یکشنبه, اکتوبر 26, 2025
Homeروغتیارویټرز:د ډونالډ ټرمپ روغتيايي حالت له خپل عمر ۱۴ کاله ځوان ښودل...

رویټرز:د ډونالډ ټرمپ روغتيايي حالت له خپل عمر ۱۴ کاله ځوان ښودل شوی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه طبي راپور ښيي چې هغه د عمر له پلوه په “استثنايي” روغتیا کې دی، او د زړه عمر یې د اصلي عمر په پرتله ۱۴ کاله ځوان ښودل شوی.

د رویټرز د راپور له مخې، ۷۹ کلن ټرمپ د امریکا دوهم تر ټولو زوړ ولسمشر دی؛ خو د وروستیو معایناتو پایلې ښيي چې د هغه زړه، عصبي او فزیکي وضعیت ښه دی.

ټرمپ چې وزن یې ۱۰۲ کیلوګرامه او قد یې ۱۹۰ سانتي‌متره ښودل شوی، د لوړ کولیسټرول د کنټرول ترڅنګ لا هم منظم ورزش کوي.

راپور زیاتوي، ټرمپ به د یکشنبې په ورځ منځني ختیځ ته سفر وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here