یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 570

«جنرال» مبین:زموږ حالت ډېر بد دی چې د مسلمان پر مړینه خوښي ښکاره کوو

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخواني ویاند «جنرال» مبین د منیر شاکر د مړینې په اړه د یو شمېر طالبانو او ملایانو خوښیو ته په اشارې لیکلي چې د مغفرت دعاګانو پر ځای د مسلمانانو په مړینه خوښي ښودل کېږي.

«جنرال» مبین لیکلي، زمونږ حالت ډیر بد دی، چې د یو مسلمان په مړینه خوښي ښکاره کوو.

د یادونې ده چې د مفتي شاکر د مړینې په اړه یو شمېر طالبانو او ځینې ملایانو خوښي ښودلې او هغه ته یې د اسلام د دوښمن خطاب کړی.

جنرال سمیع سادات:د مفتي شاکر وژنه د افراطي ملایانو د پاشلي زهر پایله ده

د افغانستان د ملي پوځ پخوانی جنرال او د متحدې جبهې مشر سمیع سادات وایي، مفتي منیر شاکر د افغانانو د معاصر تاریخ ترټولو غرتمند او صادق عالم و.

ښاغلي سادات ویلي، زموږ په سیمه کې افراطي ملایانو د افغانستان ویاړونه ویجاړ او د وطن صادق بچي یې په یوه او بله پلمه ووژل او دا لړۍ روانه ده.

هغه د مفتي شاکر د وژلو په غبرګون کې زیاته کړې چې افغانان دې نور په دې پوی شي چې د ملایانو په موجودیت کې هیڅ هستي او افتخار نه پاتې کېدونکی دی.

امرالله صالح:مفتي شاکر د پاکستاني استخباراتو له مخې نقاب لیرې او د دوي د ملاتړو مدرسو مخالف وو

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح د دیني عالم مفتي منیر شاکر په مړینه خواشینې ښودلې او هغه یې یو دیني عالم او ملتپال شخصیت یاد کړ.

ښاغلي صالح په ایکس پاڼې لیکلي چې مفتي شاکر غوښتل په ټولنه کې د پاکستاني ریاست شیندلي زهر له منځه یوسي.

نوموړي ویلي، مفتي شاکر د پاکستاني استخباراتي ملاتړو مدرسو چې موخه یې په سیمه کې د ترهګرۍ روزل، ترویج او ملاتړ وو سخت مخالف وو.

امرالله صالح لیکلي مفتي شاکر په خپل رغنده او ښکاره نیوکو د پاکستاني استخباراتي ادارې له مخې نقاب لیرې کړ او ښکاره یې کړه چې همدوی د ترهګرو او تروریزم ملاتړي دي.

دیادونې وړ ده چې دیني عالم مفتي منیر شاکر د پښتونخوا په یو ځایي جومات کې د ماذیګر لمانځه پرمهال په هدفي ماین چاودنه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.

منظور پښتین:منیر شاکر خپل سر وبایله؛ خو ټیټ یې نه کړ

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې وړانګه لوڼۍ وایي، مفتي منیر شاکر پر پښتونخوا وطن د پردي جنګ خشاک وګرځېد.

اغلې وړانګه لوڼۍ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا وطن د یو عالمي جنګ میدان دی او په وینا یې د دغې میدان کرایه یواځې د پاکستان ریاست اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ورځ یو پښتون عالم مفتي منیر شاکر د ماذدیګر لمانځه پرمهال په بمي چاودنه کې ووژل شو.

منظور پښتین:منیر شاکر خپل سر وبایله؛ خو ټیټ یې نه کړ

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د مفتي منیر شاکر د مړینې په اړه لیکلي، چې د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ مفتي منیر شاکر په شهادت ورسول شو.

نوموړي پر یادې پېښې ژوره خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دوی د شاکر له کورنۍ سره دې غم کې ځان شریک بولي.

د منظور په خبره، کله به چې د وخت حاکم د رښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغو وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو، د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نشتون باوجود، د حق او رښتیا غږ په جرئت پورته کاوه او مبارزه یې کوله.

منظور پښتین د منیر شاکر د مړینې په اړه زیاتوي چې د پښتنو مشرانو سرونه یې پرې کړل؛ خو ټیټ نه شول.

د مفتي منیر شاکر زوی:تر هغې خپل پلار نه خښوم، ترڅو د پاکستان حکومت راته ځواب ونه وایي

0

د مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر وایي، تر هغې خپل پلار نه خښوي؛ ترڅو ورته پاکستاني حکومت ځواب نه وي ورکړی.

نوموړی وایي، څو ځله یې امنیتي مسؤلینو سره خبره شریکه کړې وه، چې دوی ته خطر دی؛ خو هغوی ورته هیڅ پام نه دی کړی.

هغه ویلي، پاکستاني مولایان هم د یو بل غوښو خوړلو ته ناست او ښایي راتلونکي کې دوی هم د ده د پلار په برخلیک اخته شي.

د ننګرهار د یو شمیرجوماتونو ملا امامان:د خدای او د اسلام دښمن ووژل شو، د شکرانې لمونځونه وکړئ

د جلال اباد ښار یو شمېر جوماتونو کې مفتي منیر شاکر ته د “خدای او د خدای درسول د دښمن” خطاب شوی.

حماسه میډیا ته سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، د یو شمېر جوماتونو ملا امامانو په لاډیسپیکرونو کې اعلانونه وکړ چې :«د پېغمبر او اسلام دښمن مردار شو، او ټول مسلمانان دې دوه دوه رکعته د شکرانې لمونځونه وکړي.»

د یادونې ده چې مفتي منیر شاکر په دین کې د بیلابیلو لارو او د دین څخه د تجارت او سوداګرۍ مخالف وو

ضیاءالحق امرخېل:د خدای په کور کې پر یو دیني عالم برید خواشینونکی دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امیرخېل د مفتي منیر شاکر په مړینه خواشیني ښودلې.

هغه ویلي، چې د خدای په کور کې پر یو دیني عالم برید خواشینونکی دی.

نوموړي د منیر شاکر کورنۍ ته تسلیت ویلی.

مفتي منیر شاکر؛د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه

0

یو شمېر سرچینې وایي، چې مفتي منیر شاکر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

پر هغه نن مازیګر جومات کې برید شوی وو.

تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

حماس:که اسرائیل اوربند ته غاړه کېږدي؛ نو چمتو یوو، چې د څو اسرائیلو جسدونه ور وسپارو

0

حماس ویلي، چمتو دي چې د اسرائیل له لوري د اوربند هوکړو عملي کېدو په صورت کې د ایدن الکساندر او څلورو نورو اسرائیلي جسدونه دغه هېواد ته وسپاري.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې حماس ویلي د اوربند دویم پړاو به د بندیانو ازادېدو سره پیلیږي او پنځوس ورځې به دوام کوي.

دوی دغه راز له اسرائیلو غوښتي چې غزې ته د بشري مرستو د انتقال اجازه ورکړي.

اسرائیل تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.