دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 60

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر؛د روسیې امنیت شورا له سکرتر سره لیدلي خو په کومو موضوعاتو غږېدلي؟

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد مسکو ته د سفر په ترڅ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو سره لیدلي.

یاد وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکي چې په دغه لیدنه کې دواړي لوري پر دوه اړخیزو همکاریو او نورو مهمو موضوعاتو غږېدلي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت یرپرست یعقوب مجاهد تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې فدراسیون په کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ.

دغه کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکو ګډون کړی او په کې د سیمه‌ییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او نظرونه شریکوي.

اوکراین:راتلونکې شپږ میاشتې به د روسیې جګړه کې “حیاتي بدلون” رامنځته شي

د اوکراین لوړپوړو پوځي چارواکو ویلي چې د روسیې پر ضد جګړه کې راتلونکې شپږ میاشتې ډېرې مهمې دي او ښایي د جګړې مسیر بدل کړي.

د اوکراین د درېیم پوځ قول اردو قوماندان انډري بلټسکي ویلي چې روسي ځواکونه ستړي شوي او د پراخو پرمختګونو توان یې د لاسه ورکړی.

په همدې حال کې، اوکراین په روسي سیمو او کریمیا کې د ډرون او Storm Shadow توغندیو بریدونه زیات کړي دي، چې له امله یې د روسیې ځینې پوځي او اقتصادي مرکزونه زیانمن شوي دي.

بل لور ته، روسیې هم پر کیف او نورو ښارونو د توغندیو او ډرون پراخ بریدونه کړي دي.

پوځي شنونکي وایي چې جګړه اوس د ټکنالوژۍ، ډرونونو او اوږد واټن بریدونو نوي پړاو ته داخله شوې ده، او دواړه هېوادونه هڅه کوي د احتمالي سولې خبرو مخکې خپل دریځ پیاوړی کړي.

سپینه ماڼۍ:د ایراني رسنیو له لارې د تفاهم‌لیک راپورونه جعلي دي

سپینې ماڼۍ د ایران د دولتي رسنیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي تفاهم‌لیک ځینې مادې افشا شوې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، هغه معلومات چې د ایران رسنیو خپاره کړي، په بشپړه توګه جعلي او بې‌بنسټه دي او باید پرې باور ونه شي.

د امریکا حکومت ټینګار کړی چې د روانو احتمالي خبرو او تفاهمونو په اړه رسمي دریځ یوازې د باوري او رسمي سرچینو له لارې اعلانېږي.

نېټ‌بلاکس:ایران کې انټرنېټ بېرته عادي کېږي؛ خو محدودیتونه لا هم شته

د انټرنېټي اختلالونو د څار نړیوال بنسټ نېټ‌بلاکس ویلي، په ایران کې د انټرنېټ اړیکې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ورو ورو عادي حالت ته د ستنېدو په حال کې دي؛ خو لا هم پراخ محدودیتونه او فلټرونه پر ځای پاتې دي.

نېټ‌بلاکس ویلي، سره له دې چې د انټرنېټ عمومي اتصال بېرته ښه شوی؛ خو پر پیغام‌رسوونکو اپلېکېشنونو او د موبایل اپلیکیشنونو پر پلورنځیو نوي محدودیتونه لګول شوي دي.

د راپور له مخې، د ایران کاروونکي لا هم د ګڼو ټولنیزو شبکو او انلاین خدماتو په کارولو کې له ستونزو سره مخ دي، او حکومت د انټرنېټي فعالیتونو د کنټرول لپاره تازه محدودوونکي اقدامات عملي کړي دي.

اروپا د بې‌ساري تودوخې له سخت بحران سره مخ ده؛لندن او مادرید تر ټولو ډېر اغېزمن ښارونه بلل کېږي

اروپا دا مهال د ۲۰۲۶ کال له تر ټولو سختې او غیر معمولي تودوخې څپې سره مخ ده.

د هوا پېژندنې ادارو ویلي چې په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د مې میاشتې کې د تودوخې لوړ ریکارډونه مات شوي دي.

د مرکزي اروپا لندن او مادرید هغه ښارونه دي چې د شدیدې ګرمۍ له امله تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

په لندن کې تودوخه تر ۳۵ درجې سانتي‌ګراد لوړه شوې چې د بریتانیا لپاره د مې میاشتې بې‌ساری ریکارډ ګڼل کېږي، او د رېل پټلۍ، روغتیايي خدماتو او اوبو رسولو سیستمونه یې اغېزمن کړي دي.

