یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 571

پېښور-اورمړ تاڼه؛پر مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر چاودنه شوې

0

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د پېښور د اورمړ تاڼې د ميره کچوړي سیمې په یو جومات کې پر مفتي منیر شاکر چاودنه شوې.

د معلوماتو له مخې، چاودنه کې هغه او څلور نور کسان ټپیان شوي.

تر اوسه د منیر شاکر د روغتیایي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛پاکستان کې د الخندق پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ

0

پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان ډلې د الخندق پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

دا عملیات، چې پاکستان کې د شرعي نظام د نافذولو لپاره په پسرلي کې پیلیږي، د پاکستان د پوځ، امنیتي ادارو، او استخباراتي شبکو پر ضد ترسره کېږي.

ټي‌ټي‌پي وایي، سږکال به دغو عملیاتو کې فدایي بریدونه، تعرضي حملې، هدفي بریدونه او د نویو لیزري وسلو پر مټ بریدونه شامل وي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو بریدونو لپاره یې دا ځل ګوریلایي قطعه هم چمتو کړې.

پاکستاني ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اکپس څېړنیز سازمان:د ازبکېستان او طالبانو ترمنځ پر یو شمېر مواردو اختلاف شتون لري

د اکپس څېړنیز سازمان وايي، د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د اړیکو له ټینګښت سره سره، یو شمېر اختلافات هم وجود لري.

ازبیکستان کې د افغانستان د پوځي چورلکو غوښتنه، افغانستان کې “د ازبېکستان د اسلامي حرکت” د ډلې د شتون ادعا او پر امو سیند د قوشتیپې کانال جوړېدل د یاد اختلاف اساسي ټکي بلل شوي.

راپور کې راغلي، چې ازبېکستان له لویدیځ سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره د نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو په اړه هم اختلاف لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

رحمت الله نبیل:پاکستان د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره نور ملامتوي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، د پاکستان ستونزې نورې د پټېدلو نه دي.

هغه د بلوچستان پېښې په اړه ویلي، چې پوځ او حکومت هڅه کوي چې خپله کمزوري د نورو په ملامتیا پټه کړي.

نوموړي د پاکستان د پوځ هغه څرګندونې بې اساسه وبللې چې ګواکې بلوڅ د هند او طالبانو له ملاتړه برخمن دي.

د نبیل په خبره، پاکستان په سیمه کې د ناقانونه وسلو لپاره یو لوی بازار دی او دا ډله کولای شي، چې دا وسلې په اسانه تر لاسه کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ د پولو معلومولو د تړون هرکلی کوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي پولو د ټاکلو تړون هرکلی کړی.

دا تړون، چې له نږدې دوو کالو خبرو اترو وروسته شوی؛ له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې معلومې شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام به په منځنۍ اسیا کې د تل پاتې سولې او ثبات یو نوی باب پرانېزي.

بلوچستان – تربت؛د پوځ پر موټریز کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه شوې

0

د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان چاودنه شوې.

پاکستاني رسنیو د چاودنې نوعیت د سړک غاړې ماین بللی؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

لاهم کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ویاند ویلي وو، چې دوی لاهم له پاکستاني پوځ سره په جګړه بوخت دي.

ډونالډ ټرمپ:بګرام اډه د چین په اختیار کې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد هېواد په عدلیې وزارت کې د وینا پر مهال یو وار بیا ویلي، چې د بګرام اډه چین نیولې ده.

هغه ویلي، امریکا باید له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم دا اډه نه وی پرېښې.

د ټرمپ په خبره، دا اډه د چین له اټومي بټۍ یو ساعت لرې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو ورځ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ وه او په خبره یې چې امریکايي ځواکونه په عزت او پياوړي وتلی شول.

منیر اکرم:ملګرو ملتونو ته به د هند او افغانستان په اړه خپل پرېکړه لیک وړاندې کړو

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، چې یاد سازمان ته به له ترهګرو ډلو د هند او طالبانو د ملاتړ په اړه خپل پرېکړه لیک وړاندې کړي.

هغه په دې اړه، چې پرېکړه لیک کې به یې څه وي؛ نور جزیات نه دي ورکړي.

اکرم ویلي، پاکستان به په دې اړه خپلې دیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړي، ترڅو له ترهګرو د هند ملاتړ افشاء کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ویلي، بلوچستان کې پر ایکسپریس جعفر اورګاډي د برید تر شا هم د هند لاس دی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي چې پاکستان باید د تورونو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

سیف الاسلام خیبر:د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د ښځو په اړه اندېښنې بې ځایه وې

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې د ګډونوالو له لوري په افغانسان کې د ښځو په اړه اندېښنې بې ځایه بللې دي.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، چې دا د عامه ذهنیت د خرابوالي هڅه ده او د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دی.

د خیبر په خبره، دوی هڅه کوي له دې لارې خپل لیدلوري په خلکو ومني او هغه بحرانونه پټ کړي، چې دوی خپله رامنځته کړي دي.

د امریکا مرکزي قومنداني:عراق کې مو د داعش ډلې مهم غړی، عبدالله مکي او د هغه یو ملګری ووژل

0

د امریکا مرکزي قومنداني یا سنټکام ویلي، چې عراق کې یې د یو برید پر مهال د داعش ډلې مهم غړی، عبدالله مکي او د هغه یو ملګری وژلي دي.

عبدالله مکي په ابوخدیجه شهرت درلود، چې د داعش ډلې دویم لوړ پوړی غړی وو او د دغې ډلې لپاره به یې په نړیواله کچه لوجیستیک او پلان نیونه کوله.

یادې قومنداني ویلي، چې نوموړی په در الانبار ولایت کې وژل شوی.

دا برید د امریکا له لوري د عراقي ځواکونو په همکارۍ ترسره شوی.