د ایران د پارلمان رئیس، محمدباقر قالیباف، په یوه پیغام کې د مجتبی خامنهيي له لوړي د هغه پیغام هرکلی کړی چې له امریکا سره د تفاهملیک په اړه خپور شوی و.
قالیباف ویلي: «که دښمن د زیاتو غوښتنو او زورزیاتي هڅه وکړي، موږ ثابته کړې چې لاس مو پر ماشه دی او د دښمن پر وړاندې د قوي او کوبنده ځواب ورکولو کې هېڅ ډول تردید نه لرو؛ هغه دښمن چې د وروستۍ جګړې پر مهال یې د دې ځواب خوند څکلی دی.»
نوموړي ټینګار کړی: «موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې مقابل لوری د ژمنو ماتولو او زورزیاتي له لارې د ایران د خلکو او د مقاومت جبهې حقونه زیانمن کړي.»
قالیباف زیاته کړې چې ایران به د خپلو ملي ګټو او د مقاومت د محور د حقونو د دفاع لپاره په کلکه ودریږي.

