سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 632

ازبکستاني رسنۍ؛ازبکستان کې د افغانستان له الوتکو څخه اووه بلک هاک الوتکې امریکا ته ورکړل شوې

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پخواني افغان حکومت اووه بلک هاک الوتکې، چې ازبکستان ته وړل شوې وې؛ بېرته امریکا ته ورکړل شوې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پنټاګون ویلي، چې له دغو الوتکو څخه په نورو مناسبو ځایونو کې ګټه اخلي.

تر دې وړاندې بیا ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي وو، چې پخواني افغان حکومت ته د دوی ورکړل شوې ۲۲ نظامي او ۲۴ نورې الوتکې ازبکستان کې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت دفاع وزارت له ازبکستان غوښتي وو چې دغه الوتکې ور وسپاري.

د طالبانو حکومت؛له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې غندلې

د طالبانو حکومت د ډونالډ د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه شوې څرګندونې غندلې.

د طالبانو حکومت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

اعلامیه کې راغلي، چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د نړۍ با اثر هېوادونه باید ددې ډولو توطئو پر وړاندې ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې پوځي تجهیزات د طالبانو د حکومت شتمني ده.

عبدالقهار بلخي له سي‌بي‌ایس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې خلک د خپلو ملي شتمنیو پر سر معامله نه کوي او نه یې کوم چاته پرېږدي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو حکومت غواړي د جګړې فصل ته د پای ټکی کېږدي او له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.

نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه چې طالبان دې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته وسپاري.

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې پوځي تجهیزات د طالبانو د حکومت شتمني ده.

عبدالقهار بلخي له سي‌بي‌ایس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې خلک د خپلو ملي شتمنیو پر سر معامله نه کوي او نه یې کوم چاته پرېږدي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو حکومت غواړي د جګړې فصل ته د پای ټکی کېږدي او له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.

نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه چې طالبان دې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته وسپاري.

هلمند؛طالبانو د بهرامچې اوسېدونکو ته د پاکستاني پوله ساتو سره د احتمالي جګړې له امله د کورونو پرېښودو امر کړی

سرچینې وایي، چې د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د احتمالي نښتې د رامنځته کېدو له امله ځایي طالبانو د سیمې خلکو ته ویلي، چې له خپلو کورونو څخه ووځي.

سرچینو ویلي، چې طالبانو د سیمې خلکو ته د کورونو د پریښودو ویلي او زیاته کړې یې ده چې پاکستاني پوله ساتو د طالبانو د یوې پوستې د جوړیدو ممانعت کړی چې له امله یې لفظي تاوتریخوالی منځ ته راغلی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې خبر په تړاو څه نه دي ویلي.

دین محمد حنیف؛د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره کتلي

‏د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف په کابل کې د جاپان له سفیر، تاکایوشي کرومایا، سره لیدلي دي.

د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د ښه والي، د بشري مرستو د موثریت او دوام په اړه بحث کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، په کابل کې د جاپان سفیر اعلان کړی چې جاپان به په روان زیږدیز کال کې د بېلابېلو برخو لپاره خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

حلیم فدایي:د طالبانو امیر کندهار ځکه د خپل مرکز په توګه غوره کړی چې له ویزې پرته د ډیورنډ هغې خوا تګ ممکن دی

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي وایي، چې شیخ هبت‌الله یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ نه دی.

ښاغلي فدایي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو پټ او مستعار امیر نه یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ ژوند کوي، بلکې کندهار یې ځکه د خپل مرکز په توګه غوره کړی چې هلته پرته له ویزې د ډیورنډ کرښې هغې خوا ته تګ ممکن دی.

هغه ویلي: «نوموړی په دې باور دی چې که د سقوط امکان رامنځته شي، له کندهاره پاکستاني اسټبلېشمنټ کمپونو ته ژر او په اسانه انتقالېدلی شي، په داسې حال کې چې په کابل کې دغه انتقال وخت نیسي او د نیول کېدو خطر هم ورسره تړلی دی.»

د طالبانو حکومت؛د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره

د جمهوریت نږدې تکمیله شوې پروژه “کمال خان بند” له څه کم څلور کاله ځنډ وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دا بند نن د دوی د یو شمېر چارواکو په شتون کې پرانېستل شو.

طالبانو د نیمروز تر نیولو وروسته، سمدلاسه د دغه بند اوبه ایران ته ور خوشې کړې وې.

د یادونې ده چې کمال خان بند د افغانستان له حیاتي بندونو څخه دی، چې چارې یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دوره کې بشپړې شوې وې.

سراج الدین حقاني او احمد الشرع؛ د دوو لارښوونکو توپیرونه او سیالي

0

لیکوال: ذبیح الله خورشيدي
د اسلامي خوځښتونو په سیاسي ډګر کې، سراج الدین حقاني او احمد الشرع دوه داسې څېرې دي چې د جګړې له لارو راوتلي، خو په بیلابیلو لارو روان شوي دي. دواړه د خپل نفوذ، مبارزې او فکري انګیزو له مخې مهم شخصیتونه ګڼل کېږي، خو د دوی ترمنځ ژور توپیرونه شته—داسې توپیرونه چې نه یوازې د دوی سیاسي تګلاره بېلوي، بلکې د سیمې راتلونکی هم پرې اغېزمن کېږي.

