د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد مسکو ته د سفر په ترڅ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو سره لیدلي.
یاد وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکي چې په دغه لیدنه کې دواړي لوري پر دوه اړخیزو همکاریو او نورو مهمو موضوعاتو غږېدلي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت یرپرست یعقوب مجاهد تېره ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې فدراسیون په کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ.
دغه کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکو ګډون کړی او په کې د سیمهییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او نظرونه شریکوي.

