سه شنبه, جون 30, 2026
Home Blog Page 45

پزشکیان تفاهم‌نامه ایران و آمریکا را «سندی تاریخی» خواند

مسعود پزشکیان، رئیس‌جمهور ایران، تفاهم‌نامه اخیر میان ایران و آمریکا را «یک سند تاریخی» توصیف کرد و گفت این توافق «پیامی از ایران مقتدر» به جهان است.

پزشکیان تأکید کرد که صلح پایدار تنها در سایه احترام متقابل میان کشورها تحقق می‌یابد و این تفاهم‌نامه می‌تواند زمینه‌ساز کاهش تنش‌ها و گسترش همکاری‌های آینده باشد.

امضای این تفاهم‌نامه با استقبال شماری از رهبران کشورها و نهادهای بین‌المللی روبه‌رو شده است.

در همین حال رئیس‌جمهور آمریکا، در واکنش به انتقادهایی مبنی بر اینکه در قبال ایران «به اندازه کافی سخت‌گیر نبوده است»، از سیاست خود دفاع کرد. او منتقدان را «حسود، افراد بد یا نادان» توصیف کرد و گفت رویکرد کنونی بهترین راه برای تأمین صلح و ثبات است.

باقر قالیباف:لاس مو پر ماشه دی او د هر ګواښ ځواب ته چمتو یوو

د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، په یوه پیغام کې د مجتبی خامنه‌يي له لوړي د هغه پیغام هرکلی کړی چې له امریکا سره د تفاهم‌لیک په اړه خپور شوی و.

قالیباف ویلي: «که دښمن د زیاتو غوښتنو او زورزیاتي هڅه وکړي، موږ ثابته کړې چې لاس مو پر ماشه دی او د دښمن پر وړاندې د قوي او کوبنده ځواب ورکولو کې هېڅ ډول تردید نه لرو؛ هغه دښمن چې د وروستۍ جګړې پر مهال یې د دې ځواب خوند څکلی دی.»

نوموړي ټینګار کړی: «موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې مقابل لوری د ژمنو ماتولو او زورزیاتي له لارې د ایران د خلکو او د مقاومت جبهې حقونه زیانمن کړي.»

قالیباف زیاته کړې چې ایران به د خپلو ملي ګټو او د مقاومت د محور د حقونو د دفاع لپاره په کلکه ودریږي.

المرصاد:د خیبر قمبرخېلو کې د داعشیانو مهم مرکز په ډرون برید کې ویجاړ شوی

المرصاد د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د باړې قمبرخېلو سیمه کې د داعش اړوند یو مهم او پټ مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو په دقیق برید کې له منځه وړل شوی دی.

سرچینې وایي، په دغه برید کې ګڼ داعشیان وژل شوي او ټپیان شوي، خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.

د راپور له مخې، یاد مرکز د جلب او جذب، روزنې او د بریدونو د پلان جوړونې لپاره کارېده.

سرچینې زیاتوي چې برید د داعش دغه مهم پټنځای په بشپړه توګه ویجاړ کړی او په مرکز کې موجود کسان یې له منځه وړي دي.

پریټي زینټا؛د AI جعلي ویډیوګانو او انځورونو له امله پر ګوګل او مېټا دعوه وکړه

د راپورونو له مخې، د هند مشهورې اداکارې پریټي زینټا ته د بمبۍ عالي محکمې اجازه ورکړې چې د ګوګل، مېټا او یو شمېر نورو ډیجیټلي او مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو پر ضد دعوه ثبت کړي.

نوموړې ادعا کوي چې د هغې له اجازې پرته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته جوړ شوي ډیپ‌فېک ویډیوګانې، بدل شوي انځورونه، میمونه او حتی د هغې په نوم مجازي شخصیتونه خپاره شوي چې د شهرت، اعتبار او شخصي حقونو زیانمنولو لامل شوي دي.

