شنبه, مې 2, 2026
Homeافغانستانطاهر اندرابي:د افغانستان او پاکستان په اړه د بریتانیا څرګندونې یو اړخیزې...

طاهر اندرابي:د افغانستان او پاکستان په اړه د بریتانیا څرګندونې یو اړخیزې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي وروستۍ څرګندونې یو اړخیزې بللي دي.

اندرابي ویلي چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د پولو پر سر د نښتو په اړه د بریتانوي استازي خبرې بشپړ توازن نه لري او د وضعیت اصلي لاملونه نه څرګندوي.

هغه ادعا کړې چې له افغانستانه د ترهګریزو بریدونو لړۍ روانه ده او په دغو پېښو کې ۵۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي تېره اوونۍ په کابل کې له طالب چارواکو سره د تاوتریخوالي کمولو او د سرحدي دروازو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې کړې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here