ډګر خوندي سیمې ته ننوتی و، چې له امله یې فدرالي پولیسو د امنیتي ساحو د تخلیې عملیات پیل کړل او پراخه پلټنې یې ترسره کړې.

جرمن پولیسو وروسته یو شکمن کس نیولی او د پېښې په تړاو یې څېړنې روانې کړې دي.

د امنیتي تدابیرو له امله د الوتنو د وتلو بهیر هم درول شوی و.

چارواکو ویلي، هغه ټول مسافر چې له امنیتي تلاشۍ تېر شوي وو، له ټرمینل څخه ایستل شوي او اړ شوي چې د سفر له دوام مخکې یو ځل بیا امنیتي معاینه ترسره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here