جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 509

د ایران پر ضد د برید اختلافات؛ مایک والټز له دندې استعفاء وکړه

واشنګټن پوسټ خبر ورکړی چې د ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د استعفاء لامل پر ایران د اسرائیل له نظامي برید سره همغږي وه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، والټز د اسرائیل لومړي وزیر سره په ګډه د دې ملاتړ کاوه چې پر ایران دې اسرائیل نظامي برید ترسره کړي؛ خو سپینې ماڼۍ دا پلان نه دی منلی.

د یادونې ده چې د مایک والټز استعفاء ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

حامد کرزی:د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین بولم

پخواني ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتلي.

کرزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د جاپان مرستو د دوام پر اړتیا خبرې کړې دي.

کرزي په دې لیدنه کې د نجونو د تعلیم پر اهمیت ټینګار کړی او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې ملي تفاهم اړین بللی دی.

کرزي تر دې وړاندې هم د نجونو زدکړې مهمې بللې دي.

هرات‌؛پاشدان بند ته د موټر غورځېدو له امله شپږ تنه وژل شوي

د هرات پاشدان بند کې د یو موټر د غورځېدو له کبله شپږ تنه وژل شوي دي.

په یادو کسانو کې پنځه یې مېرمنې دي.

د هرات د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، موټر له یو موټرسایکل سره د ټکر له کبله له خپل مسیر اوښتی وو.

نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه تنه ژغورل شوي دي.

فوزیه کوفي:د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شاه پریکړې نه منو

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي ویلي، هغه پلان به د افغانستان لپاره بریالی وي چې واضح، ټولشموله او د خلکو پر محوریت وي.

هغې ویلي، چې افغانان نور له هغه پرېکړو ستړي شوي دي، چې د بندو دروازو تر شاه کېږي او یوناما باید د افغانانو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړې دا څرګندونې طالبانو ته د ملګرو ملتونو د استازولۍ څوکۍ د سپارلو د راپورونو په غبرګون کې کړې دي.

د یادونې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسني استازي نصیراحمد فایق هم ویلي چې تر اوسه له طالبانو سره د افغانستان دایمي استازولۍ د څوکۍ د سپارلو په اړه نه کومه توافق شوی او نه هم کومه طرحه شته.

د بخښنې نړیوال سازمان:د بیان ازادۍ له پلوه افغانستان په بدترین ځای کې دی

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو لاهم د رسنیو پر وړاندې بندیزونو او دغه راز د خبریالانو ځورولو او نیولو ته دوام ورکړی.

یاد سازمان ویلي، چې افغانستان د بیان ازادۍ په برخه کې د ټولو هېوادونو ترمنځ په بدترین ځای کې دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، ګڼې رسنۍ دغې ډلې د دې لپاره تړلي، چې د دوی پر سیاستونو یې نیوکه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې پر ټلویزوني رسنیو د ساکښو تصویر بندول هم رسنۍ له ستونزو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال په افغانستان کې د رسنیو سیاسي خپرونې هم تر امر ثاني بندې دي.

اتونبایوا:طالبانو خبریالان د جدي ګواښ، شکنجې او بد چلند سره مخ کړي

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایووا ویلي، د افغانستان روان اقتصادي بحران د رسنیو پر فعالیتونو ژور اغېز کړی، او د عایداتو کمېدو له امله ګڼ شمېر رسنۍ خپل فعالیتونه بند کړي دي.

هغې زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت له خوا د بیان پر ازادۍ محدودیتونه زیات شوي، چې له کبله یې د رسنیو کارکوونکي له جدي ګواښونو، نیونې، شکنجې او بد چلند سره مخ دي.

اتونبایووا په ځانګړي ډول د ښځینه ژورنالیستانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي چې دوی له ځانګړو خطرونو او خنډونو سره مخ دي.

نوموړې د رسنیو د خوندي فعالیت لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

پر دیپلوماسۍ د مصنوعي ځيرکتیا اغېز

لیکوال: شهزاد آریوبي

نن سبا نړۍ ډېره په چټکۍ بدلېږي او په دې چټک بدلون کې اوس مصنوعي ځيرکتیا یوازې تر ټکنالوجیکو شرکتونو پورې محدوده نه، بلکې د معاصرې دیپلوماسۍ په یوې مهمې برخې بدله شوې ده. د ارتباطاتو له آسانتیا نیولې تر د بحرانونو د مدیریت او حتی نړیوالو مذاکراتو پورې، ټولو کې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکې ټکنالوجۍ په ډېره چټکۍ د دیپلوماسۍ په چارو کې بدلون راوړي.
د دې تحول په لومړۍ کرښه کې OpenAI‌ پرمختللی د ژبې موډل راځي. دا یو قوي مثال دی چې مصنوعي ځيرکتیا څنګه دیپلوماتیکې هلې ځلې پیاوړې کولای شي. دا بالخصوص هغو مخ پر ودې هیوادونو سره ډېره مرسته کولای شي چې د بدلون او بیارغونې په دې وخت کې له نړیوالې ټولنې سره پر تعامل کار کوي.

په دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا مخ پر ودې ونډه
دیپلوماسي په ارتباطاتو، مذاکراتو او کلتوري تفاهم ولاړه ده او مصنوعي ځیرکتیا دې برخو کې د پام وړ وده راوړلای شي. د همزمانه ژباړې، د احساساتو تحلیل، د ډېټا تجزیه او تحلیل او د پالیسیو موډل جوړونه، د مصنوعي ځیرکتیا هغه موډلونه دي چې له دیپلوماتانو سره په دې برخو کې مرسته کولای شی:
• د کلتوري توپيرونو دقیق تفسیر؛
• په عمومي افکارو او نړیوالو احساساتو کې د بدلون پېژندنه؛
• په بېلابېلو ژبو او پلټفارمونو کې د نړیوالو رسنیو څارونه؛ او
• په لا ‌ډېر ښه ډول د پالیسیو د اسنادو جوړونه، رغونه او شننه.
د ChatGPT په څېر موډلونه د ډيالوګ په چمتو کولو، تاریخي او کلتوري شالید موندلو او چټکې څېړنې په کولو سره، د دیپلوماتیک تعامل او اړیکو کیفیت او چټکتیا لوړوي.

د دیپلوماتانو بل نسل
دې پرمختګونو ته په کتو په نړۍ کې ځینې سازمانونه د ځینو پروګرامونو روزنه ورکوي، مثلاً دا چې «د مصنوعي ځيرکتیا لرونکې ټکنالوجۍ دیپلوماسۍ کې څنګه بدلون راوړي؟». دا پروګرامونه ورځ په ورځ د پخوانیو مجربو او نویو ګومارل کېدونکو دیپلوماتانو لپاره اړین کېږي.
په دې برخه کې د زده‌کړې مهمې ساحې دا دي:
• د منصوعي ځیرکتیا په قوتونو او محدودیتونو پوهېدل؛
• په دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې اخلاقي اړخونه؛
• عملي کارونې: مذاکرات، د بحران مخنیوی، د رسنیو څارو او د ډېټا پر اساس د پالیسي پرېکړې؛ او
• په سفارتونو او بین المللي سازمانونو کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارېدنې بېلګې.
اوسنۍ نړیوالې دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا کارېدنې ته په کتو، که دیپلوماتان موثریت غواړي، د مصنوعي ځيرکتیا په اصلي مهارتونو باید ځان پوه کړي.

مصنوعي ځيرکتیا بالخصوص مخ پر ودې هیوادونو ته ولې ارزښت لري؟
نړۍ کې درزونه په پراخېدو دي، جیوپولټيکي کشمکشونه را پورته کېږي او دیپلوماسي له ننګونو سره مخ ده، په داسې وخت کې باید هیوادونه هم خپله د بهرني سیاست زېربنا عصري کړي. مخ پر ودې هیوادونه چې د ملت په توګه د خپل نړیوال حضور بیارغونې جدي هڅې کوي، دا عصري کول ورته جدي او بېړنۍ اړتیا ده.
د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوجۍ دا ستراتيژيک امتیازات ورکولای شي:
• د محدودو سرچینو لرونکو سفارتونو ته د لږ لګښته وسایل؛
• د سیاسي او جغرافیايي واټن کمولو لپاره له لرې ځایه د همکارۍ پلټفارمونه؛ او
• د ډېټا پر اساس داسې اټکلونه چې په نازکو حالاتو کې د وړاندې تګ بهرنۍ پالیسي ملاتړ کوي.
که هیوادونه خپل دیپلوماتان د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوجۍ په برخه کې وروزي، د استازو داسې نوی نسل به رامنځته کړي چې نړۍ سره به په خبره ښه پوهېږي، ښه به چمتو وي او کلتوري ریښې به ولري. دوی به یویشتمې پېړۍ د نړیوالو اړیکو د پېچلتیاو د پېژندلو او حل ښه وړتیا ولري.

په دیپلوماسۍ کې د مصنوعي ځيرکتیا اخلاقي کارونه
مصنوعي‌ ځیرکتیا که څه هم ستره وړتیا او پوتانشیل لري، خو په کارولو کې یې باید اخلاقي اړخونو ته هم پام وشي. د الګوریتمونو پلوي، د ډېټا خوندیتوب، محرمیت او د معلوماتو د ناوړه کارونې مخنیوي لپاره د متفکرانه مقرراتو او مسوولانه رهبرۍ اړتیا ده.
مصنوعي ځیرکتیا د انساني پوهې بدیل نه، بلکې یو قوي متمم دی. دیپلومات که ښه روزل شوی وي او تجربه او کلتوري درک ولري؛ نو ښې پرېکړې کولای ، ډيالوګ پراخولای او په پوره درناوي د خپل ملت استازیتوب کولا شي.

