د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې وسلهوالو د ګمرک دوه کارکوونکي وژلي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د اصلي لویې لارې په ټولپلازه کې شوې، چې پکې وسلوالو د ګمرک مامورین په نښه کړي.
پولیس وایي، برید کوونکي د پاکستاني طالبانو له ډلې سره تړاو لري، او له برید وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د پېښې سیمه د امنیتي ځواکونو لهخوا کلابنده شوې او د برید کوونکو د نیولو لپاره لټون روان دی.

