چهارشنبه, جون 17, 2026
Homeکورپاڼهافغان ابدالیانو؛خپله ډېره مهمه لوبه وبایلله

افغان ابدالیانو؛خپله ډېره مهمه لوبه وبایلله

افغان ابدالیانو نن خپله درېیمه او ډېره مهمه لوبه د هند الف لوبدلې ته وبایلله.

نن د دغې مهمې لوبې پچه هم افغان ابدالیانو ګټلې وه خو د لومړۍ پاڼۍ لوبولو وار یې هندۍ لوبډلې ته ورکړ. سیالې لوبډلې په ۵۰ اوورونو کې د نهه لوبغاړو په زیان ۳۲۰ منډې هدف جوړ کړ.

د افغانستان لپاره توپ اچوونه کې فریدون داوودزي، عبدالله احمدزي او فرمان الله صافي دوه- دوه او ظاهر خان یو وېکټ واخیسته.

په دویمه پاڼۍ کې افغان ابدالیانو که څه هم په لومړیو کې ښه توپ وهنه وکړه او د منډو او پاتې توپونو شمېر یې سره برابر کړی وو خو وېکټو ورسره یاري ونه کړه او په ۳۷ اوور کې چې ۲۱۸ منډې یې جوړې کړې وې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۱۰۱ منډو په ستر توپیر وبایلله.

په توپ وهنه کې بهیر شاه محبوب ۵۷، فیصل شینوزاده ۴۶ او لوبډلمشر عمران میر ۳۲ ډېرې منډې وکړې.

اوس د افغان ابدالیانو لپاره پای لوبې ته تګ خورا ستونزمن شو ځکه دا مهال یوازې دوه پواینټونه او منفي ۱.۶۰۲ نېټ رن رېټ لري چې په جدول کې هم د ټولو وروستۍ ده.

د افغانستان را روانه لوبه د سریلانکا پر وړاندې ده او اړتیا ده چې باید په ستر توپیر یې وګټي خو که په کم توپیر یې هم وګټي او نېټ رن رېټ یې منفي یا له هندۍ لوبډلې کم وي، هم وبه نه شي کولی له سریلانکا سره پای لوبې ته ووځي، بیا به پایلوبه د هند او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here