یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 5

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام:افغانستان د ژور بشري او اقتصادي کړکېچ په لور روان دی

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې افغانستان د کډوالو د پراخې راستنېدنې، سختې وچکالۍ او د نړیوالو مرستو د کمښت له امله له ژور بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان د خپلو اساسي اړتیاوو لکه خوړو، اوبو، روغتیايي خدماتو او سرپناه د پوره کولو توان نه لري، چې دا وضعیت د هېواد د ټولنیز ثبات لپاره جدي اندېښنې راپورته کوي.

دغه بنسټ زیاتوي چې د سړي سر عاید په افغانستان کې لا هم د ۲۰۲۰ کال له کچې ټیټ پاتې دی، چې دا د اقتصادي رکود دوام ښيي.

همدارنګه په راپور کې راغلي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د نږدې ۲.۹ میلیونه افغان کډوالو راستنېدنې پر موجودو خدماتو او ټولنیزو سرچینو سخت فشار راوستی او زرګونه کورنۍ یې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام، ټینګار کړی چې که د مرستو بهیر پراخ نه شي او د وچکالۍ او بېکارۍ پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي، نو د افغانستان بشري وضعیت به لا خرابېدو ته ولاړ شي.

د بریټانیا بادشاه:د بهرنیو نیابتي ډلو د ګواښونو پر وړاندې نوي اقدامات کوو

د بریتانیا بادشاه “دریم چارلز” ویلي، چې د دغه هېواد حکومت به د بهرنیو دولتونو او د هغوی د نیابتي ډلو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره نوي اقدامات عملي کړي.

هغه د حکومت د راتلونکو پلانونو د بیان پر مهال وویل، لندن هڅه کوي د امنیتي خطرونو د زیاتېدو له امله د هېواد دفاعي او استخباراتي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

د بریتانیا بادشاه همداراز اعلان وکړ چې حکومت به د پارلمان او مهمو دولتي بنسټونو پر وړاندې د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره نوي قوانین وړاندې کړي، څو د ډیجیټلي امنیت کچه لوړه شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انرژۍ، خپلواکي باید د بریتانیا د اوږدمهالې ستراتیژۍ مهمه برخه وي.

چین:پاکستان دې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې نورې هم پیاوړې کړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمه‌ییزو وروستیو تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وانګ يي د پاکستان هغه هڅې وستایلې چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د تسهیل لپاره یې ترسره کړي او د لنډمهالي اوربند د غځولو په برخه کې یې رول لوبولی دی.

هغه ټینګار وکړ چې بیجینګ د پاکستان له منځګړیتوب څخه ملاتړ کوي او تمه لري اسلام‌آباد خپلې ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې کړي.

د راپور له مخې، وانګ يي زیاته کړې چې پاکستان دې د سیمه‌ییز ثبات لپاره خپل باور وساتي او د هرمز تنګي د پرانیستې او د سولې د ژر تر ژره بېرته ټینګښت لپاره عملي رول ولوبوي.

په همدې تړاو، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیان هم ویلي چې بیجینګ به د پاکستان د منځګړیتوب هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي او د سیمه‌ییزو ستونزو د سیاسي حل لپاره به خپله ونډه واخلي.

د دوه نړیوالو او سیاسي قدرتونو مخامخ لیدنه او د یوې نوې معادلې په محور کې یې څرګندېدل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د ۲۰۱۷ کال له سفر وروسته په لومړي ځل بېرته بیجینګ ته پر لار دی، خو دا ځل د نړۍ سیاسي فضا له پخوا سره بشپړ توپیر لري.

دغه دواړه مشران ډونالډ ټرمپ او شي جين‌پینګ د داسې نړیوالو فشارونو په منځ کې سره مخامخ کېږي چې د امریکا او چین اړیکې یې تر ټولو حساس پړاو ته رسولي دي.

