یکشنبه, جون 21, 2026
Homeافغانستانالمرصاد:د خیبر قمبرخېلو کې د داعشیانو مهم مرکز په ډرون برید کې...

المرصاد:د خیبر قمبرخېلو کې د داعشیانو مهم مرکز په ډرون برید کې ویجاړ شوی

المرصاد د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د باړې قمبرخېلو سیمه کې د داعش اړوند یو مهم او پټ مرکز د بې‌پیلوټه الوتکو په دقیق برید کې له منځه وړل شوی دی.

سرچینې وایي، په دغه برید کې ګڼ داعشیان وژل شوي او ټپیان شوي، خو د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.

د راپور له مخې، یاد مرکز د جلب او جذب، روزنې او د بریدونو د پلان جوړونې لپاره کارېده.

سرچینې زیاتوي چې برید د داعش دغه مهم پټنځای په بشپړه توګه ویجاړ کړی او په مرکز کې موجود کسان یې له منځه وړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here