شنبه, اکتوبر 11, 2025
Homeافغانستانهند؛د امیرخان متقي مطبوعاتي غونډې کې د ښځینه خبریالانو د بندیز له...

هند؛د امیرخان متقي مطبوعاتي غونډې کې د ښځینه خبریالانو د بندیز له پرېکړې ځان بې‌پرې وباله

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مطبوعاتي غونډې پر مهال د ښځینه خبریالانو د ګډون د بندیز په پرېکړه کې هېڅ رول نه لري.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، د شنبې په ورځ له دې اعلان وروسته، په هند کې پراخ اعتراضونه او د اپوزیسیون د مشرانو غبرګونونه راپورته شول.

د کانګرس ګوند مشره پریانکا ګاندي وادرا د صدراعظم نرندرا مودي څخه د وضاحت غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا بې‌احترامي ده چې د هند وتلې ښځینه خبریالانې له یوې غونډې وشړل شوې.

همدارنګه د هند پخواني د کورنیو چارو وزیر پي چیدامبرم ویلي چې د ښځینه خبریالانو د منع کېدو پرېکړه د حیرانتیا وړ ده او نارینه خبریالانو ته ښايي له غونډې وتلي وای.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځینه خبریالانې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او د ډېرو مهمو خبري غونډو له ګډون بې‌برخې شوې دي.

د یادونې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته، دا د امیرخان متقي لومړۍ سفر ده چې هند ته یې ترسره کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here