دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 57

ډونالډ ټرمپ:امریکا به له جرمني څخه تر پنځه زرو هم ډېر پوځیان وباسي

د اسراییل ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا به له جرمني څخه تر مخکې اعلان شوی شمېر ډېر پوځیان وباسي.

هغه ویلي: «موږ به خپل ځواکونه ډېر راکم کړو، او دا به له ۵ زرو سرتېرو هم ډېر وي.»

ډونالډ ټرمپ په دې اړه نور جزییات یې نه دي ورکړي.

بلخوا، ناټو ویلي چې د دې پرېکړې په اړه له واشنګټنه نور معلومات غواړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د جرمني صدراعظم فریدرتش مرتس ویلي ایران په خبرو کې د ټرمپ اداره تر فشار لاندې راوستې ده.

د کتاب نړیوالې ورځې په پلمه؛اکسوس کتاب پلورنځی په نوې ودانۍ او نوې بڼه بېرته پرانیستل شو

د اکسوس کتاب پلورنځي مشر حمید ناصري اعلان کړی چې له ۱۲ کلن مزل وروسته یې خپل فعالیتونه په نوې ودانۍ او پراخې بڼې بیا پیل کړي.

د ښاغلي ناصري په وینا، دا پرانیسته د کتاب او مطالعې نړیوالو ورځو سره برابره شوې او د پوهې ارزښت ته د پام رااړولو یو مهم ګام دی.

حمید ناصري وایي، په تېرو کلونو کې یې سلګونه زره کتابونه خپاره کړي او ګڼ فرهنګي پروګرامونه یې ترسره کړي دي.

په نوې ودانۍ کې به د مطالعې لپاره ځانګړې قهوه‌خانه هم وي، او اداره پلان لري چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د هر افغان کور ته لږ تر لږه یو کتاب ورسوي.

د صالح زرغون بهیر ټویټ غبرګونونه راوپارول؛افغانان یې “خطرناک او غیرمسؤولانه” بولي

وروسته له هغې چې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په ایکس پاڼه د کابل په منډوي کې پاکستاني لوري ته د وسلو او ډیپوګانو کوردینات ورکړل، ګڼ افغانان غصه دي او وایي دا کار د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

په یاد ټویټ کې ادعا شوې چې طالبانو د کابل په باغ قاضي سیمه کې د مهماتو لوی ډیپو پټ کړی او خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له سیمې ځانونه لیرې کړي.

خو منتقدین وایي، د داسې معلوماتو خپرول عملي ډول بهرنیو لورو ته د هدف ټاکلو مانا لري.

افغان خبریال سمیع یوسفزي دا اقدام “د شرم‌وړ او خطرناک” بللی او ویلي یې دي چې دا ډول پوسټونه د بهرنیو بریدونو لپاره مستقیمه لار هواروي، که څه هم نوموړي د یادو ادعاوو پر رښتینولۍ هم شک څرګند کړی.

منتقدین ټینګار کوي چې افغانستان له وړاندې د جګړو او سیاسي اختلافاتو قرباني دی، او داسې کړنې د خلکو ترمنځ بې‌باوري او غوسه نوره هم زیاتوي.

زردشت شمس:د ډیورنډ پر سر هره معامله د افغانستان په زیان ده

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت پخوانی مرستیال سفیر زردشت شمس د ډیورنډ په اړه وایي، پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار په یو اړخیز او بې‌همغږۍ ډول تېر کړی، او د افغانستان هېڅ حکومت دا کرښه رسمي پوله نه ده منلې.

هغه ټینګار کوي چې همدا اختلاف لامل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې موضوع هېڅ رسمي مذاکره ونه شي، ځکه هر ډول خبرې به دې کرښې ته مشروعیت ورکړي.

د ښاغلي شمس په وینا، پاکستان به د جمهوریت پر مهال له افغان لوري غوښتل چې خپل حدود مشخص کړي، خو افغان حکومت دا کار نه کاوه.

شمس زیاتوي چې په ساحه کې تر ممکنه حده مقاومت کېده، چې په جنوبي زون کې یې مشري د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق کوله، چې وروسته د طالبانو په یوه برید کې ووژل شو.

نوموړی وايي، که څه هم ځینې سیمې په عملي ډول د پاکستان تر کنټرول لاندې دي او آن د ۱۸۹۳ کال له ټاکل شوو حدودو هم سرغړونې شوې، خو بیا هم د ده په باور، هر ډول مذاکره به د افغانستان په زیان وي او پاکستان به یې د سند په توګه وکاروي.

دغه پخوانی افغان ډیپلومات په پای کې وایي چې د حل یوازینۍ لار، که څه هم اوس ستونزمنه ښکاري، د دې کرښې عملي له منځه وړل دي.

اکسیوس:ایران د هرمز تنګي پرانیستل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو نوې طرحه وړاندې کړې

آکسیوس د دوو سرچینو په حواله، چې د ایران له هغه وړاندیزه خبر دي چې ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شوی، راپور ورکړی چې په دې طرحه کې د یوې میاشتې مهلت ټاکل شوی تر څو د داسې یوه تړون لپاره خبرې وشي چې موخه یې د هرمز تنګي بېرته پرانیستل، د امریکا سمندري محاصره پای ته رسول، او په ایران او لبنان کې جګړه په دوامداره توګه ختمول دي.