بل لور ته، په مادریډ او د هسپانیا په نورو برخو کې تودوخه نږدې ۴۰ درجې سانتي‌ګراد ته رسېدلې چې له امله یې روغتیايي خبرداری صادر شوی او خلک د کورونو دننه پاتې کېدو ته هڅول شوي دي.

کارپوهان وایي چې د اقلیم بدلون او د “Heat Dome” په نوم هوايي فشار د دې خطرناکې تودوخې اصلي لاملونه دي، او تمه ده چې دا وضعیت به راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

هسپانیا ؛پولیس وایي د واکمن سوسیالیست ګوند دفتر یې د مالي فساد له امله پلټلی

د هسپانېې په پلازمېنه مادرید کې پولیسو د واکمن سوسیالیست ګوند مرکزي دفتر ته دننه شوي او د فساد د یوې قضیې اړوند اسناد یې پلټلي دي.

راپورونه وایي چې دا پلټنې د پخوانیو ګوندي چارواکو او د نفوذ کارونې له تورونو سره تړاو لري.

لومړي وزیر پدرو سنچیز ویلي چې حکومت به له عدلي ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.

ایران:د امریکا سره د سولې مسوده د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لامل کېږي

ایران وایي چې له امریکا سره د سولې د احتمالي هوکړې یوه لومړنۍ مسوده چمتو شوې ده.

د راپورونو له مخې، که دا تړون بشپړ شي نو د هرمز تنګی به بېرته د نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره خلاص شي او امریکا به خپل بحري بندیزونه کم کړي.

دواړه هېوادونه لا هم په غیر مستقیمو خبرو بوخت دي، خو تهران وایي وروستۍ پرېکړه به یوازې د عملي تضمینونو وروسته وشي.

افغان کرکټ بورډ:د کرکټ ملي لوبډله د هند پر وړاندې سیالیو لپاره دغه هېواد ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د هېواد کرکټ ملي لوبډله د هند پر وړاندې د ټېسټ او یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره هند ته روانه شوې ده.

ټاکل شوې ده افغان لوبډله د جون میاشتې په شپږمه نېټه له هند سره یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به مهمه سیالي وبلل شي.

له دې وروسته به افغانستان او هند د جون له ۱۳مې تر ۲۰مې نېټې پورې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

د طالبانو حکومت مشر: د کفري نړۍ تر اغېز لاندې نه راځو او د دین ضد فرمایشات نه منو

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، چې د دوی حکومت به هېڅکله د کفري نړۍ تر اغېز لاندې رانشي او نه به د هغوی فرمایشات ومني.

هغه ټینګار کړی، چې «اسلامي امارت» د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې له نړۍ سره تعامل ته چمتو دی، خو داسې غوښتنې به ونه مني چې د ده په وینا دین او اسلامي ارزښتونو ته زیان رسوي.

ښاغلي اخوندزاده ویلي، چې د اسلامي نظام ساتنه او د شریعت عملي کول د دوی اساسي هدف دی او په دې برخه کې به له هېڅ ډول فشار سره جوړجاړی ونه کړي.

نوموړي همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د اسلامي او کلتوري ارزښتونو درناوی وکړي او له سیاسي فشارونو ډډه وکړي.

د امریکا او ایران د مذاکراتو په دوام؛اسراییلو پر لبنان پوځي بریدونه زیات کړي

د بلومبرګ او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران د خبرو سره هم مهاله، اسرائیلو پر لبنان هوایي او ځمکني بریدونه زیات کړي.

راپورونه ښیي چې اسرایئلو په سویلي او ختیځ لبنان کې څه باندې ۱۰۰ اهداف په نښه کړي او په ځینو پېښو کې یې عملیات له ټاکې پولې ور ها خوا نور هم پراخ کړي.

د اسرایئلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، پر حزب الله ډلې به فشار نور هم زیات کړي او د دغې ډلې د له منځ وړلو لپاره به عملیات دوام ولري.

هم مهاله حزب الله ډلې هم د اسرائیلو پر وړاندې د راکټي او د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی.

بل لور، د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي، د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د شخړو د پای ته رسولو په اړه خبرې روانې دي، خو د دواړو لورو ترمنځ لا هم د پرمختګ او مثبتې پایلې کوم څرک نه لیدل کیږي.

کارپوهان وایي، ایران غواړي، د هر ډول احتمالي هوکړې برخه کې د لبنان جګړه هم شامله وي، خو اسرائیل ټینګار کوي چې د حزب‌الله پر ضد به خپل عملیات ونه دروي.