جمعه, جولای 17, 2026
Home Blog Page 62

ایران؛د میناب ښوونځي د برید په اړه د واشنګټن او تهران ترمنځ اختلافات

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د میناب د یوې ښوونځي د پېښې په اړه د راپورونو په اړه ویلي چې تر اوسه د څېړنو پایله نه ده معلومه او باید رسمي تحقیقات بشپړ شي.

هغه ویلي چې لا تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی لیدل شوی چې دا پېښه دې د امریکا د ځواکونو له لوري شوې وي، او ټینګار یې کړی چې په هغه وخت کې د سیمې په فضا کې له بېلابېلو لورو توغندي توغول کېدل.

د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي چې موضوع جدي څېړل کېږي او وروستۍ پایلې به وروسته اعلان شي.

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي دا پېښه “جګړه‌ییز جنایت” بللې او ویلي یې دي چې د هرمزګان ولایت په میناب کې پر یو ښوونځي برید د ګڼو ماشومانو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی.

هغوی د دې پېښې د ټولو مسوولینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

راپورونه:موساد د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منير د ترور پلان درلود

د خپرو شویو راپورونو له مخې ادعا شوې چې د اسراییل استخباراتي ادارې «موساد» پلان درلود چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير هغه مهال هدف وګرځوي چې نوموړی د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو لپاره په سویس کې موجود و.

په دغو راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت د دې ادعا شوې پلان په غبرګون کې اسراییل ته پیغام لېږلی او خبرداری یې ورکړی: که زموږ پلاوي ته زیان ورسول شي، سخت غبرګون به وښودل شي.

تر اوسه پورې د دې ادعاوو په اړه د اسراییل یا پاکستان له لوري رسمي تایید نه دی شوی.

داکتر عصمت‌الله مجددی از ترکیه به افغانستان بازگشت

داکتر عصمت‌الله مجددی مشاور پیشین شورای امنیت ملی افغانستان و فرزند مرحوم حضرت صبغت‌الله مجددی از طریق کمیسیون تماس با شخصیت‌های افغان از ترکیه به کشور بازگشت.

براساس معلومات منتشرشده وی هنگام ورود به افغانستان از استقبال مسئولان این کمیسیون ابراز خرسندی کرده و بازگشت به وطن را مایه خوشحالی خود دانسته است.

کمیسیون تماس با شخصیت‌های افغان در سال‌های اخیر تلاش کرده است تا زمینه بازگشت شماری از شخصیت‌های سیاسی، علمی و اجتماعی افغان مقیم خارج از کشور را فراهم سازد.

د ښځو د ډیپلوماسۍ نړیواله ورځ؛د ښځو د ونډې او مشرتابه پر اهمیت ټینګار

د جون ۲۴مه د ښځو د ډیپلوماسۍ نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

دا ورځ د نړۍ په کچه په ډیپلوماسۍ، سولې جوړونې او نړیوالو اړیکو کې د ښځو د ونډې، مشرتابه او اغېزمن حضور د ستاینې لپاره ځانګړې شوې ده.

ملګرو ملتونو دغه ورځ د دې لپاره نومولې چې د بهرنۍ پالیسۍ، خبرو اترو او د شخړو د حل په برخو کې د ښځو ونډه لا پیاوړې شي او د تصمیم نیونې په کچه د هغوی حضور ته زمینه برابره شي.

د ښځو د ډیپلوماسۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې ډول افغانستان کې ښځې لا هم د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون له محدودیتونو سره مخ دي.

آزادی ۳۴۴ مهاجر افغان از زندان‌های پاکستان و بازگشت آنان به کشور

وزارت امور مهاجرین و عودت‌کنندگان حکومت طالبان اعلام کرده است که در جریان هفته جاری، ۳۴۴ مهاجر افغان از زندان‌های پاکستان آزاد شده و به افغانستان بازگشته‌اند.

بر اساس خبرنامه این وزارت این افراد به دلیل نداشتن اسناد قانونی اقامت، برای مدت‌های متفاوت در زندان‌های پاکستان نگهداری می‌شدند.

به گفته وزارت امور مهاجرین مهاجران آزادشده از طریق گذرگاه‌های تورخم و سپین بولدک وارد کشور شده و پس از دریافت کمک‌های بشردوستانه، به مناطق اصلی سکونت خود منتقل شدند.

اصیلا وردګ:تاریخ به پر افغان ښځو شوې بې‌عدالتي هېره نه کړي

د ښځو د ډیپلوماسۍ نړیوالې ورځې په مناسبت، پخوانۍ افغان ډیپلوماتې اصیلا وردګ ویلي چې افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه په پراخه کچه محرومې شوې دي.

هغې په خپلو څرګندونو کې ویلي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې له زده‌کړو، کار او ډیپلوماتیکو فعالیتونو څخه منع او لرې ساتل شوې دي.»

وردګ ټینګار کړی چې دا وضعیت د بشري حقونو او عدالت له اصولو سره په ټکر کې دی او زیاته کړې یې ده چې تاریخ به دا بې‌عدالتي هېره نه کړي.

