یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 4

د لبنان او اسرائیل ترمنځ؛د هوکړې په اړه د لبنان د لومړي وزير نواف سلام څرګندونې

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام ویلي چې په واشنګټن کې د امریکا تر نظارت لاندې له اسرائیل سره ترلاسه شوی چوکاټي توافق د دې لپاره دی چې اسراییلي ځواکونه له ټول لبنان څخه وځي، د دغه هېواد بشپړ حاکمیت بېرته ټینګ شي او د بې‌ځایه شویو وګړو د ستنېدو بهیر اسانه شي.

هغه په خپله وینا کې ویلي چې لبنان د خپل دولت د واک د پراخولو په برخه کې مکلفیت لري، څو د پوځ له لارې د هېواد پر ټولو سیمو د دولت بشپړ کنټرول ټینګ شي، او دا موضوع د هغه په وینا د طائف د هوکړې له اصولو سره همغږي لري.

نواف سلام زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال د اوربند په اعلامیه کې هم په څرګنده ویل شوي چې یوازې قانوني دولتي ځواکونه حق لري چې وسلې ولري او د هېواد امنیت وساتي.

هغه له امریکا، عربي هېوادونو او د لبنان له نړیوالو دوستانو مننه کړې چې د دغه توافق په ترلاسه کولو کې یې رول لوبولی او ویلي یې دي چې تمه لري اسراییلي ځواکونه ژر خپل وتل پیل کړي، څو بې‌ځایه شوي لبنانيان په عزت او امنیت خپلو کورونو ته ستانه شي او د بیا رغونې چارې پیل کړي.

ترکیې؛د افغانانو په ګډون ۴۰ بې‌اسناده کډوال نېولي

د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ ادرنا ولایت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال ۴۰ بې‌اسناده کډوال نیول شوي، چې افغانان هم په کې شامل دي.

دا عملیات د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د ترکیې د روانو هڅو برخه بلل کېږي.

د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان د اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته د ادرنا د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي، څو د بېرته ستنولو بهیر یې ترسره شي.

چارواکو زیاته کړې، د دغو عملیاتو په تړاو دوه کسان د انسانانو د قاچاق په تور هم نیول شوي او د نورو قانوني اقداماتو لپاره عدلي ادارو ته سپارل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ترکیې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو پر وړاندې، د هویت د تثبیت، نیولو او ایستلو اقدامات پراخ کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونو بیا خبرداری ورکړی چې جبري ستنول ښايي یو شمېر افغانان له امنیتي او بشري ستونزو سره مخ کړي.

له ۲۰۲۱ کال وروسته، د افغانستان له بدلونونو سره هممهاله، د سیمې یو شمېر هېوادونو د افغان کډوالو په اړه خپلې پالیسۍ سختې کړې دي.

پاکستان او ایران هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پراخ کمپاینونه عملي کړي، او نړیوالو سازمانونو ویلي چې د راستنېدونکو زیات شمېر د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته د کډوالو د ننوتلو کچه د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه لوړه شوې او نږدې ۳۹۴ زره کسان ورغلي دي.

د همدې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۶ زره او ۴۳۶ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.

د جرمونو نړیوالې محکمې؛درې قاضیانو د ډونالډ ټرمپ پر ضد دعوه ثبت کړې

د جرمونو نړیوالې محکمې درې قاضیانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد په یوه فدرالي محکمه کې دعوه کړې او ادعا یې کړې چې نوموړي د افغانستان او فلسطین د قضیو د څېړنې په تړاو د محکمې پر چارواکو د بندیزونو په لګولو سره له خپل قانوني واک څخه اوښتی دی.

د راپور له مخې، دا دعوه د امریکا د نیویارک په فدرالي محکمه کې ثبت شوې او د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ هغه اجرايي فرمان ننګوي چې له مخې یې د ملي بیړني حالت تر اعلان وروسته د جرمونو نړیوالې محکمې پر هغو قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه ولګېدل چې د افغانستان د جنګي جرمونو او د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم په قضیه کې یې رول درلود.