هندي مشهوره اداکاره پریتي زینتا د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د خپل نوم او څېرې د ناسمې کارونې پر ضد قانوني اقدام کړی دی.

نوموړې د ګوګل، مېټا او یو شمېر نورو ډیجیټلي پلېټفارمونو پر وړاندې دعوه ثبتوي او وایي چې د AI په مرسته جوړې شوې جعلي ویډیوګانې، انځورونه او نور ډیجیټلي مواد د هغې له اجازې پرته خپاره شوي دي.

پریټي ادعا کوي چې دغه محتوا د هغې شهرت، اعتبار او شخصي حقونو ته زیان رسولی او د خلکو ترمنځ یې د هغې د اصلي څېرې په اړه ناسم انګېرنې رامنځته کړې دي.

بنيامين نتانیاهو؛د ایران او امریکا د تفاهم‌ليک په اړه د سخت انتقاد پر ځای نرم دریځ خپل کړی

د اسرائیل ۱۲ کانال راپور ورکړی چې بنیامین نتانیاهو په وروستیو خبرو کې له امریکايي چارواکو سره د امریکا او ایران د تفاهم‌لیک پر ضد سخت انتقاد نه دی کړی او ویلي یې دي که تهران د دغه تړون له شرطونو سره سم عمل وکړي، نو دا به لویه بریا وي.

دغه رسنۍ زیاتوي چې امریکايي چارواکي باور لري د اسرائیل د سخت دریځ لرونکو وزیرانو، اسموتریچ او بن‌ګوېر، له لوري پر نتانیاهو فشار روان دی څو د امریکا او ایران د هوکړې پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د اسرائیل دننه یوازې سیاسي څېرې نه، بلکې ځینې لوړپوړي امنیتي او پوځي چارواکي، په ګډون د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز، دا تړون د اسرائیل لپاره ستراتیژیکه فاجعه بولي.

جی ډي وینس: د اسرائیل اصلي ستونزه ټرمپ نه، بلکې د خپل وضعیت درک کول دي

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وینس د اسرائیلو د حکومت پر ځینو دریځونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوی تر ټولو لویه ستونزه ډونالډ ټرمپ نه دی.

وینس ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د هغو دفاعي وسلو نږدې دوه پر درېیمه برخه چې د اسرائیل د دفاع لپاره کارول شوي، د امریکا له خوا برابرې شوې دي او لګښت یې هم امریکايي مالیه ورکوونکو ورکړی دی.

هغه زیاته کړې چې په اسرائیل کې هغه کسان چې د خپلو ستونزو پړه پر ټرمپ اچوي، باید د خپل هېواد د وضعیت واقعیتونو ته وګوري. د وینس په وینا، د امریکا ملاتړ د اسرائیل په امنیت کې مهم رول لوبولی او د اسرائیل چارواکي باید دا حقیقت درک کړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک سره د امریکا او اسرائیل ترمنځ د اړیکو په اړه بحثونه زیات شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:د لبنان او اسرائیل په ګډون له ټولو جبهاتو د بشپړ اوربند غوښتنه کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنيزې شبکې ټروت سوشیال کې لیکلي چې امریکا سولې ته ژمنه ده او د منځني ختیځ له ټولو لورو یې غوښتي چې د خبرو اترو بهیر ته ژمن پاتې شي.

هغه ویلي چې تمه لري په ټولو جبهاتو کې، په ځانګړي ډول لبنان، حزب‌الله او اسرائیل ترمنځ، بشپړ اوربند رامنځته شي.

ټرمپ زیاته کړې چې نړیوال بازارونه د روانو بدلونونو هرکلی کوي، د تېلو بیې راټیټې شوې دي او د ونډو بازارونه هم وده کوي.

سنتکام:د ډونالډ ټرمپ په امر‌ د ایران پر بندرونو ټول محدودیتونه لغوه شول

د امریکا مرکزي قوماندانۍ يا سنتکام اعلان کړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکم له مخې د ایران پر بندرونو او ساحلي سیمو د بحري محاصرې ټول محدودیتونه لغوه شوي دي.

