شنبه, جون 13, 2026
Homeافغانستانپه کاناډا کې؛افغان ښځو د هرات او د افغانستان د ښځو په...

په کاناډا کې؛افغان ښځو د هرات او د افغانستان د ښځو په ملاتړ لاریون وکړ

په کاناډا کې یو شمېر افغان معترضې ښځې د هرات او د افغانستان د ښځو په ملاتړ راټولې شوې او د طالبانو د حکومت د سیاستونو پر ضد یې اعتراض وکړ.

معترضو ښځو د لاریون پر مهال «نه طالبانو ته» او «د طالبانو د جنسیتي آپارتاید نظام په رسمیت مه پېژنئ» شعارونه ورکول.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د افغانستان د ښځو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه معترضو ښځو ټینګار کړی چې د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره یووالی او نړیوال ملاتړ اړین دی.

هم مهاله په جرمني کې هم یو شمېر ښځو او نارینوو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په ملاتړ لاریونونه کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here