سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 634

احمد الشرع؛له سعودي عربستان څخه انقرې ته لاړ

0

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع له سعودي عربستان څخه ترکیې ته لاړ.

د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې له احمد الشرع سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني هم ملګری دی.

د یادونې ده چې احمد الشرع ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ورتګ بلنه ورکړې وه.

د سویډن؛په یوه ښوونځي کې ۵ تنه زده کوونکي ويشتل شوي

0

سویډن کې په یوه ښوونځي کې پنځه تنه زده کوونکي په ډزو وژل شوي دي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې برید د اوریبرو په ښار کې په یوه ښوونځي کې شوی دی.

د سویډن پولیسو ویلي، چې تر اوسه د ټپیانو د کره شمېر په اړه معلومات نشته.

ددغه برید د نوعیت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

ملا عبدالغني برادر؛د یوناما له مرستیال سره کتلي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د یوناما له مرستیال ایندریکا راتوات سره کتلي.

په دې لېدنه کې ملا برادر له یاد بنسټ څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو په توزیع کې شفافیت رامنځته او خپلې مرستې دې پراختیايي برخو ته واړوي.

دغې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې دوی د طالبانو له حکومت سره په همغږۍ خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان بزګرانو د ملاتړ په موخه به پر هغوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشي او کوچني بندونه به جوړ او کاریزونه به پاک کړي.

ملګري ملتونه:سراج الدین حقاني د عمرې حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی

‏د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د عمرې حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی دی.

د امنیت شورا ویلي، چې پر ښاغلي حقاني د لسو ورځو لپاره د سفر بندیز لیرې شوی.

د یادې شورا د اعلامیې پر بنسټ، دا بندیز د ۲۰۲۵زيږديز کال د جنورۍ له ۲۳مې څخه د فبرورۍ تر ۳مې پورې اعتبار لري، او موخه یې سعودي عربستان ته د نوموړي سفر د عمرې د مراسمو د ادا کول بلل شوي دي.

ښاغلي حقاني سعودي عربستان ته په سفر کې د متحده عربي اماراتو د حکومت له مشر سره هم کتلي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د سوريې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع هم د عمرې حج ادا کړ او ددغه هېواد د چارواکو له لوري یې تود هرکلی وشو.

تاجکستان؛په یوه زندان کې د بندیانو او د زندان د مامورینو ترمنځ نښته کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د تاجکستان دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت اړوند په یوه زندان کې د بندیانو د یوې ډلې له خوا په ډزو کې درې بندیان وژل شوي او د زندان درې کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د خاور خبري اژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ یوې ۹ کسیزې ډلې له زندان څخه د تېښتې هڅه وکړه او د زندان پر مامورینو یې په چاقو برید وکړ.

د يو بل خبر له مخې، د زندان د مامورينو په ډزو کې درې تنه بنديان وژل شوي؛ خو اوس په زندان کې وضعيت عادي شوى دى.

دغه زندان د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې موقعیت لري او د دغه هېواد له مهمو زندانونو څخه دی چې د تاجکستان د عدلیې وزارت تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

ډونالډ ټرمپ؛نریندرا مودي ته راتلونکې اوونۍ امریکا ته د ورتګ بلنه ورکړې

0

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته راتلونکې اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې بلنه ورکړې ده.

تر اوسه امریکايي او هندي چارواکو واشنګټن ته د مودي د احتمالي سفر د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۷ مه له نریندرا مودي سره خبرې کړې وې.

د یادونې ده، چې د ټرمپ له خوا د مودي د بلنې د خبر له خپرېدو څو ساعته مخکې، یوه امریکايي پوځي الوتکه چې ایستل شوي هندي کډوال یې لېږدول، هند ته ولاړه.

سوډان؛په تازه نښتو کې ۶۵ تنه وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي

0

د سوډان روغتیایي چارواکي وایي، چې د دې هیواد په جنوب او لویدیځ کې د پوځ او ملیشو تر منځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه ۶۵ تنه وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د دغه هېواد روغتیایي سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې یو توپ د سودان په جنوب کې د کوردوفان په سیمه کې لګیدلی، لږ تر لږه ۴۰ تنه پکې وژل شوي او ۷۰ نور یې ټپيان کړي دي.

ویل کېږي، چې دغه برید د سوډان ولس آزادۍ غورځنګ په نامه یوې ملیشې کړی چې مشري یې د عبدالعزیز الهیلو په نامه یو تن کوي.

د یادونې ده، چې تر اوسه د سوډان په جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰زره رسېږي او څه باندې ۱۲ میلیونه وګړي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

مارک روبیو:پر ایران باید فشارونه نور هم زیات کړو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې دوی باید پر ایران فشارونه لا زیات کړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه فکر کوي چې د ایران په وړاندې باید د فشار اعظمي ستراتیژي بیرته راشي، وویل: «زه فکر کوم چې موږ باید پر ایران ډیر فشار راوړو چې خپل فعالیتونه ودروي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویب پاڼې د راپور له مخې، روبیو ویلي، چې تهران غواړي اټومي وسلې ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له راستنېدو وروسته د تهران چارواکو په بېلابېلو حالاتو کې له امریکا سره د خبرو اترو لېوالتیا ښودلې ده؛ خو ډونالډ ټرمپ تر اوسه د تهران د خبرو اترو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

ډونالډ ټرمپ:زه د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د دوام تضمین نشم کولای

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ډیر تاوتریخوالی شتون لري او د دې هیڅ تضمین شتون نلري چې په غزه کې اوربند به دوام ومومي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې زه دا تضمین نشم کولی چې د اسراییلو او حماس ترمنځ به سوله تامین شي.

په همدې حال کې د منځني ختیځ لپاره د هغه ځانګړي استازي ویلي، چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو تبادلې تړون اوس پر ځای دی.

د یادونې ده چې په غزه کې درې پړاويز اوربند د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه د قطر، مصر، او امريکا په منځګړیتوب د اسراييلو او حماس تر منځ رامنځته شو او له هغه مهاله لسګونه اسراييلي او فلسطيني بنديان خوشې شوي دي.

یو شمېر عربي هېوادونو;د فلسطینیانو د بې ځایه کولو د پلان مخالفت کړی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو ته ‏د اردن، مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو او یو فلسطیني چارواکي لیک لېږلی او د فلسطینیانو د بېځایه کولو د پلان څرګند مخالفت یې کړی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې دغه لیک تېره ورځ لېږل شوی.

د یادونې ده، چې له غزې د فلسطینیانو د ایستلو وړاندیز د روان کال د جنوري میاشتې په پای کې د ډونالډ ټرمپ له لوري وړاندې شوی و.

ټرمپ د اردن او مصر هېوادونو ته ویلي و چې لا زیاتو فلسطینیانو ته پخپلو هېوادونو کې ځای ورکړي.