د پنجشیر ولایت په عنابې ولسوالۍ کې یوې مور پنځه ماشومان زیږولي، چې له څه باندې یوې میاشتې درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د یاد ولایت والي ویاند سیفالدین لټون رسنیو ته ویلي، نوي زیږېدلي ماشومان د کم وزن او ځینو غیر نورمال روغتیايي ستونزو له امله تر یوې میاشتې او لسو ورځو پورې د ایمرجنسي روغتون تر جدي څارنې لاندې وو.
د هغه په وینا، د روغتیايي کارکوونکو د پرلهپسې پاملرنې له امله اوس د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل کېږي.

