شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 618

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي

0

‏د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال، د دغه هېواد له ولیعهد، محمد بن سلمان سره کتلي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د غزې د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د ټرمپ هغه پلان چې غواړي له غزې څخه فلسطېنیان بل ځای ته ولېږدوي هم خبرې شوي؛ خو جزیات یې نه دي ورکړل شوي.

دغه راز په دې کتنه کې دواړو خواوو په غزه کې د اوربند پر دوام هم ټینګار کړی دی.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر:د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی او دا ډله د اسد د پوځ له پاتې وسلو کار اخلي

0

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فؤاد حسین خبرداری ورکړی چې د داعش ګواښ مخ په زیاتېدو دی او دا ډله د اسد د پوځ له پاتې وسلو ګټه اخلي.

هغه نظامي مقابله ضروري بللې او پر دې یې ټینګار کړی چې نړۍ باید د داعش پر ضد ګډ او عاجل اقدامات وکړي.

حسین ویلي، چې بغداد هیله لري له دمشق سره د داعش پر ضد په ګډه مبارزه وکړي.

هغه زیاتوي، چې داعش اوس له پخوا ډېر مجهز او تنظیم شوی، او ځینې مشران یې له بهرنیو هېوادونو ورغلي دي.

فؤاد حسین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د خلکو د بې‌ځایه کولو پلان د عربي نړۍ لپاره ګواښ وباله.

ټاکل شوې چې د عربي هېوادونو اتحادیه د فبرورۍ په پای کې په قاهره کې غونډه وکړي، تر څو د فلسطین لپاره یو ګډ دریځ ونیسي.

امیرخان متقي بخیت ته:نړۍ دې واقیعتونه په خپلو سترګو وګوري؛ د بهرنیو رسنیو په تبلیغاتو باید باور ونشي

د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او ورسره مل پلاوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د امنیت، زده کړو، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزي، اقتصادي، بشري او پرمختیايي مسائلو او په دغه سازمان کې د طالبانو د استازیتوب پر پیاوړتیا خبرې کړې.

امیر خان متقي په دې لیدنه کې ویلي، چې بهرنیو رسنیو کې د دوی اصلي تصویر نه وړاندې کېږي او بهرني اړخونه باید پر تبلیغاتو د باور پر ځای ځمکني واقیعتونه په خپلو سترګو وګوري.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي بیا ویلي، چې دوی له پیل څخه د سلیقوي چلند پلویان نه دي او دا سازمان له بېلابېلو لارو د افغانستان ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان څه موده وړاندې په یو کنفرانس کې د طالبانو له حکومت غوښتي وو، چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

خالد ځدران:د کابل په هوایي ډګر کې د چاودنې راپورونه سم نه دي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران د کابل په هوایي ډګر کې چاودنه رد کړې ده.

ښاغلي ځدراڼ ویلي: «ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د کابل په هوایي ډګر کې چاودنه شوې، خو دا راپورونه حقیقت نه لري.»

د یادونې ده چې یو شمېر سرچینو خبر ورکړی و، چې نن مازدیګر څلور بجې د کابل هوایي ډګر کې دننه چاودنه شوې.

کندز؛د طالبانو او نامعلومه وسله والو ترمنځ نښته شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې کندز کې د طالبانو او نامعلومو وسله والو ترمنځ نښته شوې.

دا نښته د انګور باغ علي اباد سیمه کې شوې ده.

ویل کېږی چې وسله والو د طالبانو رینجر موټر په نښه کړی و.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه نښته له طالبانو سره د کومې ډلې له لوري شوې.

خیبر پښتونخوا؛باجوړ کې د ماین چاودنې یو قومي مشر وژلی

0

د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په برنګ سیمه کې یو قومي مشر وژل شوی.

دا مشر ولایت خان نومیږي او د ماین چاودنه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

سي ان ان؛سعودي غواړي د ایران او امریکا ترمنځ نوې دیپلوماتیکه دستګاه پرانیزي

0

سي ان ان خبر ورکړی، چې سعودي عربستان د امریکا او ایران ترمنځ پر اټومي تړون د نوې هوکړې لپاره منځګړیتوب کوي.

راپور کې راغلي، چې ایران د خپلو نیابتي ډلو له ضعیفېدو وروسته د زیاتو هستوي وسلو جوړولو په لټه کې ده

سي ان ان ویلي، سعودي تمه لري چې له ډونالډ ټرمپ سره د نږدې اړیکو لرلو له کبله د تهران او سپینې ماڼۍ ترمنځ یوه نوې دیپلوماتیکه دستګاه پرانیزي.

سعودي تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

سرچینې:د کابل میدان هوایي ته نږدې چاودنه شوې

سرچینې وایي، چې د کابل هوایي میدان ته نږدې چاودنه شوې.

سرچینو ویلي، چې نن ماذدیګر څلور بجې د کابل هوایي میدان ته نږدې چاودنه شوې.

ددغې چاودنې د تلفاتو په اړه تر اوسه کره جزیات نشته.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې؛د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د شدیدو بادونو او واورې اټکل کړی

د طالبانو حکومت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په یو شمیر ولایتونو کې د شدیدو بادونو او واورې اټکل کړی دی.

یادې ادارې د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکندي، غور، بادغیس،پکتیکا او غزني ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت سربیره د شدیدو بادونو اټکل کړی دی.

دې ادارې په دغو ولایتونو کې یې د اورښت اندازه له ۱۵ څخه تر۳۰ سانتي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ سانتي مترو اټکل کړی دی.

رسول موسوي:ښایي د طالبانو رژیم د داخلي پاڅونونو له کبله تغیر وکړي

کابل کې د ایران پخواني سفیر رسول موسوي ویلي، ښایي د طالبانو حکومت د داخلي پاڅون او یاهم بهرنۍ لاسوهنې له کبله تغییر شي.

نوموړی وایي، د طالبانو حکومت اوس انحصاري بڼه لري.

د ایرنا د خبر له مخې، رسول موسوي زیاته کړې، د طالبانو حکومت له درې سناریوګانو سره مخ دی، چې یا به اوسنی انحصار دوام کوي، یا به طالبان خپل سیاست بدلوي او یا به یې رژیم تغییر خوري.

د موسوي په خبره، د تروریستي ډلو په اړه د سیمې اندېښنې له طالبانو سره د دغو هېوادونو د نه همکارۍ سبب شوې دي.