سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 633

جنوبي وزیرستان؛درې پاکستاني پولیس د نامعلومه کسانو له لوري تښتول شوي

0

جنوبي وزیرستان څخه نامعلومه وسله والو درې پولیس د هغوی له کورونو تښتولي دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې دا درې پولیس عسکر د جنوبي وزیرستان د لدهې د زنګړه کلي څخه وسله والو تښتولي دي.

پولیسو زیاته کړې، چې د تښتول شویو پولیس عسکرو د راخلاصولو لپاره سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

تښتول شوي پولیس د حکمت یار، اسحاق او اسد الله په نومونو دي.

سویډن؛پر یوه ښوونیز مرکز برید کې ۱۱ تنه وژل شوي

0

د سویډن چارواکو ویلي، چې پر یوه ښوونیز مرکز د برید په ترڅ کې د وسله وال بریدګر په ګډون شاوخوا ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د سویډن لومړي وزیر دا پیښه د خپل هیواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پیښه وبلله.

دغه خونړی برید د اوروبرو په ښار کې شوی دی.

د سویډن پولیسو تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت او عمر په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم نه دي ویلي، چې دوی زده کوونکي وو که ښوونکي.

بل لورته یو شمېر رسنیو ویلي، چې مشکوک بریدګر له برید وروسته پر ځان ډزې کړې، خو پولیسو تر اوسه دغه راپورونه نه دي تایید کړي.

د اسماعلیه‌و مذهبي مشر؛کریم آغا خان د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

0

د لویې شتمنۍ خاوند او د اسماعلیه‌و یو له مذهبي مشرانو کریم اغا خان، د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال پلازمېنه لېزبون کې ومړ.

‏د مرکزي بشردوستانه سازمان د آغا خان پر مړینه د هغه کورنۍ او په ټوله نړۍ کې اسماعیلیه ټولنې ته تسلیت ویلی دی.

اغا خان چې د اسونو د بریاوو او پراختیايي فعالیتونو له امله مشهور و د اسماعلیه‌و ۴۹ مؤرثي امام هم ګڼل کېده.

ډونالډ ټرمپ له نتنیاهو سره لیدنه کې:امریکا غواړي چې د غزې تړانګه ونیسي

0

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې امریکا به د غزې تړانګې کنټرول په غاړه واخلي.

ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.

ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا به د غزې واکداره وي او په سیمه کې د ټولو ناچاودو بمونو او نورو خطرناکو وسلو د خنثی کولو مسؤلیت به په غاړه واخلي.

د امریکا ولسمشر:په ایران د سخت فشار سند لاسلیک کړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د سخت فشار راوستلو لپاره یو مهم سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې امریکا له ایران څخه نورو هیوادونو ته د تیلو د خرڅلاو مخه ونیسي.

راشد خان؛په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ د تکړه بالر ریکارډ خپل کړ

0

راشد خان د جنوبي افریقا په شل اوریز لیګ کې د دونیت ویلالاګي په اوټ کولو سره د ۶۳۳ ویکټو په پوره کولو د نړۍ لومړنی تکړه بالر اعلان شو.

د سویلې افریقا د کرکټ لیګ په لوبه کې د ممبۍ انډین کپټاون لوبډله د راشد خان په کپټانۍ کې د دې جام پای لوبې ته ووتله.

راشد خان په ۴۶۱ شل اوریزو لوبو کې ۶۳۳لوبغاړي سوځولي چې یاد مقام یې خپل کړ.

پاکستان؛په خیبر پښتونخوا کې د وژل شوي طالب بدرالدین یوسف جسد د ” خوارجي” په نوم تابوت کې د طالبانو حکومت ته وسپارلو.

د طالبانو حکومت د بادغیس د مرستیال والي بدرالدین زوی چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی و جسد یې طالباني چارواکو ته وسپارل شو.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت د جسد له سپارلو انکار کړی و، او ویلي یې وو چې له موږ سره نشته، خو اوس یې جسد په داسې حال کې ور وسپارلو چې په تابوت یې ورته د خوارج نوم لیکلی دی.

د بدرالدین زوی په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو پر ټرینینګونو ګمارل شوی و، چې څو ورځې وړاندې د دیره اسماعیل خان په کلاچې سیمه کې ووژل شو.

ذبیح الله مجاهد:سراج الدین حقاني په خپل هېواد کې دی

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له سفر څخه راستون شوی او اوس په خپل هیواد کې دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وویل چې سراج الدین حقاني ته یې د لسو ورځو لپاره معافیت ورکړی و چې د عمرې حج ادا کړي.

د یادونې ده چې عربستان ته تر تګ وړاندې سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و او ددغه هېواد له مشر سره یې کتلي و.

کندز؛د طالبانو پر امنیه قومندانۍ چاودنه شوې

سرچینې وایي، چې په کندز ښار کې د طالبانو پر امنیه قومندانۍ چاودنه شوې.

سرچینې زیاتوي، چې دغه چاودنه نن ماښام ۷ بجې د طالبانو د امنیه قومندانۍ پر ودانې شوې.

تر اوسه د دې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان؛یو افغان کډوال د کډوالۍ بهیر د ځنډ له امله ځان وژلی

پاکستان کې یو افغان د کډوالۍ غوښتنې په بهیر کې د ځنډ له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

سرچینې وایي، چې د دغه افغان کډوال کاناډا ته د تګ بهیر ځنډېدلی و، چې له امله یې بیګا شپه د اسلام اباد په یو ګېسټ هوس کې ځان‌ زندۍ کړی.

سرچینې زیاته کړې، چې دا افغان شېر نومېده او د پنجشېر اوسېدونکی و.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته ډېر شمېر افغانان کډوالۍ ته مجبوره شوي او دوی په بهرنیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.