د بلومبرګ او نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران د خبرو سره هم مهاله، اسرائیلو پر لبنان هوایي او ځمکني بریدونه زیات کړي.
راپورونه ښیي چې اسرایئلو په سویلي او ختیځ لبنان کې څه باندې ۱۰۰ اهداف په نښه کړي او په ځینو پېښو کې یې عملیات له ټاکې پولې ور ها خوا نور هم پراخ کړي.
د اسرایئلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، پر حزب الله ډلې به فشار نور هم زیات کړي او د دغې ډلې د له منځ وړلو لپاره به عملیات دوام ولري.
هم مهاله حزب الله ډلې هم د اسرائیلو پر وړاندې د راکټي او د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی.
بل لور، د امریکا او ایران ترمنځ د هرمز تنګي، د ایران د اټومي پروګرام او د سیمې د شخړو د پای ته رسولو په اړه خبرې روانې دي، خو د دواړو لورو ترمنځ لا هم د پرمختګ او مثبتې پایلې کوم څرک نه لیدل کیږي.
کارپوهان وایي، ایران غواړي، د هر ډول احتمالي هوکړې برخه کې د لبنان جګړه هم شامله وي، خو اسرائیل ټینګار کوي چې د حزبالله پر ضد به خپل عملیات ونه دروي.

