د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د میناب د یوې ښوونځي د پېښې په اړه د راپورونو په اړه ویلي چې تر اوسه د څېړنو پایله نه ده معلومه او باید رسمي تحقیقات بشپړ شي.
هغه ویلي چې لا تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی لیدل شوی چې دا پېښه دې د امریکا د ځواکونو له لوري شوې وي، او ټینګار یې کړی چې په هغه وخت کې د سیمې په فضا کې له بېلابېلو لورو توغندي توغول کېدل.
د امریکا د دفاع وزیر هم ویلي چې موضوع جدي څېړل کېږي او وروستۍ پایلې به وروسته اعلان شي.
بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د ايران استازي دا پېښه “جګړهییز جنایت” بللې او ویلي یې دي چې د هرمزګان ولایت په میناب کې پر یو ښوونځي برید د ګڼو ماشومانو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی.
هغوی د دې پېښې د ټولو مسوولینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

