د ایران د سیستان او بلوچستان او د نیمروز ولایت ترمنځ ځایي چارواکو یو نوی ۲۳ مادهییز اقتصادي تړون لاسلیک کړی دی.
چارواکي وایي، دا هوکړه به د دواړو لورو ترمنځ سوداګري زیاته کړي او کوچنیو کاروبارونو ته به اسانتیاوې برابرې کړي.
ایران همداراز اعلان کړی چې په سرحدي سیمو کې د بازارونو پرانیستلو ته چمتو دی، خو عملي کېدل یې د افغان لوري په همکارۍ پورې تړلي دي.
په دې تړون کې د سړکونو او نورو اسانتیاوو د جوړولو خبره هم شوې، چې د سوداګرۍ په زیاتېدو کې به مرسته وکړي.

