افغان ابدالیانو د سریلانکا او هند الف لوبډلو سره د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په ترڅ کې خپله دویمه د سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله.
افغان ابدالیانو د لوبې لومړۍ پاڼۍ کې سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ټولو وېکټو په له لاسه ورکولو ۲۴۶ منډې هدف ورکړ.
د افغانستان په ګټه حسن عیسی خېل ۴۶، بهیر شاه محبوب ۴۴ او فرمان الله صافي ۳۵ ډېرې منډې وکړې.
په ځواب کې یې د سریلانکا الف لوبډلې چټکه توپ وهنه وکړه او د دوه لوبغاړو په زیان یې ټول هدف په ۲۸ اوور کې پوره کړ چې د اتو وېکټو په توپیر یې افغان ابدالیانو ته ماتې ورکړه.
د افغانستان لپاره توپ اچوونه کې یوازې فرمان الله صافي دوه لوبغاړي وسوځول.
سریلانکا الف لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د هند الف لوبډلې ته بایللې، هندۍ الف لوبډلې بیا خپله دویمه لوبه افغانستان ته بایللې او افغان ابدالیانو دویمه لوبه نن سریلانکا ته وبایلله. دا مهال د لوبډلو درجه بندۍ کې د پواینټونو او رن رېټ له مخې سریلانکا لومړی، هند دویم او افغانستان درېیم مقام لري.