سراج الدین حقاني: د جګړې د سیوري څخه د سیاست تر پیچومو

سراج الدین حقاني، چې د طالبانو د حقاني شبکې مشر پاتې شوی، د جګړې په ډګر کې د سخت دریځۍ یو سمبول و. هغه د افغان جګړې یوه محوري څېره وه، چې د وسله‌والو عملیاتو له لارې یې شهرت وموند. د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته، نوموړي هڅه وکړه چې خپل جنګي شهرت د سیاسي تفکر په چوکاټ کې وړاندې کړي. د کورنیو او نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې ګامونه واخیستل، خو لا هم د شکونو او اندېښنو سیوری ورسره و.

د هغه تر ټولو ستر چیلنج دا و:

څنګه کولای شي د سخت دریځو د ملاتړ له لاسه ورکولو پرته، د نړۍ مشروعیت تر لاسه کړي؟

څنګه خپل دریځ نرم کړي، خو په عین حال کې د طالبانو د سخت دریځې اډانې ملاتړ وساتي؟

د ده د سیاست پایله دا شوه چې د طالبانو داخلي اختلافونه راڅرګند شول، او نړیوالو لا هم د دوی پر نیتونو باور ونه کړ.

احمد الشرع: د ملي یووالي پر لور یو نوی لیدلوری

په مقابل کې، احمد الشرع د یو بل فکري جریان استازیتوب کوي. که څه هم نوموړی د وسله‌والې مبارزې له لارې راڅرګند شو، خو د قدرت تر لاسه کولو سره یې د سیاست نوی مسیر غوره کړ. هغه د یوې ډلې مشر نه، بلکې د یو ملت استازی شو. د سوریې ملي بیرغ ته یې وفاداري اعلان کړه، او هڅه یې وکړه چې د مذهبي سخت دریځۍ پر ځای، د ملي یووالي یو نوی تعریف وړاندې کړي.

احمد الشرع درې مهم بدلونونه راووستل:

1. د مذهبي ایدیولوژۍ پر ځای ملي هویت ته ترجیح – هغه د سوریې ملي بیرغ ته غېږ ورکړه، او هڅه یې وکړه چې ملت متحد کړي.

2. د نړیوالو سره د رغنده اړیکو جوړول – هغه د یو منزوي رهبر پر ځای، د سیاست نړیوال ډګر ته راووته.

3. د جګړې پر ځای د سولې لاره – د جګړې د دوام پر ځای، هغه هڅه وکړه چې یو سیاسي ثبات رامنځته کړي.

پایله: څوک به راتلونکی جوړ کړي؟

سراج الدین حقاني لا هم د داخلي ستونزو   او نړیوالو فشارونو تر منځ راګیر دی، چې نه نړیوال مشروعیت لري او نه یې ټول ځواک په لاس کې ده.
هغه خپل مشر قانع نه شوای کړای چې د انجونو او ښځو پر وړاندې له خپل سخت دریځ په شا شي او داسې سیاسي چوکاټ ترسیم کړي چې ټول افغانان په کې خوشحاله اوسي.

په مقابل کې، احمد الشرع د ملي یووالي، سوله‌ ییز سیاست او نړیوال تعامل له لارې یو نوی فرصت پیدا کړی. که څه هم دواړه د جنګ له خاورو را پورته شوي، خو د دوی لاره بېله ده—یو یې لا هم د تېرې مبارزې بار وړي، بل یې د راتلونکي د جوړولو خوب ویني.

تاریخ به پرېکړه وکړي چې څوک به بریالی وي، خو تر دې دمه، احمد الشرع د نوي دور استازی ښکاري

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

سعودي عربستان:موږ د یو داسې فلسطین غوښتونکي یوو چې مرکز یې ختیځ قدس وي

0

سعودي عربستان غزې کې د امریکا مداخلې او د فلسطین جوړولو په اړه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی به د یو خپلواک فلسطیني دولت لپاره هڅې ونه دروي.

د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سعودي د داسې فلسطین غوښتونکی دی، چې مرکز یې ختیځ قدس وي.

اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غزې د ارضي تمامیت نیول، ځینې سیمې الحاق کول او یا هم هلته استعمار په کلکه ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ ویلي وو، پلان لري چې غزه ونیسي.

د پاکستان لوړ پوړي قومندانان:د ټي‌ټي‌پي له لوري د افغانستان له خاورې پرلپسې استعمال اندېښمن کړي یوو

په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر په مشرۍ د پوځ د لوړ پوړو قوماندانانو په کنفرانس کې لوړ پوړو پاکستاني قوماندانانو یو ځل بیا د پاکستاني وسله والو له خوا د افغانستان له خاورې د پرله پسې استعمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

دوی له افغان طالبانو د ټي‌ټي‌پي د پر وړاندې چې په وروستیو میاشتو کې یې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي، د کوټلي اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د پاکستان له خوا د پرېکنده او قاطع اقداماتو پر اړتیا ټینګار وشو.

دا غونډه څو ورځې وروسته له هغې جوړه شوه چې په بلوچستان کې ۱۸ پاکستاني پوځیان د وسله والو له خوا ووژل شول.