قاضیان وایي، د ټرمپ دغه فرمان د امریکا له اساسي قانون، نافذه قوانینو او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دی او د قانوني بهیر له بشپړېدو پرته یې د دوی پر شتمنیو، بانکي حسابونو، سفرونو او ځینو نورو حقونو محدودیتونه لګولي دي.

بل لور ته، ټرمپ استدلال کړی چې امریکا او اسراییل د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي، نو ځکه دغه محکمه د دوی د اتباعو او چارواکو پر وړاندې د پرېکړې قانوني صلاحیت نه لري.

هغه د محکمې اقدامات د امریکا د ملي حاکمیت او امنیت پر ضد بللي دي.

په همدې حال کې، بشري حقونو او حقوقي بنسټونو دغو بندیزونو ته په غبرګون کې ویلي، د خپلو قضایي دندو د ترسره کولو له امله پر نړیوالو قاضیانو بندیزونه لګول د قضایي خپلواکۍ او د قانون د حاکمیت پر وړاندې جدي ګام ګڼل کېږي.

ندیم امیري:د جرمني په استازیتوب لوبې کوم؛ خو افغانستان زما د هویت نه بېلېدونکې برخه ده

افغان‌الاصله د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي نديم اميري ویلي، که څه هم په جرمني کې زیږېدلی، خو له خپلو افغاني ریښو سره ژوره مینه لري او تل یې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپله اړیکه ژوندۍ وساتي.

امیري په یوه تازه مرکه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اصالت د هغه د هویت مهمه برخه ده او د افغانانو مینه او ملاتړ ورته ځانګړی ارزښت لري.

د هغه په وینا، هر ځای چې وي، د خپلو افغاني ریښو په یادولو ویاړي.

نوموړي د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په اړه هم ویلي، د جرمني د ملي لوبډلې په ترکیب کې په دغو سیالیو کې ګډون د ده لپاره ستر ویاړ دی او هیله لري چې لوبډله یې د اتلولۍ جام وګټي.

امیري زیاته کړې، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د افغان مینه‌والو ملاتړ ورته د لا ښه ځلېدو انګېزه ورکوي او هڅه کوي په خپلو غوره لوبو د هغوی باور پر ځای وساتي.

هغه ټینګار کړی چې د خپل مسلکي ژوند ترڅنګ به تل پر خپلو افغاني ریښو ویاړي او غواړي د خپلو بریاوو له لارې د افغانانو لپاره د خوښۍ او الهام لامل شي.

افغانه غرختونکې زکیه احمد:د ایورسټ څوکې ته ختل مې د افغان ښځو د غږ پورته کولو لپاره وو

افغانه غرختونکې ذکيه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، ویلي د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې، ماونټ ايورسټ ته د ختلو اصلي موخه یې د هغو افغان ښځو او نجونو د ستونزو نړۍ ته رسول وو چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې له زده‌کړو، کار او نورو اساسي حقونو بې‌برخې شوې دي.

زکیه، چې د ایورسټ څوکې ته د رسېدو لومړنۍ افغانه مېرمن ګڼل کېږي، ویلي د سختې ختنې پر مهال به یې له ستړیا او یخنۍ سره مبارزه کوله، خو د افغانستان د ښځو وضعیت به یې تل ذهن ته راتله او همدې فکر به ورته د دوام ځواک ورکاوه.

د هغې په وینا، که څه هم د غره ختل خورا ستونزمن وو، خو ځان ته به یې ویل چې لږ تر لږه د هڅې فرصت لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ګڼې ښځې او نجونې له همدې بنسټیز فرصت څخه هم بې‌برخې دي.

نوموړې خپله تاریخي لاسته راوړنه د رواني روغتیا د ملاتړ او د هغو افغان ښځو استازیتوب ته ځانګړې کړې چې د خپلو حقونو د غوښتنې غږ نه شي پورته کولی.

هغې ویلي، د خپل ورور له ځان‌وژنې وروسته یې د رواني روغتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه زیاته شوې ده.