تاکید یونیسف بر گسترش همکاری‌های فرهنگی و آموزشی در افغانستان

مولوی عتیق‌الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ حکومت طالبان در دیدار با مسئولان اداره یونیسف بر ضرورت تجهیز و تقویت هرچه بیشتر کتابخانه‌های مرکز و ولسوالی‌های کشور تأکید کرد.

به گفته وزارت اطلاعات و فرهنگ، مولوی عزیزی در این دیدار اظهار داشت که این وزارت آمادگی دارد همکاری‌های مشترک را در بخش‌های ترویج فرهنگ مطالعه، تجهیز کتابخانه‌های عامه، تولید آثار ادبی و فرهنگی برای کودکان، ارتقای ظرفیت نویسندگان جوان و اجرای برنامه‌های فرهنگی گسترش دهد.

وی افزود که توسعه فعالیت‌های فرهنگی و آموزشی می‌تواند نقش مهمی در رشد آگاهی عمومی و تقویت ظرفیت‌های علمی نسل جوان ایفا کند.

در همین حال مسئولان اداره یونیسف نیز از ادامه و تقویت همکاری‌های علمی فرهنگی و هنری با وزارت اطلاعات و فرهنگ اطمینان داده و بر همکاری مشترک در اجرای برنامه‌های مرتبط تأکید کردند.

کار بازسازی آرامگاه استاد گل‌پاچا الفت در لغمان تکمیل شد

کارهای بازسازی آرامگاه استاد گل‌پاچا الفت، شاعر، نویسنده و متفکر نامدار زبان پشتو از سوی مرکز فرهنگی دبستان با همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان به پایان رسید.

مولوی عبدالنور رسولی رئیس اطلاعات و فرهنگ حکومت طالبان در ولایت لغمان در جریان بازدید از این آرامگاه گفت که استاد گل‌پاچا الفت یکی از چهره‌های برجسته و تأثیرگذار ادبیات و فرهنگ افغانستان بود و پاسداری از یاد و آثار وی در حقیقت پاسداری از تاریخ هویت و ارزش‌های فرهنگی کشور به شمار می‌رود.

به گفته وی، بازسازی این آرامگاه با هدف حفظ میراث فرهنگی و ادبی کشور انجام شده و می‌تواند زمینه آشنایی نسل جوان با زندگی و خدمات این شخصیت برجسته را فراهم سازد.

استاد گل‌پاچا الفت از شاعران و نویسندگان سرشناس افغانستان بود که آثار ارزشمندی در حوزه ادبیات فرهنگ و اندیشه از خود به جا گذاشته است.

المرصاد:پاکستان د سیمې د بې ثباتۍ مرکز دی

المرصاد په یو خپور شوي تحلیل کې ویلي چې د نړۍ د متقابل احترام اصل دا ایجابوي چې هېڅ هېواد خپله خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ګواښ او تاوتریخوالي لپاره ونه کاروي.

په دې تحلیل کې ويل شوي چې ځینې استخباراتي او پوځي کړۍ په سیمه کې د بې‌ثباتۍ په رامنځته کولو کې رول لري، او د داعش د ځینو نیول شویو غړو د اعترافونو له مخې د روزنې او پټنځایونو یادونه هم شوې ده.

لیکوال زیاتوي چې د افغانستان له لوري وړاندې شوي راپورونه او د ځینو نیول شویو کسانو څرګندونې دا ادعا پیاوړې کوي چې په سیمه کې ځینې ډلې د مشخصو هېوادونو او په ځانګړې ډول د پاکستان له خاورې څخه د فعالیت لپاره استفاده کوي.

تحليل کې ليکل شوي:«د ترکیې د MIT استخباراتي ادارې له لوري د داعش هغه غړی نیول شوی چې په ترکیه کې یې د رسنیزو تبلیغاتو مسؤلیت درلود. د هغه اعتراف دا و چې دوی د روزنې او استوګنې مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې لري.»

په مقاله کې همدارنګه ویل شوي چې دا ډول وضعیت د سیمې د هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاتوي او د ګډې امنیتي همکارۍ اړتیا لا پسې مهمه کوي.

تحليل کې زیاته شوې چې د سیمې هېوادونو بې ثباتي په پاکستان پورې تړلې ده او له دغه هېواد څخه وسله والې ډلې خپل فعاليتونه تنظيموي.

مسعود پزشکيان:هېواد مو اوس نړۍ کې ځواکمن او باعزته پېژندل کېږي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د امریکا او اسراییل د بریدونو پر وړاندې داسې ځواب ورکړ چې د ده په وینا، دواړو هېوادونو یې تمه نه درلوده.

پزشکیان ويلي چې ایران اوس په نړیواله کچه د یو ځواکمن او باعزته هېواد په توګه پېژندل کېږي.

هغه زیاته کړې: «دښمنانو فکر کاوه چې اسلامي جمهوریت به په درې ورځو کې له منځه یوسي او خپل لاسپوڅي به پر ځای کړي، خو زموږ ځواکونو داسې حماسه جوړه کړه چې هغوی یې تصور هم نه شو کولی.»

ولسمشر پزشکيان ویلي چې د جګړې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه د بشپړې تسلیمۍ غوښتنه کړې وه، خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو خبرو اترو بهیر روان دی.