دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 480

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:عباس عراقچي په ایټالیا کې له حامد کرزي سره لیدلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت په وینا، دا کتنه د حامد کرزي په غوښتنه ترسره شوې ده.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي و چې حامد کرزي جرمني ته د خپل وروستي سفر پر مهال د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.

د یادونې ده، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د بحران د حل لپاره پر ټول‌شموله حکومت جوړېدو خبرې شوي دي.

حامد کرزی:هېله لرم، ملالۍ د نورو نجونو سره یوځای په هیواد کې لوړو زده کړو ته لاس رسی ومومي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دولسم ټولګې څخه د میرویس خان کرزي د فراغت په اړه خوښې ښودلې؛ خو د خپلې لور ملالۍ د لومړنیو زده کړو د بشپړیدو وروسته یې هېله ښودلې چې هغه او نورې افغانې نجونې وکړای شي په هیواد کې تر دولسم ټولګي زده کړې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هغه زوی میرویس کرزی هم له دولسم ټولګي فارغ شو.

هېواد کې له ښوونځي څخه د میرویس کرزي فراغت ټولنیزو رسنیو کې ستایل شوی.

د یادونې ده چې ښاغلي کرزي تر دې وړاندې ډېر ځله د طالبانو له حکومت غوښتي، ترڅو د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګی پورته ښوونځي پرانیزي.

د می ۲۹مه؛نن د پښتو ملي ورځ ده

د می ۲۹مه د پښتو ژبې له ملي ورځې سره برابره ده.

په تېرو نږدې دوو لسیزو کې پښتو ژبه کې سلګونه کتابونه ولیکل شول او سلګونه نور ورته را وژباړل شول.

پښتانه پښتو مورنۍ ژبه ګڼي او د دغې ژبې پر بډایي توب ټینګار کوي؛ خو نیوکه بیا دا ده، چې لاهم پښتو ژبه کې علمي کتابونه کم لیکل شوي.

د یادونې ده، چې دا ورځ نن ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخه کچه ونمانځل شوه.

د طالبانو امربالمعروف چارواکو؛په هرات کې د جماعت لمونځ نه کوونکو نارینه‌وو لپاره جریمه ټاکلې

هرات کې ځایي طالب چارواکو امر کړی، هغه نارینه چې د جماعت لمونځ ته نه ورځي، باید هره ورځ ۱۰۰ افغانۍ جریمه ورکړي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، طالبان په بازارونو کې پلټنې کوي، او د لمانځه نه کولو په صورت کې د خلکو له جیبونو جریمه اخلي.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د خلکو د تګ راتګ او فعالیتونو څارنه او نظارت ډېر سخت کړی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

حامد کرزي؛په ایټالیا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل وروستي اروپایي سفر کې په ایټالیا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي او د پنځو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره لیدلي دي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې کرزی له آلمان څخه په یوه شخصي الوتکه کې روم ته تللی و او هلته یې له یادو استازو سره د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه خبرې کړې دي.

سرچینې زیاتوي چې په دې لیدنه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو استازی، او د جرمني، بریتانیا او نورو اروپایي هېوادونو څلور نور دیپلوماتان شامل وو.

دغو لیدنو کې د افغانستان د روان سیاسي بحران د حل یوازینۍ لاره د ټول‌شموله حکومت جوړول یاد شوې دي.

ویل شوي چې د کرزي او عراقچي لیدنه د ایران په سفارت کې شوې او د ملي خبرو د تطبیق پر عملي لارو چارو هم خبرې شوي دي.

دا د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته اروپا ته د حامد کرزي له څو سفرونو څخه یو بل سفر بلل کېږي، چې هدف یې د افغانانو ترمنځ د یو پراخ سیاسي تفاهم هڅې دي.

د ازموینو ملي اداره:د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې لومړی پړاو په ۱۱ ولایتونو کې پیل شو

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴ تعلیمي کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو نن، د غبرګولي په ۸مه، په ۱۱ ولایتونو کې پیل شو.

دغه ادارې ویلي، چې یادې ازموینې ته نږدې ۲۵ زره او ۳۰۰ ځوانانو نوملیکنه کړې، او ټاکل شوې دا پروسه په هغو ولایتونو کې ترسره شي چې امنیتي او تخنیکي شرایط یې برابر ګڼل شوي.

یادې ادارې ویلي، چې دغه ازموینه په کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، غور، بامیان، ډایکنډي، میدان وردک، لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې پیل شوې ده.

د یادونې ده چې له تېرو څو کالو راهیسې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي تړلي او د کانکور له ازموینې څخه هم بې برخې دي.

ډیلي ټایمز:د چین د فشار له کبله د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي په اړه خپل دریځ نرم کړی

د پاکستان ډیلي ټايمز ورځپاڼه وايي، چې د طالبانو حکومت له لوري د ټي‌ټي‌پي په تړاو نرم دریځ کې بدلون تر ډېره د چین له فشارونو سرچینه اخلي.

دا وروسته له هغې ده چې د طالبانو حکومت د یوه نظامي کمپ استاد سعیدالله سعید ویلي، چې بهر ته د جهاد لپاره تلل ممنوع دي.

پاکستاني چارواکي دا بدلون مثبت ګڼي؛ خو د چین زیاتېدونکو اندېښنو ته په کتو وايي، باید له احتیاطه کار واخیستل شي.

چین د خپلو پانګو او د CPEC پروژې امنیت ته اندېښمن دی، ځکه ټي‌ټي‌پي د دوی ګټو ته ګواښ متوجه کړی.

انتونیو ګوترېش:نړۍ اوس تر بل هر وخت ملګرو ملتونو او مجهزو سوله ساتو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوله ساتو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې یوازې تېر کال کې د دې سازمان ۵۷ سوله ساتونکي وژل شوي دي.

هغه د مې پر ۲۹مه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، تر اوسه ۴۴۰۰ سوله ساتونکو خپل ژوند د ملګرو ملتونو د ماموریتونو پر مهال له لاسه ورکړی دی.

ګوټرېش زیاته کړې، نړۍ اوس تر بل هر وخت ملګرو ملتونو او مجهزو سوله ساتو ته اړتیا لري، څو د نننیو واقعیتونو او سبانۍ ننګونو پر وړاندې چمتو وي.

د یادونې ده، چې د مې ۲۹مه هر کال د سوله ساتونکو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

سرچینې:د هلمند بهرامچه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د هلمند ولایت د بهرامچې ولسوالۍ په ډیورنډ فرضي کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

دغه نښته نن سهار پیل شوې او لاهم روانه ده.

تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي او د طالبانو حکومت هم تراوسه څه نه دي ویلي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې نښته؛څلور وسله وال او دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار کې د چهارشنبې په ورځ د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ډان ورځپاڼې په وینا، نښته د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د زرنوش نسیم په مشرۍ د یوې وسله‌والې ډلې پر ضد شوې.

په وژل شویو کې ۴ وسله‌وال او ۲ پولیس شامل دي.

چارواکي وايي، عملیات دوام لري او وسله‌والو د سپکو وسلو ترڅنګ لاسي بمونه هم کارولي دي.