په ځانګړي ډول د چین نږدې متحد ایران لا هم د واشنګټن د فشارونو په وړاندې خپل دریځ ټینګ ساتلی او د روانو نړیوالو شخړو په مرکز کې پاتې دی.

په همدې حال کې چین د تېرو کلونو له تجارتي او ټکنالوژیکو جګړو وروسته خپل اقتصادي او صنعتي ظرفیتونه پراخ کړي او اوس د نړۍ په کچه د یو مخ پر ودې ټکنالوژیک ځواک په توګه ځان تثبیتوي.

د نړیوالو سیاسي څیړونکو له نظره، دا لیدنه یوازې یو دیپلوماتیک سفر نه دی، بلکې د دوه سیالو قدرتونو ترمنځ د نوې نړیوالې معادلې انعکاس دی؛ چیرې چې ټرمپ د خپلې وروستۍ سیاسي دورې په چوکاټ کې او شي جين‌پینګ د لا زیات متمرکز واک په حال کې خبرې کوي.

یو شمېر راپورونه وایي چې، د دې لیدنې په پروګرام کې رسمي تشریفات هم شامل دي، لکه د آسماني معبد لیدنه او دولتي مېلمستیا، چې د چین د دودیزو دیپلوماتیکو مراسمو برخه ګڼل کېږي.

ارمان افغان: حماسه میډیا

فضل محمود فضلي:د پاکستاني پوځ د ډالري جګړې ستراتیژي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ځپلو لپاره روانه ده

د چارو ادارې پخواني رئیس، فضل محمود فضلي، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یي وو: “پاکستاني پوځ دې خپله ډالري جګړه خیبر پښتونخوا کې نه کوي” ویلي، چې سهیل افریدي یو ځل بیا ثابته کړه چې پاکستان د “ډالري جګړې” تر نوم لاندې د پښتنو سیمې د پوځي عملیاتو او دوامدار تاوتریخوالي ډګر ګرځولي دي.

فضلي په خپله ایکس پاڼه ویلي، د پاکستاني پوځ له خوا د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روان تاوتریخوالی د اسلام‌اباد له پخوانۍ ستراتیژۍ سره تړاو لري؛ هغه ستراتیژي چې د ده په خبره، د امنیتي ګواښونو په پلمه د پښتنو سیمو د بې‌ثباته ساتلو لپاره کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړې، له ارومچي مذاکراتو وروسته که څه هم پاکستان او د طالبانو حکومت د افغان کلیو د بمبارۍ په اړه چوپتیا خپله کړې، خو د سرحدي بریدونو او ورځنیو تیریو لړۍ لا هم روانه ده.

د فضلي په وینا، افغانان د دې جګړې اصلي قربانیان دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي ویلي وو، پاکستاني پوځ باید خپله “ډالري جګړه” د پښتنو په سیمو کې ونه کړي او بل ځای ته یې یوسي.

د طالبانو حکومت او هندي شرکت ترمنځ؛په مرکز او نهو بندرونو کې د معیاري لابراتواري کمپلکسونو تړون لاسلیک شو

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې او یوه نړیوال هندي شرکت (تي سي آر سي) ترمنځ د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د معیاري لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو، تجهیز او سمبالولو تړون د هېواد په مرکز او نهو مهمو بندرونو کې لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې، یاد شرکت به د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري او پرمختللي لابراتواري کمپلکسونه جوړ کړي، عصري تجهیزات به نصب او موجود وسایل به ترمیم کړي، او د معیار او کیفیت ادارې لپاره به تخنیکي او مسلکي روزنیز پروګرامونه هم عملي کړي، او همدارنګه به د معیار او کیفیت ادارې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به بهرني متخصصین هم معرفي کړي.

د راپور له مخې، چې دغه کمپلکسونه به د وارداتو او صادراتو د کیفیت د کنټرول په برخه کې مهم بدلون رامنځته کړي او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو (ISO) بهیر به لا پیاوړی کړي.

