شنبه, جون 13, 2026
Home Blog Page 589

محبوب شاه محبوب:حامد کرزی د افغانستان یو ناکام ولسمشر وو

د پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب وایي، حامد کرزی یو ناکام ولسمشر وو.

د هغه په خبره، د کرزي لور داسې حال کې له شپږم ټولګي فارغیږي، چې اوس د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي.

نوموړی وایي، حامد کرزی بېرته هغه حالت ته ورستون شوی، چې ۲۵ کاله وړاندې وو.

هغه دغه راز ویلي، کرزی باید د دغې پوښتنې ځواب ورکړي، چې لور یې ولې بېرته هغې دورې ته ورستنیږي، چې د نجونو ښوونځي پکې نه وي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د حامد کرزي زوی میرویس کرزی له دولسم او لور یې ملالۍ کرزۍ له شپږم ټولګي فارغه شوه.

ښاغلي کرزي یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي وو، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

اسټرالیا؛خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

یاد وزارت افغانستان د ډېر خطرناک امنیتي وضعیت لرونکی هېواد بللی او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ او تښتونې جدي ګواښونه، حتی په کابل کې هم، شتون لري.

دوی ویلي چې هېڅ سیمه په افغانستان کې له بریدونو خوندي نه ده، او بهرنيان، په تېره بیا د مرستندویه بنسټونو کارکوونکي، روغتیايي کارکوونکي او بهرني اتباع ممکن په نښه شي.

اسټرالیا خبرداری ورکړی چې د دوی د سفارتي حضور نشتوالي له امله، په افغانستان کې خپلو اتباعو ته د قونسلګرۍ او پاسپورټي خدماتو برابرول ډېر محدود دي.

امرالله صالح:غرب او نوره نړۍ د ترهګرۍ پر ملاتړي پاکستان هیڅ بندیز نه لګوي

د جمهوري حکومت پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هر کله چې پاکستان جګړه‌ ییز دریځ غوره کړي، نړیوال بانک، آی.ایم.اېف او د اسیا پراختیایي بانک پرې د پورونو او مرستو محدودیتونه نرموي.

نوموړي زیاته کړې، چې لوېدیځو هېوادونو هېڅکله هم پر پاکستان بندیزونه نه دي لګولي، آن هغه مهال هم نه، چې اسامه بن لادن د دې هېواد د پوځي اکاډمۍ تر څنګ وموندل شو.

ښاغلی صالح وایي، پاکستان د ترهګرو شبکو سره د مرستې باوجود له بندیزونو ځان ژغورلی، او دا د حیرانتیا وړ ده.

د طالبانو له لورې د منتقدینو د نیولو دوام؛یوې امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته ومنله چې رحیم سکندر نیول شوی

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا د طالبانو حکومت د ټولنیزو رسنیو د فعال رحیم سکندر نیول کیدل تایید کړ.

دغې سرچینې وویل رحیم سکندر د طالبانو اصلاحي کمیټې په امر نیول شوی.

رحیم سکندر په پاکستان کې د «جهاد» په مخالفت د اصلاحي کمیټې د مسول په څرګندونو نیوکه کړې وه او د مسولینو یې غوښتې وو چې پدې اړه له نوموړي پوښتنې ګرویږنې وکړي.

رحیم سکندر د پکتیا د سیدکرم اوسېدونکی دی، او اوسمهال په خوست کې میشت او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له ملاتړو څخه بلل کیږي.

پاکستان؛له ملیر زندانه د ۲۱۳ بندیانو تښتېدلي چې ۷۸ بېرته نیول شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د کراچۍ په ښار کې د دوشنبې په شپه له څو پرله‌پسې زلزلو وروسته، د ملیر له زندانه ۲۱۳ بندیان تښتېدلي دي.

چارواکو ویلي، چې تر دې دمه یې ۷۸ تنه بېرته نیولي دي، او د پاتې کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

د رویټرز آژانس د معلوماتو له مخې، دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دومره ډېر بندیان له یوه زندانه تښتي.

پرتګال؛یو افغان د دوو مېرمنو د وژنې په تور په ۲۵ کاله بند محکوم شو

د پرتګال یوې محکمې یو ۳۰ کلن افغان، عبدالبشیر، د دوو مېرمنو د قصدي وژنې په تور په ۲۵ کلن بند محکوم کړی دی.

پېښه تېر کال د لیسبون ښار د اسماعیلیه په مرکز کې شوې وه.

د راپورونو له مخې، ددغې محکمې قاضي ویلي، چژ تورن رواني ناروغي نه لري او دا کار یې د غوسې له امله کړی.

محکمې ویلي، چې عبدالبشیر به حکومت ته ۳۰۰ زره یورو تاوان ورکوي او ددې ترڅنګ، د وژنې او ناقانونه وسلې په جرمونو هم محکوم شوی دی.

عباس عراقچي؛د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره کتلي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي لبنان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی.

عراقچي ټینګار کړی چې ایران د لبنان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي او هیله‌مندي یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام پر بنسټ نوې او ښې اړیکې پیل شي.

عراقچي همداراز ویلي، هېڅ هېواد ته د دې اجازه نشته چې د لبنان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

امریکا؛نامعلومه وسله والو دوه افغانان وژلي

د امریکا په کینټکي او اوکلاهوما ایالتونو کې دوه افغان وګړي رسول جان او زرمین شینواری د وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.

سرچینې وايي، رسول جان د موټر د غلا پر مهال وژل شوی او زرمین شینواری بیا د ناپیژاندو کسانو لخوا په نښه شوی.

دا له تېرې اونۍ راهیسې څلورم افغان دی چې په امریکا کې د وسله‌والو لخوا وژل کېږي.

امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛روانه میلادي میاشت د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې روانه میلادي میاشت کې به د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

په دې ناسته کې به د افغانستان درې میاشتنی راپور وړاندې شي.

د یوناما مشره رزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشره سیما باهوس، او د اوچا استازي به هم په دې غونډه کې معلومات وړاندې کړي.

برېتانیا:د روسیې د زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې خپل دفاعي سیاست په بنسټیز ډول بدلوو

برېتانیا اعلان کړی چې د روسیې د نفوذ، اټومي ګواښونو او سایبري بریدونو په وړاندې به خپله دفاعي تګلاره په بنسټیز ډول بدله کړي.

دوی ویلي، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې به پر ډرونونو، ټېکنالوژۍ او ډیجیټل جګړې تمرکز وشي، نه پر دودیز پوځ.

د بریټانیا لومړي وزیر کې‌ير سټارمر ژمنه کړې چې د دفاع بودیجه به تر سړې جګړې وروسته تر ټولو لوړه کړي.

بریټانیا زیاته کړې، چې د مالي محدودیتونو له امله حکومت دا پرېکړه کړې چې د پوځ شمېر نه، بلکې اغېزمنتیا دې زیاته کړي.

د یادونې ده چې د برېتانیا فعاله پوځیان چې شمېر یې ۷۰،۸۶۰ ته رسېږي، د ناپلیون له وخت راهیسې تر ټولو کم شمېر دی او حکومت وایي، چې د پرمختللې ستراتیژۍ له مخې باید اصلاح شي.