چهارشنبه, مې 13, 2026
Homeافغانستاند کتاب نړیوالې ورځې په پلمه؛اکسوس کتاب پلورنځی په نوې ودانۍ او...

د کتاب نړیوالې ورځې په پلمه؛اکسوس کتاب پلورنځی په نوې ودانۍ او نوې بڼه بېرته پرانیستل شو

د اکسوس کتاب پلورنځي مشر حمید ناصري اعلان کړی چې له ۱۲ کلن مزل وروسته یې خپل فعالیتونه په نوې ودانۍ او پراخې بڼې بیا پیل کړي.

د ښاغلي ناصري په وینا، دا پرانیسته د کتاب او مطالعې نړیوالو ورځو سره برابره شوې او د پوهې ارزښت ته د پام رااړولو یو مهم ګام دی.

حمید ناصري وایي، په تېرو کلونو کې یې سلګونه زره کتابونه خپاره کړي او ګڼ فرهنګي پروګرامونه یې ترسره کړي دي.

په نوې ودانۍ کې به د مطالعې لپاره ځانګړې قهوه‌خانه هم وي، او اداره پلان لري چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د هر افغان کور ته لږ تر لږه یو کتاب ورسوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here