خواجه آصف:ترکیه او قطر ښايي د سعودي عربستان د دفاعي تړون برخه شي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي چې ترکیه او قطر ښايي د سعودي عربستان له هغه ګډ دفاعي تړون سره یوځای شي چې د پاکستان په ګډون د څو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو په چوکاټ کې جوړېږي.

هغه په یوه محلي ټلوېزیوني مرکه کې ویلي چې دا دفاعي تړون اوس د وروستي کېدو په پړاو کې دی او که ترکیه او قطر هم ورسره شامل شي، نو دا به یوه “ښه او مثبت پرمختګ” وي.

د راپور له مخې، دا نوې امنیتي همکارۍ داسې مهال رامنځته کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له امله د منځني ختیځ او سویلي اسیا امنیتي وضعیت بدل شوی او هېوادونه هڅه کوي د نویو دفاعي اتحادونو او همکارۍ لارې پیدا کړي.

دغه پلان لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی بشپړ اعلان شوی، خو د سیمه‌ییزو رسنیو په وینا خبرې اترې روانې دي او د څو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همغږۍ احتمال زیات شوی دی.

لیندسي ګراهام:پاکستان د سیند دواړه غاړې وهي، واشنګټن باید د اسلام اباد په دوه مخي چلند غور وکړي او بل منځګړی پیدا کړي

د امریکا جمهوري پال سناتور لیندسي ګراهام ویلي چې پر پاکستان د منځګړیتوب په برخه کې هیڅ باور نلري، او د ده په وینا اسلام‌اباد ته باید د ایران او امریکا د حساسو خبرو د مدیریت اجازه ورنه کړل شي.

هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي: «زه پر پاکستان دومره باور نه لرم څومره چې یې پورته کولی شم.»

نوموړي زیاته کړې که دا راپورونه ثابت شي چې ایران خپلې پوځي الوتکې د پاکستان په هوايي اډو کې ځای پر ځای کوي، نو دا به د منځګړیتوب د بې‌طرفۍ په اړه جدي شکونه راپورته کړي.

ګراهام خبرداری ورکړی چې په داسې صورت کې امریکا باید د ایران او امریکا د خبرو لپاره د بل بدیل منځګړي په لټه کې شي، او په وینا یې اوسنی بهیر له جدي خنډونو سره مخ دی.

وړاندې هم لیندسي ګراهام د اسلام اباد په دوه ګوني چلند نیوکه کړې وه چې ګواکې پاکستان په نور خان او نورو اډو کې د ایران پوځي او ملکي الوتکو ته پناه ورکړې وه.

ډونالډ ټرمپ:د امریکایانو اقتصادي ستونزو ته فکر نه کوم، یوازې ایران دې اټومي وسله ونه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران جګړې له امله د امریکایانو اقتصادي وضعیت ته چندان پام نه کوي او ټینګار یې کړی چې اصلي اندېښنه یې یوازې دا ده چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي: «زه د هیچا په اړه فکر نه کوم، زما تمرکز یوازې پر دې دی چې ایران اټومي وسله ونه لري.»

د هغه دغو څرګندونو د امریکا د ډیموکراټ ګوند له‌خوا سخت غبرګونونه راپارولي او منتقدینو ویلي چې دا خبرې د امریکایانو د ژوند لګښتونو او اقتصادي ستونزو په اړه د ټرمپ د انتخاباتي ژمنو خلاف دي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران جګړې د تیلو بیې لوړې کړې او په امریکا کې یې د انفلاسیون او اقتصادي فشارونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛چین ته پر لار د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو لباس ته ورته ورزشي لباس په تن کړی

د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر استیون چونګ هغه انځور خپور کړی چې پکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «ایر فورس وان» الوتکې دننه لیدل کېږي.

روبیو، چې له ډونالډ ټرمپ سره بیجینګ ته پر سفر روان دی، په داسې ورزشي لباس کې ښکاري چې د وینزوېلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیول کېدو پر مهال له کارېدلي لباس سره ورته والی لري.