دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 47

خوشال سادات:که ایران او پاکستان جګړه وکړي، اسلام‌اباد به له جدي سیاسي او پوځي ستونزو سره مخ شي

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات وایي، داسې نښې شته چې پاکستان ښايي خپل پوځیان سعودي عربستان ته ولېږي او خپله خاوره د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره هم برابره کړي.

سادات پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې ایران خبرداری ورکړی، هر هغه هېواد چې خپله خاوره د ایران د دښمنانو لپاره وکاروي، د هدف په توګه به وګرځي.

د هغه په وینا، که د ایران او پاکستان ترمنځ جګړه رامنځته شي، ښايي د پاکستان دننه د شاوخوا ۲۰ میلیونه شیعه وګړو ترمنځ هم کړکېچ زیات شي او د ایران ډرونونه او توغندي پر پاکستان بریدونه پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ په عمومي قرارګاه (GHQ) کې وضعیت پېچلی دی او اسلام‌اباد غواړي له افغانستان سره اوربند وکړي؛ خو د باور فضا او نړیوال ملاتړ کمزوری بلل کېږي.

خوشال سادات ټینګار کړی چې جګړه د پاکستان له لوري پیل شوې او د ده په وینا د دې وضعیت څخه وتل به د پاکستان لپاره پرته له سیاسي، اخلاقي او پوځي زیانونو اسانه نه وي.

ډونالډ ټرمپ:ایران په میناب کې د نجونو پر ښوونځي د برید مسوول دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی چې په میناب کې د «شجره طیبه» په نوم د نجونو پر یوه ښوونځي د برید مسوول دی.

ټرمپ ویلي: «د هغه څه پر بنسټ چې ما لیدلي، دا برید د ایران له لوري شوی دی.»

هغه همدارنګه ادعا کړې چې د ایران له لوري کارېدونکي مهمات خورا نادقیق دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګېسټ هم ویلي چې یوازینی لوری چې ملکي وګړي په نښه کوي، ایران دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو برید کې په یاد ښوونځي کې تر ۱۶۰ زیاتې نجونې ووژل شوې.

ملا یعقوب مجاهد:پاکستان غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې لپاره د رسمي سرحد اصطلاح وکارول شي؛ خو افغان لوري دا د ملت موضوع بللې

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وایي، پاکستان د خبرو اترو پر مهال هڅه کوله چې د ډیورنډ فرضي کرښې لپاره د رسمي سرحد اصطلاح وکارول شي، خو افغان لوري دا موضوع د حکومتونو نه بلکې د ملتونو مسئله بللې ده.

هغه د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل، پاکستان له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د کرښې دې غاړې ته د ځینو ډلو پر وړاندې عملیات وکړي، خو کابل دا غوښتنه رد کړې ده.

ملا یعقوب مجاهد ادعا وکړه چې پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې د حکومت مخالفین منظم کړي او هغوی ته وسلې او امکانات ورکړي، څو جګړه پراخه کړي.

هغه همداراز وویل، افغانستان د پاکستان له خلکو سره دښمني نه لري، بلکې د ستونزې اصلي لامل د پاکستان پوځي پالیسۍ دي.

د ده په خبره، افغانان اوس د بهرني فشار پر وړاندې یو موټی شوي دي.

د دفاع وزیر په پای کې وویل، افغانستان د خبرو اترو ملاتړ کوي، خو که جګړه دوام وکړي، افغان ځواکونه به د خپل هېواد د دفاع لپاره کلک مقاومت وکړي.

عبدالغفور لېوال:د افغان نجونو له زده کړو محرومول افغان‌وژنه، استبداد، قساوت، خرافات او شاتګ پالنه ده

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي، افراطیت او شاتګپالنې ډېرې ستونزې د بهرنیو لاسوهنو له امله رامنځته شوې دي.

ښاغلي لېوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:« ‏د افغان نجونو له زدکړو محرومول، افغان وژنه، استبداد، قساوت، خرافات او شاتګپالنه د پاکستانیت ارکان دي.»

هغه ویلي چې دا هرڅه افغانانو نه پېژندل او په وینا یې پاټکونه، اختطاف، چور، تیری، جعل، تنظیم جنګۍ، له ملي نښو او ارزښتونو سره دوښمني او قومي تعصب د پاکستانیت لومړي نسل او دا نور یې دویم نسل افغانستان ته راوړل.

ملا یعقوب مجاهد:که پاکستان سره جګړه دوام وکړي، دوی لس کلنې جګړې ته هم چمتو دي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره جګړه نه ده پیل کړې، خو که جګړه ورباندې وتپل شي، افغان ځواکونه د اوږدې جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه ویلي، افغانستان له پاکستان سره په بېلابېلو هېوادونو کې مذاکرات کړي، خو د ده په وینا، دغو خبرو کومه پایله ورنه کړه او داسې ښکاره کېده چې پاکستاني لوری د جګړې پیلولو اراده لري.

ملا یعقوب مجاهد زیاته کړې، کابل تل غوښتنه کړې چې دواړه هېوادونه دې د یو بل د خاورې او حریم احترام وکړي او ستونزې دې د خبرو له لارې حل شي.

هغه ټینګار کړی، چې افغان ځواکونه د دفاع په حالت کې دي او د ملکیانو پر ځای یوازې نظامي اهداف په نښه کوي.