څه باید وشي؟
دیپلوماسي ډیجیټل دورې ته ننوتې ده. اوس چې کوم هیوادونه د منصوعي ځيرکتیا په ظرفیتونو پانګونه کوي، هغوی به نړیوال اغېز او نوښت کې تر نورو مخکې وي. مخ پر ودې هیوادونو لپاره دا یوازې یوه څپه نه ده، بلکې یو بېساري فرصت دی چې په نړیوالو اړیکو کې خپل ځای پيدا کړي. دا کار نورو پسې په تګ نه کېږي، بلکې طریقه یې دا ده چې د منصوعي ځیرکتیا په اغېزناک، اخلاقي او ستراتیژيک استعمال خپل راتلونکی جوړ کړي.
په نننۍ نړۍ کې ټکنالوجي د جیوپولټيک په بڼې بدلولو او جوړولو کې مهمه ونډه لري. داسې وخت کې که دیپلوماتان په منصوعي ځیرکتیا پوه شي، دوی به د سولې، مشارکت او پرمختګ معماران وي.
کوم مخ پر ودې هیوادونه چې نوښتونه، پر مهارتونو پانګونه او ډیجېټل کېدو خوا ته تګ ردوي، هغوی ښایي وروسته پاتې شي او څوک چې دا برخې مني او کار پرې کوي، هغوی به راتلونکی جوړوي.

هند:د پاکستان بېړۍ نور زموږ بندرونو ته داخلېدلی نشي

د هند د بندرونو او سمندري ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته به هېڅ پاکستانی بیرغ لرونکې بېړۍ د هند بندرونو ته د داخلېدو اجازه ونه لري، او همداراز به هندي بېړۍ هم پاکستاني بندرونو ته سفر نه‌شي کولای.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، دا اقدام د ملي امنیت، شتمنیو، بارونو او سمندري بنسټونو د خوندي ساتلو په موخه شوی دی.

دا پرېکړه له همدې شېبې نافذه ګڼل شوې او تر نامعلومې مودې پورې به پاتې وي.

یاد اقدام وروسته له هغه شوی چې د کشمیر په «پهلګام» سیمه کې خونړی برید وشو، چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، نظامي او اقتصادي کړکېچ زیات شوی.

د نړیوالو دفاعي څېړنو اداره:۲۰۲۵ کال نړیوال پوځي ځواک کې هند څلورم او پاکستان دولسم نمبر ته رسېدلی

د نړیوالو دفاعي څېړنو له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړۍ ځواکمنو پوځونو په نوملړ کې پاکستان دولسم او هند څلورم مقام خپل کړی دی.

دا راپور د “Global Firepower” ادارې له خوا خپور شوی چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې د ۱۴۵ هېوادونو نظامي ځواک ارزوي.

په راپور کې ویل شوي چې د هند دفاعي بودیجه نږدې ۸۶ میلیارده ډالر ته رسېږي، چې د پاکستان په پرتله نږدې ۹ چنده زیاته ده.

همداراز، د هند فعال پوځیان تر ۱.۴ میلیونه او د پاکستان فعال پوځیان شاوخوا ۷۰۰ زره تنه ښودل شوي دي.

د وسله والو ځواکونو تجهیزاتو له مخې هم هند له پاکستان څخه مخکې دی، خو د اټومي وسلو شمېر کې دواړه هېوادونه نږدې برابر دي؛ هند ۱۷۲ او پاکستان ۱۷۰ اټومي وسلې لري.

د SIPRI په تازه راپور کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول تقابل کولی شي د سیمې ثبات له خطر سره مخ کړي، ځکه دواړه هېوادونه اټومي وسلې لري او د هر ډول جګړې پایلې جدي او وېروونکي کیدای شي.

عباس عراقچي:ایران باید د اټومي سون‌توکو له بشپړې دورې برخمن وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران د یورانیمو د غني‌سازۍ بشپړ حق لري.

نوموړي پر ایکس لیکلي، چې ایران باید د اټومي سون‌توکو له بشپړې دورې برخمن وي.

عراقچي زیاته کړې، چې څو هېوادونه د NPT غړي دي، خو له غني‌سازۍ کار اخلي، نو ځکه باید له ایران سره توپیري چلند ونه شي.

هغه د امریکا له‌خوا د تحریکوونکو څرګندونو پر ځای د عادلانه چلند او قوي سیاسي ارادې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې یوه معتبره هوکړه لا هم شونې ده.