سنتکام په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې له دې وروسته د امریکا ځواکونو د فارس خلیج او د عمان سمندرګي له لارې ایران ته د تلونکو او راتلونکو کښتیو د تګ راتګ په وړاندې هېڅ خنډ نه جوړوي او د محاصرې ټول اړوند عملیات درول شوي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د سمندري ځواکونو بېړۍ به لا هم په سیمه کې پاتې شي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د هوکړې ټول شرایط په سمه توګه عملي کېږي.

مجتبی خامنه یی :من در رابطه به این موافقت نامه نظریه دیگری داشتم اما بخاطر وعده با رئیس جمهور آنرا پذیرفتم

برخی رسانه‌های داخلی در ایران از انتشار پیامی منسوب به مجتبی خامنه‌ای درباره تفاهم‌نامه امضاشده میان رؤسای جمهور ایران و آمریکا خبر داده‌اند؛ پیامی که در آن، به‌گفته این گزارش‌ها، مسئولیت پیامدهای احتمالی توافق به‌طور کامل متوجه دولت مسعود پزشکیان دانسته شده است.

در این پیام ادعایی آمده است که مجتبی خامنه‌ای با اشاره به این‌که «علی‌الاصول نظر دیگری داشته»، اعلام کرده تنها به دلیل تعهد شخصی رئیس‌جمهور ایران و پذیرش کامل مسئولیت حفظ حقوق ملت و «جبهه مقاومت»، اجازه امضای این سند صادر شده است.

همچنین در بخش‌هایی از این پیام تأکید شده است که دولت موظف است در برابر هرگونه «زیاده‌خواهی آمریکا» ایستادگی کند.

در ادامه، از عبارت‌هایی هشدارآمیز خطاب به دولت استفاده شده و گفته شده که افکار عمومی و حاکمیت، تحقق وعده‌های داده‌شده را دنبال خواهند کرد.

در پایان نیز به مذاکرات پیش‌روی سوئیس اشاره شده و تأکید گردیده که این گفت‌وگوها به معنای پذیرش دیدگاه‌های واشنگتن تلقی نخواهد شد.

مجتی خامنه‌يي:د تفاهم‌نامې په اړه مې بل نظر درلود؛ خو د ولسمشر د ژمنې له امله مې اجازه ورکړه

د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي ویلي چې د امریکا- ایران تفاهم‌نامې په اړه یې په اصل کې بل نظر درلود؛ خو د ایران د ملت د حقونو او د مقاومت جبهې د ګټو د خوندي ساتلو په تړاو د ولسمشر پزشکیان له ژمنې وروسته یې د هغې د تصویب اجازه ورکړه.

هغه په خپلو څرګندونو کې وویل: «بنده علی‌الاصول در مورد تفاهم نظر دیگری داشتم، ولی از باب تعهدی که رئیس‌جمهور محترم به‌عنوان رئیس شورای عالی امنیت ملی از طرف خود و اعضا در پاسداشت حقوق ملت ایران و جبهه مقاومت به بنده دادند و تصریح به قبول مسئولیت آن نمودند، اجازه آن را صادر کردم.»

د نوموړي په وینا، ولسمشر د ملي امنیت د عالي شورا د رئیس په توګه ډاډ ورکړی چې د ملت حقوق او د مقاومت جبهې اساسي ګټې به خوندي ساتل کېږي او د تفاهم‌نامې د پایلو بشپړ مسئولیت به پر غاړه اخلي.

نوموړي د تفاهم‌نامې د جزییاتو په اړه څه ونه ویل؛ خو ټینګار یې وکړ چې د دې پرېکړې بنسټ د دولت او د ملي امنیت د عالي شورا هغه تعهد و چې د ایران د ملي ګټو او د مقاومت د محور د ملاتړ په موخه یې وړاندې کړی دی.