وروسته له هغې چې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر په ایکس پاڼه د کابل په منډوي کې پاکستاني لوري ته د وسلو او ډیپوګانو کوردینات ورکړل، ګڼ افغانان غصه دي او وایي دا کار د ملکي خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
په یاد ټویټ کې ادعا شوې چې طالبانو د کابل په باغ قاضي سیمه کې د مهماتو لوی ډیپو پټ کړی او خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له سیمې ځانونه لیرې کړي.
خو منتقدین وایي، د داسې معلوماتو خپرول عملي ډول بهرنیو لورو ته د هدف ټاکلو مانا لري.
افغان خبریال سمیع یوسفزي دا اقدام “د شرموړ او خطرناک” بللی او ویلي یې دي چې دا ډول پوسټونه د بهرنیو بریدونو لپاره مستقیمه لار هواروي، که څه هم نوموړي د یادو ادعاوو پر رښتینولۍ هم شک څرګند کړی.
منتقدین ټینګار کوي چې افغانستان له وړاندې د جګړو او سیاسي اختلافاتو قرباني دی، او داسې کړنې د خلکو ترمنځ بېباوري او غوسه نوره هم زیاتوي.

