نن د مۍ درېیمه، د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ ده چې هر کال د یونسکو له خوا د بیان ازادۍ، د خبریالانو د خوندیتوب، او د خپلواکو رسنیو د ارزښت د یادونې لپاره نمانځل کېږي.
دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت لا هم محدود شوی دی.
د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ بندیزونه لګېدلي دي، او همدا رنګه ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوې دي، چې له مخې یې سلګونه خبریالان بېکاره شوي.
په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، چې ډېری یې له کاره ایستل شوې یا د کار اجازه نه لري.
د راپورونو له مخې، خبریالان نه شي کولی چې په ازاد ډول سیاسي، ټولنیز او یا انتقادي موضوعات راپور کړي.
د رسنیو د ملاتړ نړیوال بنسټونه وايي چې افغانستان اوس د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چېرې چې د رسنیو ازادي تر ټولو زیاته محدوده ده.
د مۍ درېیمه د دې یادونه کوي چې ازادې رسنۍ د هرې ټولنې د پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري، خو افغانستان کې دا بنسټ تر بل هر وخت ډېر زیانمن شوی دی.

