جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 510

نصیر احمد فایق:له طالبانو سره ملګرو ملتونو کې د څوکۍ سپارلو په اړه نه کوم توافق شوی او نه کومه طرحه شته

ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي، نصیر احمد فایق، ویلي چې تر اوسه له طالبانو سره د افغانستان دایمي استازولۍ د څوکۍ د سپارلو په اړه نه کومه توافق شوی او نه هم کومه طرحه شته.

هغه ټینګار کړی چې د یوناما کارکوونکي باید د ملګرو ملتونو یا د افغان ولس له خوا غیرمسؤلانه څرګندونې ونه کړي.

فایق د ملګرو ملتونو له هڅو هرکلی کړی؛ خو ویلي یې دي چې هره طرحه چې د شفافیت، عملي ضمانتونو، او د مشروعو استازو له ګډون پرته د طالبانو د رسمیت پېژندنې لور ته روانه وي، د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې ځینې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځینو ډيپلوماټانو د افغانستان لپاره د يوه نوي سياسي چوکاټ د جوړېدو په لړ کې له سهیل شاهین سره د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په تړاو خبرې کړي دي.

د هند حکومت؛له پاکستانه د هر ډول مالونو واردات بند کړل

د هند حکومت د مې دوهمه اعلان کړی چې له پاکستانه د هر ډول مالونو واردات بندوي.

د هند د بهرني تجارت عمومي ریاست ویلي، دا بندیز “د ملي امنیت او عامه پالیسۍ” له مخې لګول شوی، او له همدې نېټې نافذ دی.

پاکستان هم په غبرګون کې د هند سره واردات بند کړي، سرحدي تجارت یې درولی، او د هند الوتنو ته یې خپل فضايي حریم تړلی دی.

دغه راز، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کنټرول کرښه تازه نښتي شوي، او ملګرو ملتونو له دواړو خواوو د زغم غوښتنه کړې.

همداراز، د هند په بېلابېلو ښارونو کې پر کشمیریانو بریدونه زیات شوي او ګڼ شمېر یې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

دا پرېکړې وروسته له هغې شوې چې د کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول، او هند یې پړه پر پاکستان واچوله، خو اسلام‌اباد دا تور رد کړی.

پاکستانۍ رسنۍ:هند غواړي کشمیر کې نیول شوي پاکستانیان ووژني

د پاکستان جیو نیوز رسنۍ د خپلو امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې هندي ځواکونه پلان لري هغه پاکستانيان، چې په غیرقانوني ډول یې نیولي، د اشغال شوې کشمیر په سیمه کې د جعلي نښتو په نوم ووژني.

د سرچینو په وینا، لږ تر لږه ۵۶ پاکستانيان دا مهال پرته له قانوني بهیر نه، د هند په زندانونو کې بنديان دي.

راپورونه ښيي چې دغه کسان به د جعلي بریدونو ښکار شي او د پاکستان ضد تبلیغاتو لپاره به یې د جنګیالیو په توګه معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د پهلګام له پېښې وروسته د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

جاپان: افغانانو سره د خوارځواکۍ په برخه کې مرستو ته ژمن یوو

په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا کابل کې د خوارځواکۍ له یوه مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې جاپان د خوارځواکۍ پر ضد مبارزه کې له افغان کورنیو سره همکاریو ته ژمن دی.

نوموړي د مېندو او ماشومانو حالت اندېښمن کوونکی یاد کړی؛ خو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستې یې هیله بښونکې بللې.

د یادونې ده چې جاپان تازه د خوړو نړیوال پروګرام سره اووه میلیونه ډالره مرسته کړې، چې په راتلونکو درې میاشتو کې به له ۳۰ زره کورنیو، ۶۰ زره مېندو او زرګونو زده کوونکو سره مرسته وشي.

ډونالډ ټرمپ؛د پاپ په جامو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړ شوی انځور خپور کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په “تروث سوشال” کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوی یو انځور خپور کړی چې هغه پکې د پاپ په لباس کې ښکاري.

ټرمپ د انځور په اړه څه نه‌دي لیکلي او د سپینې ماڼۍ رسمي پاڼې هم دا انځور په ایکس کې بیا خپور کړی دی.

ناروې:د اسرائيلو له لوري د غزې محاصره غيرقانوني ده

ناروې د غزې پر دوامداره محاصره سخت غبرګون ښودلی او دا اقدام یې «بې‌دليله او په شديد ډول غيرقانوني» بللی دی.

د دغه هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير اندریاس کراوېک له نړيوالې محکمې غوښتي چې د اسرائيلو بشري مکلفيتونه له حقوقي پلوه وڅېړي.

