د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه غبرګولي ۴مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۲۹۶ تنه د تورخم له فرضي کرښې او ۷۷ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال د قانوني اسناد د نه درلودو له امله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او زنداني شوي وو.
وزارت زیاتوي، راستنو شویو کسانو ته بشري مرستې هم وېشل شوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.

