شنبه, جون 20, 2026
Homeکورپاڼهپریټي زینټا؛د AI جعلي ویډیوګانو او انځورونو له امله پر ګوګل او...

پریټي زینټا؛د AI جعلي ویډیوګانو او انځورونو له امله پر ګوګل او مېټا دعوه وکړه

د راپورونو له مخې، د هند مشهورې اداکارې پریټي زینټا ته د بمبۍ عالي محکمې اجازه ورکړې چې د ګوګل، مېټا او یو شمېر نورو ډیجیټلي او مصنوعي ځیرکتیا شرکتونو پر ضد دعوه ثبت کړي.

نوموړې ادعا کوي چې د هغې له اجازې پرته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته جوړ شوي ډیپ‌فېک ویډیوګانې، بدل شوي انځورونه، میمونه او حتی د هغې په نوم مجازي شخصیتونه خپاره شوي چې د شهرت، اعتبار او شخصي حقونو زیانمنولو لامل شوي دي.

هندي مشهوره اداکاره پریتي زینتا د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د خپل نوم او څېرې د ناسمې کارونې پر ضد قانوني اقدام کړی دی.

نوموړې د ګوګل، مېټا او یو شمېر نورو ډیجیټلي پلېټفارمونو پر وړاندې دعوه ثبتوي او وایي چې د AI په مرسته جوړې شوې جعلي ویډیوګانې، انځورونه او نور ډیجیټلي مواد د هغې له اجازې پرته خپاره شوي دي.

پریټي ادعا کوي چې دغه محتوا د هغې شهرت، اعتبار او شخصي حقونو ته زیان رسولی او د خلکو ترمنځ یې د هغې د اصلي څېرې په اړه ناسم انګېرنې رامنځته کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here