د دغو دوو سرچینو په وینا، د ایران د حکومت د وړاندیز له مخې، یوازې وروسته له هغه چې دا ډول تړون ته ورسېږي، بیا به یوه بله میاشت وروسته خبرې پیل شي تر څو هڅه وشي د اټومي پروګرام په اړه هم یو تړون ترلاسه شي.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې هېواد به یې ډېر ژر د ایران له لوري وړاندې شوې د جګړې پای ته رسولو نوې طرحه وڅېړي، خو په خبره یې دا طرحه ښایي د منلو وړ نه وي.

تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې تهران واشنګټن ته ۱۴ ماده‌ییزه طرحه استولې ده.

د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د بیان ازادي لاهم د سختو محدودیتونو سره مخ دی

نن د مۍ درېیمه، د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ ده چې هر کال د یونسکو له خوا د بیان ازادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب، او د خپلواکو رسنیو د ارزښت د یادونې لپاره نمانځل کېږي.

دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت لا هم محدود شوی دی.

د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ بندیزونه لګېدلي دي، او همدا رنګه ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې دي، چې له مخې یې سلګونه خبریالان بې‌کاره شوي.

په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، چې ډېری یې له کاره ایستل شوې یا د کار اجازه نه لري.

د راپورونو له مخې، خبریالان نه شي کولی چې په ازاد ډول سیاسي، ټولنیز او یا انتقادي موضوعات راپور کړي.

د رسنیو د ملاتړ نړیوال بنسټونه وايي چې افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چېرې چې د رسنیو ازادي تر ټولو زیاته محدوده ده.

د مۍ درېیمه د دې یادونه کوي چې ازادې رسنۍ د هرې ټولنې د پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري، خو افغانستان کې دا بنسټ تر بل هر وخت ډېر زیانمن شوی دی.

ایران او افغانستان؛د کوچنیو کاروبارونو د اسانتیاوو په برخه کې تړون لاسلیک کړی

د ایران د سیستان او بلوچستان او د نیمروز ولایت ترمنځ ځایي چارواکو یو نوی ۲۳ ماده‌ییز اقتصادي تړون لاسلیک کړی دی.

چارواکي وایي، دا هوکړه به د دواړو لورو ترمنځ سوداګري زیاته کړي او کوچنیو کاروبارونو ته به اسانتیاوې برابرې کړي.

ایران همداراز اعلان کړی چې په سرحدي سیمو کې د بازارونو پرانیستلو ته چمتو دی، خو عملي کېدل یې د افغان لوري په همکارۍ پورې تړلي دي.

په دې تړون کې د سړکونو او نورو اسانتیاوو د جوړولو خبره هم شوې، چې د سوداګرۍ په زیاتېدو کې به مرسته وکړي.

څانګه صدیقي:د فوزیه کوفي د شتمنیو شمېر څومره دی چې هر کله ضبطېږي او نه خلاصېږي؟

په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې او سیاسي فعالې څانګه صدیقي د فوزیه کوفي د شتمنیو په اړه په پرله‌پسې ادعاوو ته په اشارې ویلي، چې اصلي او مهمه موضوع دا ده چې پر فوزیه کوفي خپله جدي پوښتنې راولاړیدای شي.

هغې ویلي، کوفي له تېرو دوو کلونو راهیسې په بېلابېلو نړیوالو ناستو کې ادعا کوي چې شتمنۍ یې د طالبانو له لوري مصادره شوې، خو د دې ادعاوو دوام او تکرار خلکو ته دا پوښتنه پیدا کړې چې نوموړې په افغانستان کې څومره او څه ډول شتمني لري.

صدیقي ټینګار کړی، چې دا موضوع نور یوازې د شتمنیو د مصادرې ادعا نه ده، بلکې اوس د عامو خلکو لپاره د کوفي د شتمنیو د کچې، سرچینو او حقیقت په اړه د پوښتنې بڼه خپله کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، که دا ادعاوې ریښتینې وي، باید په شفاف ډول یې جزئیات وړاندې شي، او که نه وي، نو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅې د خلکو د باور زیانمنولو لامل ګرځي.

د هغې په خبره، خلک حق لري چې د سیاسي څېرو څرګندونې روښانه، مستندې او حساب ورکوونکې وي.

پنجشیر؛یوې مور په یو وار زیږون پنځه ماشومان زیږولي

د پنجشیر ولایت په عنابې ولسوالۍ کې یوې مور پنځه ماشومان زیږولي، چې له څه باندې یوې میاشتې درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د یاد ولایت والي ویاند سیف‌الدین لټون رسنیو ته ویلي، نوي زیږېدلي ماشومان د کم وزن او ځینو غیر نورمال روغتیايي ستونزو له امله تر یوې میاشتې او لسو ورځو پورې د ایمرجنسي روغتون تر جدي څارنې لاندې وو.

د هغه په وینا، د روغتیايي کارکوونکو د پرله‌پسې پاملرنې له امله اوس د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل کېږي.

طاهر اندرابي:د افغانستان او پاکستان په اړه د بریتانیا څرګندونې یو اړخیزې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي وروستۍ څرګندونې یو اړخیزې بللي دي.

اندرابي ویلي چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د پولو پر سر د نښتو په اړه د بریتانوي استازي خبرې بشپړ توازن نه لري او د وضعیت اصلي لاملونه نه څرګندوي.

هغه ادعا کړې چې له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو لړۍ روانه ده او په دغو پېښو کې ۵۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي تېره اوونۍ په کابل کې له طالب چارواکو سره د تاوتریخوالي کمولو او د سرحدي دروازو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې کړې وې.