یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 569

مجید بریګېډ ډله:د بلوچستان نوشکي کې د پوځ پر موټریز کاروان برید کې مو ۹۰ پوځیان وژلي

0

د بلوڅ ازادي غوښتونکو اړوند مجید بریګېډ ډلې د بلوچستان نوشکي کې د پوځ پر موټریز کاروان د برید مسؤلیت منلی دی.

دا فدایي حمله پر یو موټر شوې او تر هغې وروسته، ازادی غوښتونکو پر نورو موټرو برید کړی دی.

یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید کې یې تر اوسه ۹۰ پوځیان وژلي دي.

راپورونه وایي، چې د پاکستاني پوځيانو په دې کاروان کې اته لېږدوونکې بسونه وو چې د اختر د رخصتۍ لپاره يې پاکستاني پوځيان کورونو ته لېږدول.

حامد کرزی:زده‌کړې یوازې حق نه دی؛ بلکې د ټولنې د سوکالۍ لپاره حیاتي اړتیا ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا غوښتي، چې د نجونو پر مخ باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.

نوموړي ویلي، زده‌کړې یوازې یو حق نه دی، بلکې دا د ټولنې د ابادۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.

کرزي زیاته کړې، چې له زده‌کړو د نجونو منع کول د هېواد پرمختګ ته لوی خنډ دی او کورنۍ د وطن پرېښودو ته مجبوروي.

اکسپریس ټریبون ورځپاڼه:هند او طالبان د پاکستان په نا امني کې لاس لري

د پاکستان اکسپریس ټریبون ورځپاڼې تور پورې کړی، چې هند او طالبان د پاکستان په نا امني کې لاس لري.

یادې ورځپاڼې د بلوڅانو د برید په اړه لیکلي، چې طالبان د بلوڅ ازادي غوښتونکو د مشروعیت په اړه په دې برخه کې د هند پلان عملي کوي.

ورځپاڼې له پاکستاني لوري غوښتي چې په دې اړه د هند او طالبانو ټول رازونه په نړیوالو ناستو کې افشاء کړي.

دوی دغه راز په نړیوالو ټولنې هم نیوکه کړې، چې په دې اړه د پاکستان اسنادو ته هم پام نه اړوي.

د یادونې ده، چې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي برید کې د پاکستان پوځ هم ویلي، چې هند او افغانستان په کې لاس لري.

غزه؛اسرائیلو یو برید کې د درې خبریالانو په شمول نهه تنه وژلي

0

د غزې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د بیت الاهیا ښار کې د اسرائیلو د برید له امله د درې خبریالانو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید په یو موټر ترسره شوی.

وژل شوي خبریالان د سیمه‌ییزو رسنیو کارکوونکي وو.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د غزې وضعیت په دې وروستیو کې یو وار بیا جګړه‌ییز حالت ته تللی دی.

عبدالغفور لېوال:مفتي منیر شاکر د پښتون ټبر د راویښولو یو بلیغ روښانګر عالم و

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، مفتي منیر شاکر د پښتون ټبر د راویښولو یو بلیغ روښانګر عالم و.

هغه ویلي، مفتي شاکر د دین له دریځه د خرافاتو او ښکېلاک په وړاندې زړوره مبارزه کوله.

ښاغلي لېوال زیاته کړې:«د هغه په وژلو باید پښتانه ولړزېږي او پوی شي چې انګلو ـ پنجاب څنګه دوی همداسې په تاریخي ناپوهۍ و غفلت کې ساتل غواړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛سبا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه د چمتو شوې مسودې په تړاو سبا ناسته وکړي.

په دې ناسته کې به دا ارزول کېږي، چې د یوناما ماموریت وغځول شي که نه.

په دغه مسووده کې تر ډېره کوم تغییر نه دی راغلی.

د یادې شورا له لوري ویل شوي، چې په دې مسوده کې د بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، بشري پراختیايي مرستې، نشه‌يي توکي، اقتصاد، ترهګرې ډلې او د بې ځایه شویو وضعیت شامل دي.

حنیف پشتین:منیر شاکر د قام ریښتینی غږ وو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین وایی، منیر شاکر د قام غږ و او هر صف کې به لومړی ولاړ و.

د هغه په خبره، بر دیني عالمانو دا برید نه لومړی دی او نه هم وروستی.

پشتین زیاتوي چې روانه جګړه د پښتون پر ضد پیل شوې او ښایي راتلونکې کې دا جګړه نوره هم خونړۍ شي.

د برېټانیا لومړی وزیر:د اوکراین د احتمالي اوربند لپاره نظامي پلان د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی

0

د برېټانیا لومړی وزیر کي‌یر سټارمر وايي، چې د اوکراین د احتمالي اوربند لپاره نظامي پلان د عملي کېدو پړاو ته داخل شوی دی.

نوموړی ویلي، چې د هېوادونو نظامي چارواکي به د پنجشنبې په ورځ لندن کې راټول شي؛ ترڅو په دې اړه یو قوي پلان جوړ کړي.

نوموړی دا څرګندونې په اوکراین کې پر ۳۰ ورځني اوربند له هوکړې وروسته کوي.

هغه تر دې وړاندې ویلي وو، چې که پوتین په ریښتیا هم اوربند غواړي؛ نو باید دا ډول وحشیانه بریدونه پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ؛د امریکا غږ په ګډون د یاد هېواد د دولتي رسنیو کارکونکي په اجباري ډول رخصت کړي دي

0

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا غږ په ګډون د یاد هېواد د دولتي رسنیو کارکونکي په اجباري ډول رخصت کړي دي.

ټرمپ ویلي، چې دا کارکوونکي باید تر بلې خبرتیا پورې په تمه پاتې شي؛ خو ویلي یې دي، چې د یادو کارکوونکو معاشونه به ورکول کېږي.

د رویټرز د خبر له مخې، نوموړي همدارنګه د ازادۍ راډیو بودیجه هم لغوه کړې ده.

نوموړي تر دې وړاندې امریکا غږ د محافظه‌کارانو پر ضد په تعصب تورنه کړې وه.

«جنرال» مبین:زموږ حالت ډېر بد دی چې د مسلمان پر مړینه خوښي ښکاره کوو

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخواني ویاند «جنرال» مبین د منیر شاکر د مړینې په اړه د یو شمېر طالبانو او ملایانو خوښیو ته په اشارې لیکلي چې د مغفرت دعاګانو پر ځای د مسلمانانو په مړینه خوښي ښودل کېږي.

«جنرال» مبین لیکلي، زمونږ حالت ډیر بد دی، چې د یو مسلمان په مړینه خوښي ښکاره کوو.

د یادونې ده چې د مفتي شاکر د مړینې په اړه یو شمېر طالبانو او ځینې ملایانو خوښي ښودلې او هغه ته یې د اسلام د دوښمن خطاب کړی.