شنبه, جون 13, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان: د سولې تاریخي هوکړه ممکن په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې وروستۍ...

پاکستان: د سولې تاریخي هوکړه ممکن په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې وروستۍ شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د سولې د یوې مهمې هوکړې د وروستۍ کېدو لپاره پرمختګ شوی او ښایي د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې یې وروستۍ بڼه بشپړه شي.

شهباز شریف په اېکس په تازه ځړونه کې ویلي چې پاکستان د سولې د هوکړې د برېښنايي لاسلیک لپاره چمتووالی نیسي او له هغې وروسته به راتلونکې اوونۍ د تخنیکي کچې خبرې هم ترسره شي.

نوموړي د خبرو اترو په بهیر کې د امریکا او ایران د دوامدار ملاتړ او ژمنتیا ستاینه کړې او د سیمې له نورو هېوادونو یې هم د ملاتړ لپاره مننه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې چې دوی باور لري دا احتمالي تاریخي هوکړه به د تلپاتې سولې لپاره یو قوي بنسټ کېږدي.

شهباز شریف د دې سولې د هوکړې د جزئیاتو او د ښکېلو لورو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here