نوموړي ويلي، د غزې د محاصرې له امله بشري مرستې نه‌رسېږي او وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي.

دی وايي، ناروې دا موضوع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کړې او د يوې پرېکړه‌ليک له لارې یې له نړيوالې محکمې غوښتي چې څرګند کړي آيا اسرائيل د نړيوالو قوانينو له مخې د فلسطينيانو د بشري مرستو د تأمين مسووليت لري که څنګه.

کراوېک ټينګار کړی: «دا موضوع بايد له حقوقي پلوه روښانه شي، او دا نړيواله محکمه ده چې بايد د دې وضعيت قانوني اړخونه واضحه کړي.»

د می ۳مه؛په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت په جدي خطر کې دی

نن د می میاشتې ۳مه د نړيوالو مطبوعاتو د ازادۍ ورځ ده، خو په افغانستان کې د طالبانو له لوري رسنۍ د شدید سانسور او محدودیتونو سره مخ دي.

د افغانستان ځینو فعالانو او ژورناليستانو ویلي، چې د دغه ورځ په مناسبت د ښځو ژورناليستانو غږ د طالبانو لخوا ځپل شوی، او ګڼ شمېر ژورناليستان مهاجر شوي یا په زندانونو کې ځورول کیږي.

د افغانستان د ژورناليستانو مرکز د نړيوالو مطبوعاتو د ازادۍ د ورځې په مناسبت تازه راپور خپور کړی، چې ښيي د ۲۰۲۴ کال له مې میاشتې راهیسې، ۲۱۵ موارد د رسنیو د ازادۍ د نقض ثبت شوي دي چې په دې کې ۱۷۵ موارد تهدیدونه او ۴۰ موارد نیول شامل دي.

راپور زیاتوي، چې د ژورناليستانو او رسنیو پر وړاندې خشونت په تېر کال کې ۵۸٪ زیات شوی دی.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی، او ژورناليستان په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

صدیق صدیقي:له طالبانو سره هر ډول تعامل د افغان ولس سره خيانت دی

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني وياند صدیق صدیقي د ملګرو ملتونو پر هغو راپورونو سخت غبرګون ښودلی چې ګواکې دا سازمان هڅه کوي د افغانستان څوکۍ سهیل شاهین ته، چې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو لپاره نوماند شوی، وسپاري.

ښاغلي صدیقي پر خپله ایکس‌پاڼه ليکلي: «هر ډول تعامل، د خبرو اترو پيل او سياسي بهير له طالبانو سره، يوه نامشروع امتياز ورکونه او د افغان ولس سره خيانت دی؛ هغه ولس چې د طالبانو تر استبداد، ظلم او وېرو لاندې ژوند کوي.»

نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو څوکۍ مشروعو حکومتونو ته سپارل کېږي، نه ترهګري شبکو ته.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچينو رسنیو ته ويلي وو چې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځینو ډيپلوماټانو د افغانستان لپاره د يوه نوي سياسي چوکاټ د جوړېدو په لړ کې له سهیل شاهین سره د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په تړاو خبرې کړي دي.

اروپايي اتحادیه:هند او پاکستان دې د تاوتریخوالي له زیاتوالي ډډه وکړي

اروپايي اتحادیې د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې چې زغم وښيي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس د هند د بهرنیو چارو له وزیر سبرامنیم جېشنکر او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړې ویلي:«د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل اندېښمنوونکي دي او زه له دواړو خواوو غواړم چې زغم وښيي او د خبرو له لارې وضعیت ارام کړي.

هبت‌الله:د نړیوالو لخوا د علماوو ګوښه کولو سره سره، د افغانستان چارې زموږ په لاس کې دي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخندزاده د کابل ولایت مسؤلینو ته په یوه روزنیز سمینار کې وینا کړې ده.

حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت الله ویلي، نړۍ سلګونه کلونه هڅه وکړه چې علما له سیاست لیرې وساتي؛ خو اوس د افغانستان چارې د علماوو په لاس کې دي.

نوموړي مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې خپل مسؤلیت دې د شریعت د اصولو پر بنسټ ترسره کړي.

هغه زیاته کړې، د شریعت پر وړاندې د هیڅ‌چا مراعات مه کوئ، د دښمن تبلیغاتو ته مه تسلیمېږئ او خپل‌منځي بې‌باورۍ ته لاره مه ورکوئ.

نوموړي د خلکو خدمت هم مهم بللی او ویلې یې دي چې ولس له «اسلامي امارت» سره قربانۍ ورکړې دي، اوس وخت دی چې مسؤلین د ولس صادقانه خدمت وکړي.