د سره صليب نړيوالې کمېټې ویلي، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د ټپي شویو ملکي وګړو د درملنې لپاره یې د افغانستان ختیځو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته بېړنۍ طبي مرستې لېږلې دي.
د یادې ادارې په وینا، دغه مرستې د پکتیا د ګردېز ولایتي روغتون، د څمکنیو ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو او یو شمېر نورو روغتیايي بنسټونو ته سپارل شوې، څو د ټپیانو د درملنې په بهیر کې ترې ګټه واخیستل شي.
سره صلیب ویلي، دا مرستې وروسته له هغې برابرې شوې چې د پاکستان هوايي بریدونو د پکتیا، پکتیکا او کونړ په ځینو سیمو کې ملکي مرګژوبله واړوله او لسګونه کسان یې ټپیان کړل.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
سره صلیب او نورې بشري ادارې خبرداری ورکوي چې د افغانستان ختیځې سیمې له وړاندې د روغتیايي امکاناتو له کمښت سره مخ وې او وروستیو بریدونو پر روغتونونو او روغتیايي خدمتونو فشار لا زیات کړی دی.

