جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 617

مولانا فضل الرحمن:د پاکستان پوځ دې نور له ناسمو سیاستونو راووځي

0

د پاکستان د جمعیت علما‌ءاسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د پاکستان حکومت مشران بې کفایته دي او نور باید سیاسي ګوندونو ته وخت ورکړي، چې رامخکې شي.

هغه ویلي، پوځ او حکومت له څو لسیزو راهیسې د ترهګرو د روزنې په برخه کې پر نړیوال سټیج یادیږي او دوی دې نور له سمو تګلارو کار واخلي.

هغه له طالبانو سره د پاکستان په ترینګلو اړیکو کې پاکستاني لوري ملامته کړي.

نوموړي ویلي، پاکستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته امریکا ته اډې ورکړې او له همدې ځایه په افغانستان بمبار کېده؛ خو طالبانو یوه ورځ هم په دې اړه پاکستان ته شکایت ونه کړ.

دیرش کاله وروسته؛په پاکستان کې د سختو امنیتي تدابیرو د نیول کیدو سره سم سبا د کریکټ نړیوال جام پیلیږي

0

د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ، چې له نږدې ۳۰ کلونو وروسته په پاکستان کې ترسره کېږي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

د کریکټ چمپینز ټرافي سبا چهارشنبه پیلیږي.

پاکستان هیله لري چې د دغو سیالیو په ترسره کولو سره به په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې کمې شي او د یوه خوندي ځای په توګه به پر دغه هېواد د نړیوالې ټولنې باور زیات شي.

پاکستان وایي، هېله لري چې نړیوال ګرځندوي به د سیاحت او پانګونې لپاره بیرته دې هیواد ته د ستنیدو لپاره زړه ښه کړي.

پاکستاني امینتي چارواکي وایي، د کریکټ نړیوال جام د ښه امنیت لپاره یې ۲۰ زره وسله وال ځواکونه، په اسلام آباد، لاهور، کراچۍ او پینډۍ کې ځای پرځای کړي دي.

د امنیتي مسولینو په خبره هغه هوټلونه چې لوبغاړي پکې اوسیږي، لوبغالي او هوايي ډګرونه تر سختې ساتنې او څارنې لاندې دي.

ریاض؛د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکایي او روسیې چارواکو مخامخ خبرې پیل شوې

0

د سعودي عربستان پلازمینې ریاض کې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو او روسي چارواکو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.

په دغو خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ګډون لري.

تر دې مخکې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې پخواني مشر مایکل مک کال رویټرز ته ویلي وو چې د دغو خبرو موخه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو پیلول او د امریکا، روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي تر منځ د غونډې تنظیمول دي.

د ویانا پروسه؛په اتریش کې د ویانا پنځمه غونډه د احمد مسعود او جنرال ضیاء په شتون پیل شوه

د «ویانا پروسې» تر نامه لاندې د طالبانو د مخالفو جبهو پنځمه ناسته نن سه شنبه په اتریش کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود او د ازادۍ جبهې مشر جنرال یاسین ضیا هم ګډون کړی.

دغه غونډه د رسنيو له شتون پرته د بندو دروازو تر شاه پيل شوې ده.

د غونډې تنظیموونکي وایي، په دې غونډه کې افغان سیاسي شخصیتونو، پخوانیو ديپلوماټانو او د بشري او میرمنو برخې فعالانو هم برخه اخیستې ده.

امیر مقام:ملګري ملتونه باید نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو تګ د لېږد ژمنه پوره کړي

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزیر امیر مقام ویلي، ملګري ملتونه باید نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ویلي، دوی څو کلونه د درې میلیونه افغان کډوالو کوربانه وو؛ خو اوس باید دا کډوال لاړ شي.

د مقام په خبره، پاکستان ته د افغان کډوالو د راتګ په وخت کې ژمنه شوې وه چې دغه کډوال ژر تر ژره بل هېواد ته لیږدول کېږي او د کوربه هیوادونو ستونزې به هم حل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي شوي.

کابل؛د ایران سفارت سرپرست له امیرخان متقي سره کتلي

کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بېکدلي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د اقتصادي او سیمه‌ییزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

کابل کې د ایران سفارت د یادې لیدنې خبر ورکړی دی.

د ایران سفارت لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، روغتیا او درملنې، کرنې، انرژۍ او سیاسي همکاريو خبرې اترې شوې دي.

امریکايي سناتورانو؛د غزې د نیولو په اړه د ټرمپ طرحه رد کړه

0

امریکايي سناتورانو د غزې د اشغال لپاره د ټرمپ طرحه رد کړې ده او ټینګار یې کړی، چې عربي هېوادونه ښايي د غزې د راتلونکي لپاره بهتره لارې وړاندې کړي.

رویټرز د لینډسي ګراهام له قوله خبر ورکړی، چې په سنا کې په دې اړه هیڅ لیوالتیا نشته، چې امریکا دې غزه ونیسي.

بل لورته د دموکراتانو سناتور ریچارد بلومنتال ویلي، دا طرحه په مکمل ډول د نه منلو وړ ده.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې غزه به دوی ونیسي.

اسماعیل بقايي:له طالبانو سره د حقابې ستونزه لاهم حل نه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د هلمند په سیند کې د حقابې ستونزې حل رد کړی او ویلي یې دي، چې کابل کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لیدنو په ترڅ کې دا مسئله نه ده حل شوې.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، طالبانو په دې لیدنو کې ټینګار کړی وو، چې دا دوی یو انساني مسوولیت هم دی.

نوموړي ویلي، چې د دغې ستونزې حل له طالبانو سره په تعامل او خبرو کې نغښتی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي وو، چې دا مسئله یوازې تر تړون پورې تړلې نه ده؛ بلکې د دوی انساني مسوولیت هم دی، چې د سیستان او بلوچستان خلکو ته اوبه پرېدي.

د بریتانیا لومړی وزیر ټرمپ ته:اوکراین د افغانستان په برخلیک مه اخته کوه

0

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې اوکراین دې د افغانستان له برخلیک سره نه مخ کوي.

استارمر د ټرمپ اوسنی دریځ د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د حکومت له سقوط سره پرتله کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید خپل ستر تاریخي شکست بیا تکرار نه کړي.

نوموړي ویلي، چې د اوکراین وضعیت د بریتانیا له ملي ګټو سره مستقیمه اړیکه لري او د دې هېواد برخلیک باندې به څوک لوبې ته پرېنږدي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې داسې ښکاري واشنګټن مسکو ته ډېر امتیازونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د سولې د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی، ترڅو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري.

زېلېنسکي:سعودي عربستان کې له روسیې سره د سولې مذاکراتو کې ګډون نه کوو

0

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي وایي، چې اوکراین به له روسیې سره د سولې مذاکراتو کې ګډون ونکړي.

هغه ویلي، د سولې کوم مذاکرات چې په سعودي کې کیږي، دوی پکې ګډون نه کوي، ځکه په تړاو یې هېڅ مالومات نه لري.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې کییف باید د خپل راتلونکي په اړه هره غونډه او مذاکره کې ګډون ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته تللی او د اوکراین د جګړې په اړه هلته مذاکرات وکړي.