د نوموړي په وینا، که کابل ناامنه کېږي، نو اسلام‌اباد هم له ناامنۍ خوندي نه شي پاتې کېدای.

د دفاع وزیر زیاته کړې، د ډیپلوماسۍ دروازې لا هم پرانیستې دي او نړیواله ټولنه باید پاکستان وهڅوي چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.

حسیبه اټکپال:قومي عینکې مو له سترګو لېرې کړئ

خبریالې حسیبه اټکپال د زهرا جویا خبرو ته غبرګون کې ویلي چې د خبرونو د خپرولو پر مهال باید د مسلکي مسوولیت اصل مراعات شي او د ټولنیزو شبکو د پاڼو محتوا باید د خلکو د درد او احساساتو د زیان سبب نه شي.

هغې ویلي چې که څوک په خپله پاڼه کې هر ډول شخصي نظر خپروي، نو باید د «خبریال» لقب یوازې د مسلکي خبریالۍ د اصولو له مخې وکاروي، ځکه د هغې په وینا دا لقب د خلکو د باور او مسلکي کار په نتیجه کې ترلاسه کېږي.

اټکپال زیاته کړې:«زه وایم چې د خپلو پیروانو په وړاندې مسوول اوسئ. د خلکو پر زخم مالګه مه خورئ، د خلکو درد او رنج له پامه مه غورځوئ، او د قومي لید عینکې له سترګو لرې کړئ.»

هغې همدارنګه ویلي چې د یوې احتمالي تېروتنې په صورت کې صادقانه بښنه غوښتل د رسنیز اعتبار د ساتلو لپاره مهمه ده او د خبرونو سرچینو ته د خلکو باور باید وساتل شي.

څنګه خراساني او افغانستاني غوښتونکي پر سالمو افغانانو د قومي ټاپو په وهلو برلاسي شول؟

لیکوال او شنونکي عصمت قانع ویلي چې حمیرا قادري د افغان روښانفکرانو په منځ کې ځانګړی ځای لري.

قانع په یوه څرګندونه کې ویلي چې د قادري د وروستیو څرګندونو له امله ځینې کسان پرې نیوکې کوي؛ خو د ده په وینا د نظر څرګندول باید د قومي او ژبنیو بحثونو لامل نه شي.

نوموړي زیاته کړې:«فارسي ژبه د هيچا د پلار ملکيت نه ده او نه يې څوک اجدادي قباله لري، د افغانستان فرهنګي ورثه ده.»

د یادونې ده چې د پوهنتون استادې او د ښځو د حقونو فعالې حمیرا قادري ویلي و، چې پاکستان سره جګړه کې د ملکي وګړو د وژل کېدو له پامه غورځول د منلو وړ نه دي.

څنګه خراساني او افغانستاني غوښتونکي پر سالمو افغانانو د قومي ټاپو په وهلو برلاسي شول؟

د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله حمیرا قادري وایي، د ملکي وګړو د وژل کېدو له پامه غورځول د منلو وړ نه دي.

هغې په یوه څرګندونه کې پوښتنه کړې: «ایا باید د ملکي وګړو وژل کېدل ونه وینو، او که یې ووینو نو بیا د طالبانو لابي‌ګر بلل کېږو؟»

نوموړې دغه څرګندونې د خبریالې لینا روزبه د هغه خبرو په غبرګون کې کړې چې ویلي دي، خلک چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله غندي د طالبانو سره قومي تړاو لري.

حسیبه اټکپال:ولې مظلوم نمايي کوئ او تل قومي او ژبني بحث ته پناه وړئ؟

خبریالې حسیبه اټکپال ویلي چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې موضوع باید قومي بڼه ونه لري او د دې پېښو یادونه باید د انسانیت له نظره وشي.

اټکپال زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) د راپور له مخې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي؛ خو د هغوی د قومیت په اړه معلومات نشته.

نوموړې دا خبرې د خبریالې زهرا جویا د هغه خبرو په غبرګون کې کړې چې ویلي وو:«په وروستیو کلونو کې تر اوسه پورې زه د درېیو بېلابېلو قومي ډلو له لوري په بېلابېلو کچو د انلاین بریدونو سره مخ شوې یم. دا د افغانستان د وضعیت نازکتیا ښيي.»

ملت پاله مشر افراسیاب خټک:نیم قوم کله هم سیال قوم نه شي کیدای

د پاکستان وتلي سیاستوال او د سنا مجلس پخواني غړي افراسیاب خټک د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، که څه هم دا ورځ د نړۍ د ټولو انسانانو لپاره مهمه ده، خو د پښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

خټک ټینګار کړی چې پښتانه باید درک کړي چې د دوی د ډېرو بدبختیو یو ستر لامل په خپل ټولنیز ژوند کې ښځو ته د لازم ځای نه ورکول دي.

د هغه په وینا، هغه قوم چې نیمایي برخه یې له ټولنیز او فکري مشارکته بې‌برخې وي، هېڅکله نه شي کولای له نورو قومونو سره سیالي وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د یوې ټولنې پرمختګ او ځواکمنتیا هغه وخت ممکنه ده چې ښځې او نارینه دواړه په ګډه د ټولنې په جوړولو او پرمختګ کې برخه واخلي.