زکیه احمد، چې د غزني ولايت اوسېدونکې ده، وایي له ماشومتوبه یې له زده‌کړو او کتابونو سره ځانګړې مینه لرله او د ښوونځي لپاره به یې هره ورځ اوږده او سخته لاره وهله.

د راپورونو له مخې، هغې د ایورسټ د ختنې لپاره کلونه سخت تمرینونه وکړل او د دې سفر شاوخوا ۱۱۰ زره امریکايي ډالرو لګښت د بسپنو، ملاتړو بنسټونو او د افغانانو د ټولنیزو سازمانونو په همکارۍ برابر شو.

ډونالډ ټرمپ:د امریکا د پرمختګ تر شا د خلکو مذهبي باورونو مهم رول درلود

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د متحده ایالاتو د جوړېدو، پراختیا او د غلامۍ د له منځه وړلو په بهیر کې د خلکو مذهبي باورونو بنسټیز رول لوبولی او همدغه ارزښتونو امریکا د نړۍ په تاریخ کې یو ځانګړی هېواد ګرځولی دی.

ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د اعلامیې د ۲۵۰مې کلیزې د نږدې کېدو په مناسبت په خپلو څرګندونو کې وویل، د هېواد بنسټ اېښودونکو په خپلواکۍ اعلامیه کې څلور ځله د خدای یادونه کړې او ایمان د امریکا د تاریخي بدلونونو مهم محرک پاتې شوی دی.

هغه د سپینې ماڼۍ له لارې په ایکس کې خپاره شوي پیغام کې ویلي، راتلونکې اوونۍ به د ۱۷۷۶ کال د جولای د څلورمې نېټې د خپلواکۍ له اعلامیې ۲۵۰ کاله پوره شي، او د دې سند په متن کې د خالق نوم څلور ځله یاد شوی دی.

د نوموړي په وینا، همدا ایمان و چې لومړني مېشتونکي یې د لوېدیځو سیمو د پراختیا لپاره وهڅول، د غلامۍ د ختمېدو غورځنګ یې پیاوړی کړ او امریکا یې د نړۍ په تاریخ کې په یوه استثنايي ملت بدله کړه.

ډونالډ ټرمپ:ایران له اوربند سرغړونه کړې؛ خو که ما یې ځواب ورکړ، پایلې به یې خپله وویني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې ایران د هرمز تنګي په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو پر ضد د بریدونو له لارې د اوربند له هوکړې سرغړونه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که واشنګټن غبرګون وښيي، تهران به یې پایلې وویني.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، ایران لږ تر لږه څلور بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې د هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر لور توغولي، چې د ده په وینا، امریکايي ځواکونو یې درې راغورځولي، خو یوه بله له یوې سترې سوداګریزې بېړۍ سره لګېدلې او زیان یې ورته اړولی دی.

هغه ټینګار وکړ چې دا اقدام د اوربند له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او ویې ویل: «دوی باید دا کار نه وای کړی. که موږ ځواب ورکړو، ډېر ژر به یې پایلې وویني.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم په خپلې ټولنیزې شبکې کې ورته ادعاوې کړې وې او ایران یې د سیمې د امنیت د ګواښلو او د نړیوالو سمندري لارو د بې‌ثباته کولو په هڅه تورن کړی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د دغو تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

نصیر احمد فایق:د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانانو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي او دا د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، نصیر احمد فایق، د د ملګرو ملتونو د منشور ورځ په مناسبت ویلي، چې له هغې ورځې ۸۰ کاله وروسته چې نړۍ د ملګرو ملتونو منشور د «موږ خلک» تر شعار لاندې تصویب کړ، میلیونونه افغانان لا هم له هغو بنسټیزو حقونو محروم دي چې منشور یې د خوندي کولو لپاره رامنځته شوی و.

فایق ویلي، په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو منع دي، ښځې له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي، ځوانان له خپلو هیلو او د راتلونکي له فرصتونو بې‌برخې شوي او ټول ملت د طالبانو تر واکمنۍ لاندې چوپ کړای شوی دی.

د هغه په وینا، بنسټیز بشري حقونه په افغانستان کې په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان خلک لا هم د بشري حقونو، انساني کرامت او عدالت د هغو ژمنو د عملي کېدو په تمه دي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې شوې دي.

فایق زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د منشور اعتبار په دې پورې تړلی چې له هغو خلکو دفاع وکړي چې د ساتنې لپاره یې دا منشور رامنځته شوی، او د منشور د ورځې په مناسبت یې ویلي چې یوازې خبرې بسنه نه کوي، بلکې اوس د عملي اقدام وخت رارسېدلی دی.

ايراني رسنۍ:د تهران او دوبۍ ترمنځ مستقیمې الوتنې بېرته پیلېږي

ایراني رسنیو ویلي، د تهران او دوبۍ ترمنځ د مستقیمو الوتنو د ټکټونو پلور بېرته پیل شوی او ټاکل شوې ده چې دغه الوتنې د چنګاښ له ۱۰مې نېټې د دواړو هېوادونو د نړیوالو هوايي ډګرونو ترمنځ بیا ترسره شي.

دغه هوايي مسیر په وروستیو اوونیو کې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د پوځي ترینګلتیاوو او د هوايي حریم د محدودیتونو له امله له ځنډ او ګډوډۍ سره مخ شوی و.

د دوبۍ هوايي ډګرونه هم د همدې کړکېچ پر مهال اغېزمن شوي وو.

په متحده عربي اماراتو کې د هوايي حریم له بېرته پرانیستل کېدو وروسته، د الوتنو د عادي کېدو بهیر پیل شوی، خو د اروپايي ټولنې د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې خبرداری ورکړی چې هوايي شرکتونه دې لا هم د ایران، عراق او لبنان له هوايي حریم څخه ډډه وکړي.

یادې ادارې ویلي، د اوربند د احتمالي نقض او د هرمز تنګي شاوخوا د امنیتي ګواښونو له امله د سیمې وضعیت لا هم بشپړ عادي شوی نه دی.

ګارډین:د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د ستنولو خبرې د افغان ښځو د حقونو له پامه غورځول دي

بریتانوي ورځپاڼې ګارډین په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د اروپایي ټولنې له لوري د طالبانو له حکومت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې، د افغان ښځو، نجونو او نورو افغانانو د حقونو د قرباني کولو معنا لري.

ورځپاڼې ویلي، اروپايي هېوادونه د کابل له سقوط څو کاله وروسته هڅه کوي هغه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي چې په اروپا کې د استوګنې قانوني حق نه لري یا د جدي جرمونو له امله محکوم شوي دي، خو د دې پرېکړې د بشري پایلو په اړه کافي پام نه کوي.

ګارډین ټینګار کړی چې هغه حکومتونه چې د افغان ښځو د ملاتړ ادعا کوي، باید د جنسیتي اپارتاید د نړیوال جرم په توګه د پېژندلو، د بشري مرستو د دوام او هغو افغانانو ته د خوندي راتلونکي د برابرولو لپاره هڅې وکړي چې خپل هېواد یې پرېښی دی.

د سرمقالې له مخې، اروپایي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو له حکومت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړې دي، خو دا ډول تماسونه د طالبانو د حکومت مشروعیت د زیاتېدو اندېښنې هم زياتوي.

ګارډین لیکلي، د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو او نجونو پراخ او دوامدار محدودیتونه لګولي، چې پکې د نجونو د زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار محدودیتونه او له ټولنیز ژوند څخه د هغوی څنډې ته کول شامل دي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ځینو افغانانو بېرته ستنول ښايي هغوی د نیونې، شکنجې، ځورونې او حتی د مرګ له خطر سره مخ کړي، په ځانګړي ډول ښځې، د مدني ټولنې فعالان، د طالبانو حکومت مخالفان او هغه کسان چې پخوا یې له لوېدیځو بنسټونو سره کار کړی دی.